د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خوشحال خان خټک آثار

اېمل افغان 04.05.2010 16:05

څېړونکو د خوشحال خټک د آثارو شمېره ډېره زیاته ښوولې ده، خو هغه آثار چې معلوم دي په لاندې ډول ښوول کېږي:
۱ – کلیات: د خوشحال خټک له آثارو څخه ډېرمشهور اثر د ده کلیات دی، چې د ده د خپلې وینا له مخې یې په ۱۰۹۵ ه ق کال کې د بیتونو شمېره تر څلویښتوزرو اوښتی، خوشحال ویلي دي:
د دیوان که مې بیت بیت سره حساب کړې
ترڅلویښت زره به تېرشي په دا کال
څنګه چې خوشحال تر ۱۱۰۰ ه ق کال پورې ژوندی و، نو ضرور به د ده د اشعارود بیتونو شمېر نور هم زیات شوی وي او د استاد کامل په وینا د ده د کلیات د اشعارو شمېر سړی د ۴۰ – ۴۵ زرو بیتونو تر منځ ګڼلای شي. د ده په کلیات کې، قصیدې، غزلې، رباعي، قطعې، مخمس، مسدس، معشر، ترکیب بند، ترجیع بند، مثنوي، ترکیب بند ذوالقافیتین او نور پیدا کولای شو.
په دې کلیات کې عشقي، دیني، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي، انتقادي ، تاریخي ، واقعاتي رویدادونه او نور ګڼ مضامین پیدا کېږي. د ده کلیات د ده د فکر او هنر هینداره ده ، د خوشحال کلیات تر اووه ځلو زیات چاپ شوی دی.
۲ – فراقنامه: د خوشحال په آثارو کې د ډېر ارزښت وړ کتاب د ده فراقنامه ده، چې په ۱۰۷۵ ه ق کال یې د رنتهبور په کوټ کې له وطنه لیرې د قید و بند په حال کې نظم کړې ده.
په فراقنامه کې غزلې، قصیده ،قطعې، رباعي ، فردونه شته او ډېره برخه یې د مثنوي په شعري قالب کې نظم شوې ده. د موضوع په لحاظ په دې کتاب کې ګڼ اجتماعي، انتقادي ، رندانه ، عارفانه، د وطن دوستۍ ، اخلاقي مضمونونه ، د هغه زمان سیاسي مسایل او نورې خبرې بیان شوې دي.
د فراقنامې انتقادي اړخونه ،چې د وخت سیاسي پېښو ته کره کتنه کوي، د ډېر اهمیت وړ دي، خوشحال په دې کتاب کې د وخت پرپاچا اورنګزیب دا ډول انتقادونه کړي دي:

پلار تړلی پاد شاهي کا
سل ناحقه ګمراهي کا
د دا دخواهو زر آهونه
لور په لور او جاړ ملکونه
سکه وروڼه قتل کړي
ده یې مال ګنجونه وړي
د سکه وراره عورته
په ستم کړه فضیحته
زر نا سازې زر فساده
دم وهه له عدل داده
په دا هومره قباحت
دم وهه له شریعت
په دا هومره رسوایۍ
دم وهه له پارسایۍ
الحذر له دې زمان
الامان له دې سلطان
دا باد شاه نه دی بلادی
چې راغلی په دنیا دی
د خوشحال د قید او بند د دورې ټول شعرونه د خاص سوز لرونکي دي او د شاعر رواني حالت ، له وطنه او خپلو خلکو د لیرې والي در دونه ټول په دې شعرونو اغېزه لري.
دلته باید دا خبره هېره نه کړو،چې د خوشحال د قید او بند د دورې ټول شعرونه په دې کتاب کې نه دي راغلي، د قید او بند د زمان ډېر نور شعرونه یې په کلیات او نورو آثارو کې هم شته، فراقنامه په کابل او پېښور کې چاپ شوې ده.
۳ – دستار نامه: د خوشحال په آثارو کې بل ډېر مهم اثر د ده دستار نامه ده. د پروفیسورمحمد نواز خان طایر د یو بیان مطابق دستار نامه د شرق د کلاسیکو آثارو د درې څلورو ډېرو مشهورو کتابونو په قطار کې د درېدو حق لري. دستار نامه هم خوشحال خان په ۱۰۷۶ ه ق کال د رنتهبور په کوټ کې تالیف کړې ده.
دستار نامه دوه بابه لري چې په یو باب کې یې شل هنره او په بل کې یې شل خصلته ښوولي دي. د خوشحال په نظر دا هغه هنرونه او خصلتونه دي، چې د یوه ملي مشر لپاره لازمي شرایط ګڼل کېږي.
د خوشحال دستارنامه په پښتو نثرلیکل شوې ده، ځای ځای یې د خوشحال خپل اود نورو شرقي شاعرانو پارسي شعرونه هم د خپلې ادعا د ثبوت د پاره پکې راوړي دي.
د خوشحال د جاندارۍ نظریه او د ښوونې اصول او نور ډېر مهم د اجتماعي ،فلسفي ارزښتونو لرونکي مسایل پکې بیان شوي دي. د ستار نامه هم په کابل او پېښور کې چاپ شوې ده.
۴ – منظومه بازنامه: د بازونو او ځینو نورو ښکاري مرغانو د ساتنې ، تداوۍ او پر هغو د ښکار او نور دې ته ورته مسایل یې په دې اثر کې بیان کړي دي. دا کتاب خوشحال خټک په ۱۰۸۵ ه ق کال په رستم نومی ځای کې نظم کړی دی. بازنامه یې د پښتو مثنوي په قالب کې ویلې ده، خو د ده ځینې غزلې هم ورسره ملې دي. بازنامه په کابل او پېښور کې چاپ شوې ده.
۵ – پارسي منثوره بازنامه: خوشحال د باز او باز دارۍ او په مجموع کې د ښکار ډېرشوق درلود.
له همدې امله ده د پښتو منظومې باز نامې ترڅنګه پارسي بازنامه هم لیکلې ده.
دا بازنامه په پارسي نثر ده، د خوشحال د پارسي بازنامې یوه خطي نسخه په کابل کې کشف شوه. د خوشحال پارسي بازنامه د همدې نسخې له مخې په کابل کې چاپ شوې ده.
۶ – فالنامه : د خوشحال دا منظومه رساله تر وروستیو کلونو پورې ځانګړې نه وه چاپ شوې او د خوشحال له نورو آثارو سره ګډه راغلې وه. ښاغلي حبیب الله رفیع دا رساله د خوشحال له آثارو رابېله کړه او په مستقل ډول یې چاپ ته آماده کړه،چې په وروستیو کلو کې په پېښور کې چاپ شوې ده. په دې منظومه رساله کې د فالونو او فال ایستلو خبرې راغلې دي.
۷ – فضل نامه: خوشحال خټک دا مثنوي په ۱۰۸۹ ه ق کال کې بشپړه کړې ده. د استاد کامل مومند په عقیده د دې کتاب له لیکلو د خوشحال مقصد دا دی، چې یو طالب العلم په آسانۍ سره ضروري دیني او فقهي مسایل او احکام زده کړي.
په دې کتاب کې ډېر زیات دیني او فقهي مسایل په ډېره اسانه او قریب الفهم طریقه بیان شوي دي، فضل نامه په پېښور کې چاپ شوې ده.
۸ – طب نامه : دا هم د خوشحال خټک یو منظوم اثر دی، چې د زاړه طب له اساساتو سره سم یې د ځینو ناروغیو د علاج مسایل پکې بیان کړي دي. د دې منظومې ځینې نظمونه د خوشحال په کلیات کې هم شته ، طب نامه په کابل او پېښور کې چاپ شوې ده.
۹ – بیاض : خوشحال خټک دا اثر په پښتو نثر کښلی دی، خپل او د خپلې کورنۍ ځینې حالات یې پکې بیان کړي دي، دا اثر تاریخي ارزښت لري. د خوشحال بیاض په مستقل ډول نه ده لیدل شوی اونه چاپ شوی دی. مګر د هغه لمسي افضل خان د بیاض مضامین په تاریخ مرصع کې راوړي دي.
۱۰ – ځنځیرۍ : د پښتو لیک دود دا شېوه خوشحال خان ایجاد کړې ده. په وروستیو کلونو کې د خوشحال ځنځیرې لیکدود،ښاغلی حبیب الله رفیع له ډېرو تشریحاتو سره را برسېره کړ او په کابل او پېښور کې د ځانګړي اثر په توګه چاپ شو.
۱۱ – سواتنامه : د خوشحال خان په دې اثر کې د سوات او د سوات د سفر حالات راغلي دي. خوشحال دا کتاب د مثنوي په قالب کې نظم کړی دی. په سواتنامه کې جغرافي، سیاسي ، اقتصادي، کلتوري، انتقادي او ادبي مسایل بیان شوي دي کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي د خوشحال سواتنامه د اجتماعي اصلاحاتو هینداره بللې ده او مرحوم استاد دوست محمد خان کامل مومند ویلي دی چې د افکارو، مضامینو، ژبې او دبیان د انداز له پلوه سواتنامه د خوشحال د لوړې پایې ادبي اثر دی او د خوشحال له بهترینو آثارو څخه ګڼل کېږي.
سواتنامه په پېښور او کابل کې څلورځله چاپ شوې ده.
۱۲ – پارسي دیوان : د خوشحال د آثارو په خطي او چاپي نسخو کې د ده ځینې پارسي قصیدې،غزلې او نور اشعار هم راغلي دي، چې دا ګرده اشعار که سره را ټول شي، نو د ده د پارسي اشعارو دیوان ځینې جوړېږي. د خوشحال د پارسي اشعارو یوه غټه برخه مرحوم سید رسول رسا په ارمغان خوشحال کې چاپ کړې ده. په دغو لوړو یادو شویو دوولسو کتابونو سربېره محققانو د خوشحال په آثارو کې فرخنامه،آینه ،هدایه او نور هم یاد کړي دي. خودا کتابونه تراوسه نه دي لیدل شوي د دغو نه لیدل شویو کتابونو ترڅنګه محققانو ځینې نور آثار کشف کړي، چې خوشحال ته یې د تالیف او ترجمې نسبت شوی دی. ځینو بیا دغه نسبت ته د شک په سترګو کتلي دي.

ماخذ:
د پښتو ادبیاتو تاریخ