د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هنر تعریف

اېمل افغان 06.08.2010 19:39

هنرد ټولنیزشعوراو بشري فعالیت یوټاکلی شکل دی، چې واقعیت(Reality) په هنري ایماژونو کې منعکسوي او په استتیک ډول سره د نړۍ د پېژندنې او انځورونې وسیله ده.
هنر د ایستتیک فعالیت او د ټولنیز شعور یو خاص شکل دی هنر عیني واقعیت (ټولنیز ژوند او طبیعت) منعکسوي او انسان (دده کاراو باطني جهان) ته خاصه پاملرنه کوي حیوانات، نباتات، غرونه، درې، سیندونه همدارنګه د انسان په لاس جوړشوي شیان په هنر کې یوازې هغه وخت اهمیت پیدا کوي، چې له چاپېره نړۍ سره د انسان استتیکه رابطه څرګنده کړي.
په ګرافیک بڼه د ژوند انعکاس د هنر عمده ممیزه ده، ځکه په دې وسیله هنر له ساینس او فلسفې څخه بېلېږي. علم او فلسفه جهان د مفهومونو او مقولو له لارې څېړي، لېکن بشریت نه شي کولای، چې د جهان په برخه کې یوازې په علمي پوهه باندې بسنه وکړي. انسان د ژوند د پوهېدلو او ثبتولو لپاره له نورو وسیلو څخه هم کار اخلي، داسې وسیلې، چې د طبیعي پدیدو له تحرک او روښانتیا سره مرسته وکړي.دا د هنر وظیفه ده، چې ژوند په مجرده توګه نه ، بلکې په مشخصو انځورونو کې ترسیم کړي.
ځینې بورژوا تیوریستان ادعا کوي،چې هنر په اصل کې ذهني دی او هغه کولای شي انسان د تجربې له ارزښتونو سره په مشخصه بڼه اشنا کړي، په داسې حال کې چې ساینس د عینیت هغه اړخونه او اړیکې څېړي، چې کمی بڼه لري او د اندازه کولو وړ دي. د دې خبرې نیمګړتیا څرګنده ده، د هنر او ساینس ترمنځ توپیر په دې کې نه دی، چې هنر ذهني او ساینس عیني پدیدې څرګندوي، بلکې د دوی توپیر په میتود کې دی. دا خبره چې وایي د هنرمند په اثر کې د تجربې له ارزښتونو سره مشخصه او مستقیمه اشنایی پیدا کېږي، کافي نه ده. هنر مند دې ته اړ دی، چې د تجربې منطقي اړخ هم درک کړي، د شیانو او پېښو ترمنځ دننه روابط او متقابل عملونه او د هغو ماهیت په ژوره توګه وپېژني.
د دې پورتني مطلب د زیات توضیح او رنګینولو لپاره به د ایوګیني وینوکوروف د مضمون (درې اړخیزه نړۍ) څخه یوڅو پرګرافه نقل کړم: دغه مباحثه، چې ساینس زیات اهمیت لري که آرټ، بې معناده. انسان ته عقل او هنري غریزه دواړه بښل شوي دي،دغه دواړه (علمي او هنري) عناصر د نړۍ د پېژندلو لپاره مطابقت کوي او یو تربله مغایرت نه لري.
د دغو دوو ترمنځ یوه سرحدي کرښه پرته ده، مګر د هغو ترمنځ خلیج نشته، لکه چې یو چا په دې برخه کې ډېره مناسبه خبره کړې ده او ویلي یې دي: کله چې جذبات د ساینس پرمخ رڼا واچوي له ساینس څخه شعر جوړېږي. اما شعر هم د ساینس په شان صحت او استحکام درلودلی شي. رښتینی هنرمن همېشه له دې سره علاقه لري، چې کلمې پرخپل ځای استعمال کړي. دی یو مبتذله کلمه اخلي او قرینه ورته تیاروي، یا داسې تاب ورکوي، چې له هغې څخه د نوي ژوند سپرغۍ پورته شي، د شاعر فکر د موسیقۍ او تصور په شان دی.
شعر هغه نقاشي ده، چې حرکت هم لري او داسې موسیقي ده، چې په کلماتو کې نغښتل شوې ده. شاعر یوازې خپله عقیده ښکاره کوي وعظ نه کوي.
