د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترڅوبه په خپلو وینو سره یو؟

اېمل افغان 25.05.2010 14:49

درنو لوستونکو! هره ورځ چې موږ د خپل هېواد موجوده حالاتو ته ګورو یوه ورځ یې له بلې نه بد تره ده ،چې په هېواد کې مو د بې ګناه هېوادوالو وینې توېږي او په نتیجه کې په سلګونه کورنۍ د غم په ټغر راټولېږي،چې د خپلو اولادونو په مرګ باندې ژاړي او د اوښکوپرځای یې د سترګونه د وینو سیلابونه روان شول.
خوکله چې بیا موږ د افغان حکومت کارونه او په څنګ کې یې نړېواله ټولنه ګورو، دا بې مانا دیموکراسي یې د مظلومو هېوادوالو لپاره په لاره اچولې ده، چې نه یې په موږ کې پت پرېښودو او نه هم عزت او نه هم څوک کولای شي، چې له خپل ځان او خپلو حقوقو نه په کلکه دفاع وکړي، هغه په داسې ډول سره چې نن ورځ زموږ په وران اوپه کنډوالوبدل شوي هېواد کې د واک پرګدې باندې داسې کسانو منګولې لګولې دي، چې له سره یې په مغزو کې د دې فکر اوپلان نشته او نه په کې پخوا وه، چې څنګه نور زیاتي د افغانستان د غه بحران ته د پای ټکی کېدي اوپه څنګ کې یې مظلومو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو وکولای شي له دغه موجوده غم او نا خوالو نه نور په امن او امان کې شي.
له بلې خوانه چې بیا موږ د هېواد په دننه کې ګورو، چې د بې ګناه هېوادوالو او د ښارونو په ګڼه ګوڼه کې چاودنې ترسره کېږي او د پاکو او غریبو هېوادوالو وینې بې ځایه توتېږي ،چې هغه بیا هم د دغو مشرانو له خوانه ترسره کېږي، چې یا به چاورته په حکومت کې ونډه نه وي ورکړې او یا به له موجوده ادارې نه شړل شوي وي نو څرګنده شوه، چې په دغسې ناځوانه مرګونو باندې همدوي په خپله لاس پورې کوي او هېواد او هېوادوالو ته په میلیونونه ډالره مالي اوځاني تاوانونه اړوي.
خوزموږ دهېوادوالو بیا ټوله ګیله له موجوده ادارې او لوړپوړو چارواکونه رازي، هغه چارواکي چې نن ورځ یې د یوې چوکۍ پرځای پرڅلورو چوکیوباندې لاس ایښی دی، چې دوي ولې په دې باندې په دا لسو کلونو کې ونه توانېدل چې دغه حالات ته یې نور زیاتې د پای ټکی ایښی وایې اوپه څنګ کې یوه سالمه اوپه کارپوه اداره راغلې وایې ،چې د هرهېوادوال خبرو او غوښتنو ته یې نن ورځ غوږ ایښی وایې دوي چې په دا لسو کلونو کې ونشو کولای، چې خپل هېوادوال د مرګ له کندې نه وژغوري نو له دې نه به وروسته څوک ورنه د دې څه هیله او تمه وکړي چې دوي د سولې په مشورتي جرګې باندې اوس کار کوي دغه کار یې ولې یو څلور کاله مخکې نه کاوو چې نن ورځ ورسره دا فکر او احساس راپیدا شو ولې به دومره بې ګناه هېوادوال په هرولایت کې په مرګ باندې رسېدل خو په هرصورت چې دا جرګه اوس د دوي ښې پایلې ولري او نور په راتلوونکي کې دغو ناځوانه او بې مانا مرګونو ته د پای ټکی کېدي.
دا چې هېوادوال یوځل بیا اوس په دې باندې خوشحاله کوي، چې موږ به تاسو د مرګ نه نور وژغورو کشکې چې اوس په دغه جرګه کې افغان حکومت له خپلو یو دوه یا درې چوکیو او یا له نورو غوښتنو نه مخالفو ډلو ته اوس تېرشي او د دغې جرګې په اخیرکې یې ورته ورکړي ترڅو هغوی هم له دغسې بدو اعمالو نه نور لاس په سر شي او خپل حکومت او هېوادوالو ته د ورورې لاسونه ورکړي او په ګډه سره په دغه اداره کې خپل کار ته دوام ورکړي.
دا خو ټولو هېوادوالو لوستو او نالوستو ته څرګنده ده ،چې دغه مخالفې ډلې خو به هم يو څه په دغه موجوده حکومت او د حکومت په مشرانو کې وینې چې دوي په دغسې ناوړه اعمالو باندې نن ورځ لاس پورې کوي. چې په نتیجه کې یې د افغان حکومت وضعیت هم خراب کړی دی او خلکو هم له حکومت نه فاصله پیدا کړې ده او هیڅ څوک نه غواړي، چې له دغه حکومت سره په پراخه سینه باندې کار وکړي ځکه دا خو اوس ټولو ته ثابته شوه، چې معامله په کوم ځای کې ده او حکومت په کومو کارونو باندې مصروفه ده، چې دا کارونه هیڅ د ملت په ګټه نه دي د ملت لپاره د کار زمینه برابرول ضروري دی د هغوی لپاره امن ضروري ده او د هغوی د زده کړې غم باید وخوړل شي ترڅو خلک وکولای شي د حکومت باور یوځل بیا لاس ته راوړي او په پوره ډاډ سره هرڅوک وکولای شي خپلو کارونو ته اوږه ورکړي.