د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ادبي کره کتنه (نقد)

اېمل افغان 18.06.2010 11:31

کره کتنې ته په عربي ژبه کې (نقد) اوپه انګرېزي کې کرتیسېزم (Criticism) وایی چې د یوناني ژبې له (Krinen) کلمې څخه مشتق شوی دی. نقد په اصطلاح کې دیو شي ښې او بدې خواوې معلومول،ځان پرې پوهول او کره کول دي.
په عربو کې پخوا د نقاد اصطلاح په عامه توګه د اصلي او کوټه دینارونو او درهمونو بېلونکی او د ښه او بد توپیر کوونکي په معنا او په ادب کې د وینا د ښو او بدو اړخونو (ښېګڼو او عیبونو) معلومونکي لپاره استعمالېدله.
تنقید محاکمه کولو ته وایي، خوپه ادبي اصطلاح نقاد هغه چاته ویل کېږي چې د انتقاد په وسیله د ادبي آثارو او د هغو د ښه والي یا بد والي په هکله لوستونکی ته یوه پرېکړه صادره وي.
د کره کتنې (نقد) د پېژندنې په لړکې ماتیو ارنولد وایی: کره کتنه د انساني فکر د ډېرښه محصول د پېژندنې لپاره یو بې طرفانه کوښښ دی.
ځینې بیا وایی چې نقد هغه هنر دی موږ ته داښيي چې ادبي اثر ترکومه سم دی.
لنډه دا چې په عامه معنا نقد یا نقد کوونکی هغه څوک دی چې د یوشي ښه اوبد معلوم کړي، خو په ادبي اصطلاح هغه څوک یا څه چې د ځانګړو اصولو له مخې د ادبي آثارو ښه اوبد اړخونه معلوم او د خپلې پوهې او استعداد په وسیله د هغې په هکله یو بې طرفانه او بې غرضانه پرېکړه صادره کړي، ناقد او نقد بلل کېږي.
ادبي نقاد د یو ادبي اثر د ژورې کتنې او مطالعې په لړکې د هغې تشریح او توضیح کوي او د اثر د محتوی په اصلي روح، دلیکوال په پیغام او د اثر د رامنځ ته کولو په غرض لوستونکی پوهوي او د نقد د ټاکلیواصولو په رڼا کې دهغې ادبي ښکلا،ښېګڼه، عیبونه او نیمګړتیاوې بیانوي.لنډه داچې ادبي کره کتونکی د ادبي اثر هر اړخ او د لیکوال فکر او غرض په ښه او اغېزمنه توګه موږ ته راښيي.
دنقد ضرورت، اهمیت او دنده.
سره له دې چې په بېلابېلو وختونو کې ځینو ادبپوهانو په نقد او د ناقد په دنده اعتراض لرلې او نقد یې یو داسې څیزګڼلی چې له ګټې نه یې زیان ډېر دی.
ځینې وایی چې: نقاد د تنګ نظره وي او نقد تعمیري نه ،بلکې یو تخریبي عمل دی. څوک وایی چې نقد د ادبي آثارو د تخلیق او رامنځ ته کېدوپه مخ کې خنډ ګرځي او ډېر ادیبان له دې وېرې چې نقد به پرې وشي، ادبي آثار نه رامنځ ته کوي.
ځینې وایي چې : نقاد کرکجن او د خواخوږۍ پرځای په کې د نفرت او بد بینۍ حس او جذبه زیاته وي. څوک وایی چې : نقادان اصلي مطلب تېروبېر کوي او لوستونکي پرته له دې چې هغه اصلي اثر ولولي په نقاد پسې ځي، ډېر وخت داسې وشي چې اصلي مطلب پاتې شي او نقاد لوستونکی پر نورو لارو سر کړي. او....)
له دې پورتنیو او داسې نورو اعتراضونو سره سره هم نقد پخپل ځای ځانګړی ارزښت او اهمیت لري، همېشه ورته اړتیا احساسېږي او ګټه یې زیاته ده.
نقد په غور ژوره کتنه ده چې حقایق را برسېره کوي. د بشري نړۍ پرمخ د انساني ټولنو معنوي او مادي پرمختګونه او موندنې ( کشفیات) ټولې د ژورو کتنو پلټنو اوډول ډول تجربو محصول دي.
د ادب لپاره د نقد یوه ګټه داده چې لوستونکي ته د ادبي اثر روح تشریح او توضیح کوي ښه اوبد اړخونه یې په ګوته کوي، خامۍ او خوبۍ یې بیانوي او حقایق یې مخې ته ږدي.