د ټولنیز شعور دیوې بڼې په توګه د هنر ممیزه د هغه د موضوع په هنري ډول سره د واقعیت د څرګندولو اوپه ټولنه کې د ټاکلو دندو د سرته رسولو په واسطه ټاکل کېږي، که چېرې د هنر دغه درې توکه په اورګانیک او استتیک ډول سره واوډل شي د هنر اصلي ممیزه به پکې څرګنده شي. د هنر موضوع پراخه ده، لېکن انسان او د ده فعالیت د هنر اصلي زړي ګڼل کېږي.
په ساینس کې د یو واقعیت عیني خصوصیات څېړل کېږي، خو په هنر کې واقعیت د هنرمند له انطباعاتو سره اړیکې پیدا کوي او هماغه د (وینوګروف) خبره، چې جذبات او عواطف د واقعیت پرمخ رڼا اچوي. په هنري آثارو کې د هنرمند باطني انطباع منعکسه کېږي. هنرخپله موضوع له انسان، ټولنې او چاپېریال څخه انتخابوي او له همدې امله د هنر غنا نه تمامېدونکې ده، د علمي او تخنیکي انقلاب په پیل کې ځېنې هنرمندان له دې اندېښنې سره مخامخ شول، چې د هنر موضوع به پای ته ورسېږي او یا به داسې ابتذال حد ته ورسېږي، چې شاعر به د طبیعت د ښکلا پرځای د کار خانې کرغېړن مخ او شنې ډډوزې او د ماشین زلفې ستایي. تجارتي ژوند او کپیټالېزم به انساني عواطف ترپښو لاندې کړي او ماشیني ژوند به د هنر ماڼۍ ولړزوي.
انګرېز لیکوال (جان رسکین Jhon Ruskin) عقیده درلوده، چې له هنرڅخه به مزخرف شی جوړشي او ښکلا به په بدرنګه کېدلو محکومه شي، د (رسکین) د انتقاد انګېزه هیومانیستي وه، خو ده نه شو کولای، چې د تاریخ د تکامل دورنما درک کړي.ده فکر کاوه، چې بشر به د تل لپاره د کپيټالېزم په نظام کې ژوند کوي، نو له دې امله یې د یو زیات شمېر بورژوا روشنفکرانو په شان د رجعت او په شاتګ لاره خوښه کړه او هڅه یې کوله، چې د (ژان ژاک روسو) په شان بېرته ځنګله ته پناه یوسي. (رسکین) توصیه کوله، چې موږ باید بېرته د ماضي غېږې ته پنا یوسو او د هنري دورو لومړني ارزښتونه را ژوندي کړو.
د کپیټالېزم په سباوون کې یو شمېر نورو متفکرینو هم وېره درلوده، چې هنر به ووژل شي (هیګل) دې نتېجې ته رسېدلی و،چې د هنرنقش ختم شوی دی. د (۱۸۷۰ ) کلو په شاوخوا کې چې د رومانتېزم لمرپه ډوبېدو شو او د ناتورالېزم لمر نوی څرک وهلی و د هنر ورځ ګډه وډه ښکارېده.(نیچه) چې هنر په بحران کې ولید پخپلو کترو او نیشخندو یې لاس پورې کړ. د هغې دورې هنر... د ژوند له متافیزیکي تحت الشعور سره اړیکې وشلول. پرهنر باندې د مهلکو زهرو په شان یو سوړ انټلکچولېزم وپاشل شو.
(اوسوالدشینګلر) به ځونانو ته توصیه کوله، چې په شعر، هنرونو او معرفتپوهنه پسې نور ونه ګرځي، ځکه چې دا چټي او بې ګټې شیان دي.
(تودرویانو) پخپل اثر(دهنرسقوط) کې یادونه کوي،چې د هنر د زوال او اضمحلال پوښتنه همېشه هغه وخت را ولاړېږي، کله چې د یوډول هنر طبیعي عمرپای ته ورسېږي او یا یې تخنیک زوړ شي، لېکن واقعیت دادی همدا چې د هنر یو ګل مړاوی کېږي د بل ډول هنر زړي راټو کېږي او په دې ترتیب د هنر سمسوره نړۍ هېڅکله له ګلانو څخه نه خالي کېږي.
(ماري ژان ګویو) وایي، چې ښکلا هېڅکله نه مري، بلکې یوازې خپل ځای بدلوي او د زمانې په غېږ کې رنګا رنګ څېرې ښکاره کوي.
