د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ادبیات د ژان پل سارتر په نظر کې

اېمل افغان 12.08.2010 10:06

ژان پل سارتر(۱۹۸۰ – ۱۹۰۵) د فرانسې نامتو لیکوال او فیلسوف، بالاخره د هربل فاني انسان په شان له نړۍ نه سترګې پټې کړې، لېکن د ده اثار او افکار لا تر اوسه ژوندي پاتې دي او د تاریخ په شعورکې به ترډېره وخته خوندي پاتې شي. په نړۍ کې د سارتر د آثارو لوستونکي ډېر زیات دي او ښایي، چې زیاتره لوستونکي به یې هغه کسان وي، چې د ده له وینا څخه خوند اخلي، خو موافقه ورسره نه کوي.

آیا لوستونکی رومان د دې لپاره لولي، چې هغه کټ مټ رښتیا ګڼي؟

لېکن سارتر یوازې ناول لیکونکی نه دی، بلکې دی کره کتونکی او تر هرڅه د مخه یو فیلسوف دی. دده په کړنه او وینه کې ډېر مثبت ارزښتونه شته او ولې به نه وي؟

د سارتر یو قهرمان وایي: ډېر وخت کېږي، چې موږ مړه شوي یو،فقط له هماغه وخته ، چې نور د چاپه درد نه خورو.
سارتریو متعهد لیکوال دی، اما پخپله بڼه. بشر او د هغه آزادي د ده د افکارو په هسته کې واقع شوي دي. د ده د اخلاقو عمده پرنسیپ د دې وینا پر محور باندې چورلېږي: انسان هغه څه دی، چې دی یې له خپل ځانه جوړوي یعنې انسان ته د دې امکان ورپه برخه دې، چې له خپل ځان څخه هغه څه جوړ کړي، چې غواړي یې.څرنګه چې سارتر د نړۍ او ټولنې عیني قوانین په حساب کې نه راولي له همدې امله په پای کې سارتر د ذهني ایډیالیستانو په صف کې درېږي. سارتر بېځایه هڅه کوي،چې اګزیستنسیالېزم د مارکسیستي فلسفې په مرسته پرپښو ودروي.

د دې خبرې اثبات به ډېر مشکل وي، چې له سارتر څخه ولې سارتر جوړشو، ښایي چې سارتر به ادعا کړې وي، چې ما پخپله له خپل ځان څخه سارتر جوړ کړی دی، لېکن په دې خبره کې فقط څو فیصده حقیقت شته دی به وايي، چې انسان د انتخاب حق لري او کولای شي له امکاناتوڅخه په استفادې سره خپل ځان له خپلو هدفونو او ارمانونو سره عیار کړي، لېکن پوښتنه داده، چې څومره اوڅنګه؟

که له یوې خوا علمي جهانبیني پرسارترباندې د میخانیکي ډټرمنېزم له تطبیقولو سره موافقه نه کوي، له بلې خوا فرد ته بې حد او حصره آزادي هم نه قایلېږي، اوس به یوه شېبه د سارتر پرژوند پېښو باندې توقف وکړو.

ژان پل سارتر(Jean Paul Sartre) په ۱۹۰۵ میلادي کال په پاریس کې دنیا ته راغی. په دوه کلنۍ کې د خپل پلار د شفقت له سیوري نه محروم شو. مور یې د خپل پلار کره ولاړه او سارتر همغلته د مورني نیکه ( شارل شوایتزر) تر روزنې لاندې ونیول شو. د سارتر مورنی نیکه د نامتو(البرټ شواتیزر) تره و.

سارتر په یوه شتمنه بورژوا کورنۍ کې د کتابونو په منځ کې لوی شو. دی د کوچنیوالي د ژوند په باره کې خپله انطباع داسې څرګندوي: ما هېڅکله د مالکیت احساس نه دی کړی، ځکه چې کله به د نیکه په کور کې وم او کله به د پلندر کره اوسېدم، په خپل کور کې هېڅ وخت نه یم اوسېدلې، زما د ژوند اړتیاوې به نورو پوره کولی.

څه موده وروسته ، کله چې ده د خپلو آثارو د خپرولو له لارې پېسې لاسته راوړې هغه به یې بې درېغه خرڅولې، دی لیکي هېڅکله د شتو خاوند نه شوم، خود تنګلاسۍ ستونزې مې نه دي لیدلې دا چې سارتر ولې د بورژوایي ژوند څخه بېزاري ښودله د ده په داستانونو(د یوه رئیس کوچنیوالو) او (کانګه) کې څېړل کېدای شي.

ده لا په اته کلنۍ کې رومان ته ورته لیکنې کولې، په اولس کلنۍ کې یې د یوه بل ملګري(پل نیزان) په مرسته یوه مجله چلوله ، چې نوم یې و( بې نومه کوچنۍ مجله).

په ۱۹۲۹ کې له (Ecole Nor male Superior) څخه فارغ شو. د ده د تحصیل په دوره کې د( د کارت) په راسیونالېزم(دعقل اصالت) باندې حمله وکړه، له نړیوالې دوهمې جګړې څخه دمخه سارتر د فرانسې په ولایاتو کې د سرښوونکي په توګه وظیفه اجرا کوله.