د ادب لپاره د نقد ضرورت ځکه هروخت احساسېږي چې که نقد نه وي موږ به د ادبي آثارو ارزښت او مقام څنګه وټاکو. نه به د ادیب سمه روزنه وشي اونه به ادیب پخپله ښه او بده پوشي او نه به لوستونکی د ادیب د اثر له پېغام نه په سمه او مناسبه توګه خبرشي.
د نقد یوه بله ګټه داده چې موږ د نقد په وسیله په لږ وخت کې ډېرڅه ترلاسه کولی شو د بېلګې په توګه موږ نشوکولی د یو ادیب ( شاعر- لیکوال) ټول ادبي آثار ولولو او د هغو له مخې په مجموعي توګه د لیکوال یا شاعر د آثارو او افکارو پېغام ځانته معلوم کړو،ځکه چې دا کار ډېر وخت او پوره مطالعې ته اړتیا لري،خوکه د همدغه مطلوب شاعر یا لیکوال د ژوند او فن په هکله تر سره شوې کره کتنه ولولوپه لږ وخت کې د هغه د آثارو او افکارو په هکله په ډېرڅه پوهېدلای شو.
په عامه توګه یوه خبره د یادونې وړ ده او هغه دا چې نقد خپل ځانته اصول او ټاکلي معیارونه لري او همدغسې نقد کوونکی خپلې ځانګړنې او مواصفات لري، که نقد د خپلو ټاکلو اصولو او معیارونو له مخې وشي او که په کره کتونکي(ناقد) کې هغه مواصفات چې ورته لازم دي،موجود وي، په دې صورت کې نقد ګټور او د نقاد کار ارزښتناک دی.د نقاد څوځانګړتیاوې او مواصفات دادي:
۱ – نقاد باید د علم، پوهې او بصیرت خاوند وي.
۲ – هیڅ ډول تعصب ونلري.
۳ – د عدل او انصاف خاوند وي.
د نقد کوونکي لپاره د علم او پوهې ضرورت ځکه ډېر احساسېږي چې که هغه لومړی د خپل مسلک ( نقد) په اړوند پوهه ونلري او له اصولو او معیارونو څخه یې خبر نه وي اوهم په ادب او په هغو پورې مربوطو فنونو باندې ونه پوهېږي، نقد یې نیمګړی او علمي ارزښت نه لري، بلکې یو شخصي احساس اونظرګڼل کېدای شي.
کره کتونکی باید د تعصب، کینې، بدبینۍ او کرکې له مخې د یو ادبي اثر نقد ته اقدام ونه کړي. هسې نه چې د نقد ټول اصول او معیارونه له یوې مخې هېر او د خپل شخصي تعصب او غرض له مخې پر یو اثر د ناوړه (بد) حکم وکړي، بلکې هغه باید د اثرټولې خواوې هغسې وښایی څنګه چې حق وي. خپل شخصي ذوق ،سیاسي عقاید دې یوې خواته کېږدي او بیا دې په نقد لاس پورې کړي.
ناقد باید د کره کتنې په وخت کې له پوره عدل او انصاف څخه کار واخلي، هسې نه چې د خوشبینۍ او بېلابېلو اړیکو له مخې له ادب او لوستونکي سره او یا د بدبینۍ او شخصي غرض پربنسټ له ادیب سره خیانت او زیاتی وکړي. نقاد دې په هیڅ صورت کې د انصاف او عدالت تله له لاسه نه لرې کوي.
هرکله چې په نقاد کې دغه پورتني او داسې نور لازم مواصفات موجود وي او د نقد د علمي معیارونو له مخې یې خپله دنده په سمه او مناسبه توګه سرته رسولې وي په واقعیت کې له لوستونکی او هم له ادیب سره مرسته کوي. له لوستونکي سره یې مرسته داده چې د اثر د اصلي پېغام او محتوی ترڅنګ ورته د هغې اثر خامۍ او خوبۍ هم په ګوته کوي. او له ادیب سره دا مرسته کوي چې د هغه پام خپلو خامیو او نیمګړتیاو ته ور اړوي او هغه بیا مجبور او مکلف دی چې د خامیو او کمزوریو د لرې کولو او د خپل فن د پیاوړتیا او لوړتیا هڅه وکړي.
ادب هم د نورو فنونو په څېر د ښه والي او غوره والي لپاره ځانګړي معیارونه لري او که هرڅوک هرڅه پرته له دې چې ځانګړی اومنلی معیاریې په نظر کې ونیسي، ټولنې او خلکو ته د ادب په نوم وړاندې کړي، دا کار په مجموع کې له ادب سره زیاتی دی. د ادبي کره کتونکو دنده ده چې کره او ناکره آثار یو له بله بېل او د یو ادبي اثر خوبۍ او کمۍ لوستونکی ته په ګوته کړي.