د(ګویو) په نظرساینس نه یوازې دا چې هنر ته زیان نه رسوي، بلکې بالعکس د خپلو کشفیاتوپه برکت د هنر قلمرو ته لا نوره پراختیا هم ورکوي. په نتیجه کې بېرته خپلې پخوانۍ خبرې ته راځو، چې د هنر موضوع نه تمامېدونکې او ډېره پراخه ده، که اجازه وي په دې ځای کې به د شاعر خبره وکړو، چې وایي: ساینس د ژوند لپاره ډوډۍ برابروي او هنر یې شراب ورتیاروي.
اوس به د یوې شېبې لپاره د هنر دوهم ټوک وڅېړو او هغه دا چې هنر واقعیت په استتیک ډول منعکسوي او له همدې امله له ساینس سره توپیر لري. هنرمن پخپل اثر کې خپل احساسات، عقیده، ارزوګانې، تخیل او شخصي انطباع هم څرګندوي، لېکن ساینسپوه ترکومه ځایه، چې د خپلې څېړنې په ساحه کې کار کوي فقط د عیني واقعیت د تحلیل په لټه کې دی.
البته ساینسپوه یوازې له تحلیل څخه کار نه اخلي، بلکې واقعیتونه سره ترکیبوي هم، لېکن دده ترکیب د هنرمند له ترکیب سره جوت توپیرلري. ساینسپوه هماغومره ترکیب کوي، چې تحلیل کړی یې دی، نه زیات نه کم، لېکن هنرمند ته مجاز دی، چې د جنرال دوګول پوزه د خپلې طبیعي اندازې په نسبت اوږده رسم کړي. په دې کار سره ښايي هېڅوک هم کارتونیست ته جزا ورنه کړي. شاعر کولای شي د سترګو پرځای( نرګس) ووایي، خو که ساینسپوه د سترګې پرځای نرګس شرح کړي د لېوني ګومان به پرې وشي، صرف نظر له دې چې ښایي د یو شمېر خلکوژوند له تباهۍ سره مخامخ کړي. حتی موږ کله کله د هنرمند اواز اورو په معنایې هم نه پوهېږو، چې لېکن بیا هم ورته ناست یو او علاقه لرو، چې بیا بیا یې واورو. د موسیقۍ یوه نغمه څه معنا لري؟ که د ساینسپوه په خبره ونه پوهېږو ارږمي باسو او غواړو، چې ډېر ژر صحنه پرېږدو. د معشوقې ښکلی مخ، چې شاعریې په ستاینه نه مړېږي که د ساینسپوه په مایکروسکوپ کې وکتل شي عجیبې لوړې ژورې به پکې ولیدل شي.
نتیجه څرګنده ده، چې هنرمند او ساینسپوه یوډول کار نه کوي همدغسې ښه ده، تنوع د ژوند مالګه ده. راغلو د هنرمند ټولنیزو وظیفو او اجتماعي رسالت ته، د بورژوازي نړۍ، هنرمند له التزام او تعهد څخه معاف کړی دی، حتی ځینې په دې عقیده دي، چې تر ټولو بد هنرمند هغه دی، چې ملتزم شوی وي.
د(ایوګیني وینو کروف) خبره، چې: شاعر یوازې خپله عقیده ښکاره کوي وعظ نه کوي د دې معنا نه لري، چې د شاعرپه عقیده کې به ټولنیز ارزښتونه نه وي پراته. د هنرمند په اثر کې هرومرو ټولنیز ارزښتونه شته، چې ځېنې یې مستتر دي. هنرمند تبلیغ کوي، مګر نه د مبلغ په بڼه، بلکې د یوه هنرمند په حیث په ډېره هنرمندانه توګه، دې له خپل داستان څخه نتیجه ګېري نه کوي، لېکن نتیجه یې څرګنده ده او دده خبرې بې نتیجې هم نه دي، حتی نڅا او موسیقي هم د انسان په سایکالوجۍ باندې خپل ارزښتونه شیندي او بي التزامه یې نه پرېږدي. سربېره پردې چې هنر، د خلکو هنر، د خلکو ایستتیک غوښتنو ته ځواب وایي د واقعیت د څرګندونې، د خلکو د روزنې او د اخلاقي، سیاسي، فلسفي او نورو پرنسیپونو د ښوونې په لاره کې پخپله هنري بڼه خدمت کوي. رښتینی هنر له خلکو څخه نه لېرې کېږي، د خلکو لپاره دی او له خلکو سره دی، دا یو داسې کار دی، چې پای نه لري.