په ۱۹۳۱ کې سارتر د غیرعقلي فلسفې خواته خپل تمایل وښود او هغه یې په ادبي او فلسفي لیکنو کې منعکس کړ.دوه کاله وروسته برلین ته ولاړ او هلته یې د جرمني فیلسوفانو په تېره د (هوسرل (Husserl او (هایدګر(Heidegger له آثارو سره اشنایي پیدا کړه او له هغه ځایه یې د پېښپوهنې (Phenomenology) او اګزیستنسیالېزم (د وجود اصالت) فلسفې له ځانه سره د سوغات په توګه راوړې او په فرانسه کې یې خپرې کړې.

د سارتر لومړنۍ ادبي او فلسفي هڅې د خپروونکیو له هرکلي سره مخامخ نه شوې، څوتحقیقي آثار یې بې اثره پاتې شول. د (شکست) په نوم اثریې له (شکست) سره مخامخ شو او د (باریونا)په نوم ډرامه یې په تراژیدیک ډول له چاپه پاتې شوه، لېکن سارتر پتېیلې وه، چې له ځان څخه ایډیال سارتر جوړ کړي او په پای کې به ښايي، چې بریالی شوی وي.

په ۱۹۶۴ کې د نوبل د ادبي جایزې مستحق وګڼل شو، خو ده دغه جایزه ونه منله او ویې ویل ، چې دغه جایزه د بورژوازي د ایډیالوجۍ د خپرولو په خدمت کې ده.

که څه هم سارتر د داستان لیکونکي او فیلسوف په توګه زیات شهرت لري، خو ده په سیاسي فعالیتونو کې هم ونډه اخیستې ده. په دوهمه نړېواله جګړه کې سارتر جبهې ته ولاړ او د فاشیستانو له خوا ونیول شو. په ۱۹۴۱ کې له بنده خوشې شو او د ( مقاومت په نهضت) کې داخل شو او له ځینو فرانسوي خپرونو سره یې په پټه همکاري کوله. په ۱۹۴۵ کې یې له رسمي وظیفې نه استعفا وکړه، څو په آزادانه توګه خپلې نظریې خپرې کړي. په ۱۹۴۸ کې سارتر د دوو تنو همفکرانو په ملګرتیا ( انقلابي دیموکراتیکه ټولنه ) جوړه کړه ، خو په دې وخت کې سیاسي استقطاب(Polarization) د فرانسې ملت داسې تسخیر کړی و، چې د منځنۍ طبقې روشنفکرانو لاره پکې نه شوه خلاصولی.

په ۱۹۶۷ کې د نړۍ د سوله خوښوونکو له خوا په ویټنام کې د امریکې د امپریالېزم د جنایتونو په هکله یو بین المللي محکمه جوړه شوه او ژان پل سارتر د دې محکمې د رئیس په توګه وټاکل شو او ورپسې یې د (عام قتل) په نامه یوه مقاله خپره کړه. په همدې کال کې (فیدل کاسترو) ده ته بلنه ورکړه، چې په کیوبا کې په یوه کولتوري کانګرس کې ګډون وکړي. د دغه بلنه ومنله ، خو د روماتېزم ناروغتیا سارتر ته موقع ور نه کړه، چې په نوموړي کانګرس کې ګډون وکړي. په پای کې د سولې ، آزادۍ او هستۍ دغه ستر فیلسوف د څلور اویا کلنۍ په عمر د تل لپاره رخصت واخیست.

د بریتانیا دایره المعارف د ژان پل سارتر د سیاسي او خصوصي ژوند په باره کې لیکي، چې ده په ۱۹۴۹ کې د جمهوري دیموکراتیک جمعیت(The Republican Democratic Rally) په نامه سیاسي ګوند تشکیل کړ، خو په ۱۹۵۲ کې د دغه ګوند له سقوط وروسته دی کمونستانو ته ورنژدې شو. په ۱۹۵۴ کې سارتر شوروي اتحاد، سکاندیناویا، افریقا، د امریکې متحده ایالتونو او کیوبا ته سفر وکړ او په دې وروستي هېواد کې د قهرمان په توګه استقبال شو، په ۱۹۶۷ کې دی د برټر انډرسل( د ویتنام د جګړې د جنایتونو ټریبیونال)، چې په سټاکهولم کې دایر شوی و، د رئیس په توګه وټاکل شو، دغه غوښتنه وکړه، چې شوروي اتحاد دې له شمالي ویتنام سره پوځي مرسته وکړي.

بریټانیکا د ده د خصوصي ژوند په باره کې وايي، چې سارتر له بورژوايي واده سره مخالفت کاوه او له همدې امله یې له پېغلې(سیمون دوبورا) سره یوځای د ملګرتیا ژوند پیل کړ.(سیمون دوبوار) په یادښتونو کې د تحصیل له دورې نه د پینځمې لسیزې ترمنځنیوکلو (یعنې تقریبا پینځه پنځوسو) پورې د سارتر د ژوند محرمانه پېښې لیکلې دي. ده پخپله هم پخپل اثر(کلمېThe Word) کې د ماشومتوب اتوبیو ګرافي کښلې ده. دغه اثر په ډېر عالي او ممتاز سبک لیکل شوی دی او د نوبل ادبي جایزه یې وګټله.

ماخذ:
ادبي څېړنې