شاته

د تجارتي کشیدګیو پر مهال، د چین صدر شي جن پنګ د یورپ په دوره روان دی

د چین صدر شي جن پنګ راروانه د اتوار/یکشنبې په ورځ د یو شپږ ورځېني سفر په مقصد یورپ ته ځي چې دا د ۲۰۱۹ کال راهېسي، هغه براعظم ته د نوموړي وړومبی سفر دی.

په دې دوره کې به د چین صدر فرانس، صربیا او هنګري ته ولاړ شي. دا سفر يې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د یورپي اتحاد سره د چین د تجارت په سر، او همدا راز د روس نه د چین د حمایت په سر کشیدګۍ په زیاتېدو دي.

ځیني څېړونکي وايي، په داسې حال کې چې احتمال لري د اوکراین جګړه او د حماس او اسرایل شخړه هم په دې لړ کې یاده شي، خو د چین صدر به په دې لټه کې وي چې د خپل سفر په ترڅ کې وړومبی په تجارتي مسئلو خبرې وکړي او د بوداپسټ او بېلګراډ سره د بجېنګ نږدې تعلقات لا پسې مضبوطه کړي.

په ټایوان کې د نشنل ډونګ هووا یونیورسېټي د چین-یورپي اتحاد د تعلقاتو یوه څېړونکې تسوسا انا فېرنکزي وایي: "دې ته په کتلو چې یورپ غواړي د هغه څه په باب پلټنه وکړي کوم چې یې د چین غیرمنصفانه تجارتي عمل یې بولي، [یورپ ته د صدر شي دوره] داسې یو سفر دی چې غواړي د چین په ضد د یورپي اتحاد لخوا د سختو تجارتي اقداماتو د مخنیوي په خاطر استعمال کړی شي."

فيرنکزي وي او اې ته په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل، صدر شي جن پنګ امید لري صربیا او هنګري ته په تګ سره دا وښایي چې که څه هم ګڼ شمېر ملکونه د بجېنګ په مشرۍ د "چین او مرکزي او مشرقي یورپ د همکارۍ" په نوم منصوبې څخه ځانونه وباسي، مګر چین بیا هم په مرکزي او مشرقي یورپ کې ځانله اثر رسوخ لري.

د تېرې میاشتې راهېسي، یورپي اتحاد د څو چینایي پیداوارو په اړه پلټنې پیل کړي چې هغو کې د ګرین یا صفا انرجۍ پیداوار او امنیتي سامانونه شامل دي. همدا شان یې د چین لخوا د طبي سامانونو د اخېستو په اړه هم څېړنې شروع کړې دي.

همدا شان یورپي یونین تېره هفته د فېشن د چینایي کمپنۍ شین په اړه د خوندیتوب ضابطې سختې کړې او د ټېک ټاک په خلاف یې هم د ډېجېټل سروسز اېکټ په بنیاد رسمي کاروایي پیل کړې ده.

بجېنګ څو څو ځله په ځينو سېکټورونو کې د خپل ډېر زیات قابلیت په باب د مغربي ملکونو فکرمندۍ بې بنیاده ګرځولي او له یورپي اتحاد یې په کلکه غوښتي دي چې "په مختلفو بهانو دې د چینایي کمپنیو پسې بې مقصده کاروایانې او محدودیتونه بند کړي."

مګر په دې فکرمندیو باندې د بجېنګ د نیوکو باوجود، فرانس د چینایي چارواکو سره په ملاقات کې په دې ټینګار کړی چې یورپي ملکونو ته په کار ده خپل تجارت د چین سره توله کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00