داسې فکر مه کوئ چې يو کمپيوټر به تل ژوندى او د کار جوګه وي، ځکه کمپيوټر د برېښنا او سيګنال د مدار ټولګه بلل کېږي او د برېښنا جريان ته اړتيا لري، هر د کمپيوټر کاروونکى په دې پوهېږي چې کمپيوټر به يې تل ځوان او د کار جوګه نه وي، ځکه کمپيوټر او د نوموړي پرزې جوړوونکي کمپنۍ تل دا هڅه کوي چې تر ځانګړي وخته پورې هغوى ته عمرونه وټاکي، بايد ووايم داسې نورې وجې هم شته چې د کمپيوټر عمر کموي په ټوليز ډول نوموړې پر څلورو څانګو ويشل کېږي:
نامناسبه کارونه: يو کمپيوټر د غلطي کاروني پر مهال هم د ستونزو ښکار ګرځي، د بېلګې په توګه که د قانوني Shutdown پر ځاى په بې قانونه ډول بند شي.
ورپېښې ستونزې: هغه کمپيوټرونه چې له انټرنيټ سره تړلي وي د هغو په پرتله چې نه وي ډېر د ستونزو ښکار ګرځي، روښانه بېلګه يې کمپيوټري وايرسونه يادولاى شو، يعنې يو په وايروس لړلى کمپيوټر بايد ژر تر ژره پاک او وايروس ضد پروګرام په کې ځاى پر ځاى شي.
مناسب ځاى: د کمپيوټر لپاره تر ټولو مهم د هغه ځاى دى، کمپيوټر پوهان تل دا سپارښتنه کوي چې کمپيوټر په داسې ځاى کې چې دوړې يا هم نم ولري مه اېږدئ په دې ډول يې عمر کمېږي او د بېلابېــــلو ستونـزو سره مخېږي.
دباندنۍ پرزې: هغه پرزې چې له دباندې څخه له کمپيوټر سره تړل کېږي که په غلطه توګه وتړل شي د کمپيوټر عمر ته زيان رسوي.
په ټوليز ډول په نړۍ کې يو کمپيوټر د پنځو کالو لپاره جوړېږي، خو ځينې وخت له داسې کمپيوټرونو سره مخېږو چې لس کاله ژوندي او د کار جوګه وي وجه يې دا وي چې ښه ساتل شوي وي، خو بيا هم د وخت په تېريدو له کاره لوېږي، اوس به راشو دې ته چې يو کمپيوټر څنګه له منځه ځي:
٢٦% د پاور سيسټم له لارې CPU ته د ورپېښو ستونزو په وجه.
٢٣% په بې پروايي سره د کمپيوټر کارولو په وجه.
١٥% يو کمپيوټر له کمپنۍ څخه د واردولو يا هم له يوه ځايه بل ته د لېږدولو په وجه.
١٣% د هغو ستونزو په وجه چې په هيټ سينګ کې مشاهده شوي دي.
١٠% د برېښنايي تکان يا هم پيلبو (تالنده) د اغېز په وجه.
٦% د USB پورټ په وجه.
٣% له کمپيوټره د غلطي ګټې پورته کولو په وجه.
٢% د Over clocking په وجه.
بايد ووايم که کمپيوټر ته نژدې د برېښنا د عمومي تار شارټي منځ ته راشي هغه کمپيوټرونه چې نوموړې سيمې ته نژدې پراته وي که روښان وي يا بند وي هارډ ډيسک يې له معلوماتو (Data) څخه خالي کېږي آن تر دې بريده چې Partition يې هم له منځه ځي.
ژباړه: بهرنۍ سرچينې