د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ ښوونه او روزنه

اېمل افغان 11.04.2010 14:43

په دې کې شک نشته ،چې افغان ځوانان د تاریخ په اوږدو کې د جګړې له لاسه د زده کړې له لوی نعمت نه هم محروم پاتې شول. چې د دغه وروسته پاتې علتونه نن ورځ ټول په جګړې پورې تړلي دي،چې له یوې خوانه مو په هېواد کې جګړه روانه ده او له بلې خوانه مو ښوونځي د دښمنانو له خوانه په بې رحمانه ډول د اور د لمبوښکار کېږي او ځوانان مو بې زده کړې شول ، دې ته اړشول چې خپل هېواد پرېږدي اوپه پردیو هېوادونو کې خپل ژوند اختیار کړي،چې له یوې خوانه د پردیو د کلتور او یرغل لاندې راغلل اوله بلې خوانه څوک ورته په ښه سترګه هم نه ګورﺉ.

هغه ځوانان چې زموږ په هېواد کې نن ورځ خپلې زده کړې کوي هغوی بیا دا شکایت کوي او وایې چې موږ په ښه شان سره تربیه نه شولولکه څنګه چې زموږ حق وو.

هغه په دې مانا چې په هېواد کې موږ مسلکي ښوونکي نلرو او که یې لروهم په ډېره کمه پیمانه سره چې هغه هم اکثره په خارجي مؤسساتوکې کارکوي او دغه کومه اندازه تنخواوې چې نن ورځ ورته د پوهنې وزارت ټاکلې دي په دې باندې د هغوی ورځنې اړتیاوې نه پوره کېږي نو بالاخره هغوی مجبوره دي چې په مؤسساتو کې کاروکړﺉ.

لس کاله کېږي،چې د پوهنې وزارت همدا نارې او سورې وهي او وایې چې موږ به د ښوونکو تنخواوې لوړې کړو او هغوی ته به یوه یوه نمره ځمکه ورکړو خو تراوسه په دې اړه باندې هېچا کوم جدي اقدام ونکړو چې له یوې خوانه دوي هم خپلې ژمنې پوره کړې وایې او له بلې خوانه ښوونکي هم خوشحاله شوي وایې.

اوس دې د ښوونې او روزنې وزارت او په څنګ کې د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه له خپل ځانه سره وکړي چې زموږ د هېواد اکثره شتمن خلک خپل اولادونه بیا یې په شخصي ښوونځیو کې یې شاملوي او په څنګ کې یې بیا غریب هېوادوال هماغه زاړه معارف ته پاتې دي اود دې وس نلري چې په خپلو اولادونو باندې عصري زده کړې وکړي . د دوي په نظر سره به په شخصي ښوونځیو کې درسونه ښه وي خو زه بیا وایم چې د پوهنې له وزارت سره چې کوم امکانات او نړیوالې مؤسسې مرسته کوي دوي ولې په دې باندې نه توانېږي چې خپلې زده کړې او خپل ښوونکي نور هم پیاوړي کړي ترڅو وکولای شي چې شخصي ښونځیو ته ماتې ورکړي او هم خلک دې ته زړه ښه نکړي چې خپل ماشومان په شخصي ښونځیو کې شامل کړي.

خو کله چې بیا موږ شخصي ښونځیو ته ګورو هم یې ورباندې کار ښه ده او هم یې ښوونکي منظم دي او په ډېرو کمو امکاناتو سره یې د هېواد معارف ته ماتې ورکړې ده.

او له بلې خوانه چې بیا زموږ اکثره ځوانان د لوړو زده کړو لپاره د کانکور ازموینه ورکوي د ازموینې په نتیجه کې هغوی هغه نمرې نشي وړلای کومې چې نن ورځ ورته د لوړو زده کړو وزارت ټاکلې دي نو هماغه ده چې زموږ اکثره ځوانان بې نتیجې اعلان شي، چې له یوې خوانه یې یو کال وخت ضایع شي او له بلې خوانه له هغوی سره دومره امکانات نشته چې دوي لاړشي په شخصي پوهنتونونو کې بېغرد کانکور له ازموینې نه په هره فاکولته کې یې چې زړه وي داخله واخلي ترڅو دوي وکولای شي دغه نیمګړې زده کړې پوره کړي خو یو کار بیا د زده کوونکولپاره په شخصي پوهنتونوکې دا ښه ده چې بیا دغه د کانکور ازموینه د خدای فضل ده شته خو ولې په څنګ کې یې بیا ناکامي نشته.

نو د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت لپاره پکارده چې په هېواد کې دلوړو زده کړو نورې دولتي مؤسسې په لوړ کیفیت سره جوړې کړې ترڅو موځوانان د زده کړې له لوی نعمت نه برخمن شي او له بلې خوانه مو په هېواد کې بېسوادي مخ په ختمېدو شي.

که چېرته د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت دغو ټکو ته جدي پاملرنه ونکړې نو د هېواد د ځوانانو ژوند به نور هم د زده کړې په اړه له تباهې سره مخ شي غریب به نور هم غریب شي او ماړه به ټنډ شي.