شاته

د هسپانیې یوې ټاپو سره نږدې د کښتۍ چپه کیدو پیښه کې ۵۰ کډوال ورک شوي

په هسپانیې کې مطبوعاتو ویلي چې د کډوالو یوه کښتۍ د اتلانتیک په سمندر کې چپه شوې چې له کبله یې ۵۰ کډوال په اوبو کې تري تم شوي او چارواکو لږ تر لږه نهه تنه ژوندي ژغورلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا کښتۍ د هسپانیې په جنوب کې د کنري ټاپو څخه تقریباً ۶۰ میله لري په سمندر کې په بل مخ اوښتې ده.

د هسپانیې د سمندري ژغورنې ملي خدماتو ادارې ویلي چې د پیښې ځای ته یې وروسته تر هغې هیلوکوپټرې د خلکو د ژغورلو لپاره واستولې چې یوې سوداګریزي کښتۍ دویته د کډوالو د کښتۍ چپه کیدو په هکله خبر ورکړ.

دې ادارې ویلي چې نهو ژغورل شویو کسانو د چپه شوې کښتۍ پورې ځانونه نښلولي و چې هیلوکوپترو ژغورلي دي.

د هسپانیې دولتي خبري اژانس په هوایي ډګر کې د ژغورل شویو کډوالو له خولې ویلي چې په کښتۍ کې ۶۰ تنه سپاره و او تقریباً نهه ورځې یې په سمندر کې تیرې کړیدي.

ژغورل شویو کډوالو ویلي چې کښتۍ یې د لرګیو جوړه وه او د شنبې په ورځ په سمندر کې دننه د ستونزو سره مخ شوه.

د هسپانیې چارواکو ندي ویلي چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره و او د ساحلي ګارډ د پولیسو څانګې هم تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

د هسپانیې دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې ژغورل شوي ټول کډوال د افریقا د لویې وچې هیوادونو اتباع دي خو دا یې ندي ویلي چې هغوي د کښتۍ دا خطرناک سفر له کوم هیواد څخه پيل کړی.

د لویدیځې افریقا د هیوادونو څخه لس ګونه زره خلک د بې وزلۍ، جګړو او بې ثباتۍ له کبله هر کال کوښښ کوي چې په همدې خطرناکو لارو ځانونه هسپانیې ته ورسوي.

اکثریت دا کسان په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیر نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هیوادونو څخه د هسپانیې په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیې خاورې ته داخلیږي.

پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مري.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې لومړۍ نیټې څخه د روانې اپریل میاشتې تر ۱۵ مې پورې ۱۶۶۲۱ کډوال په کښتیو کې دې هیواد ته ورغلي دي پداسې حال کې چې تیر کال ۱۱۶۸۱ کډوال دې هیواد ته په کښتیو کې ورغلي و.

فورم \ دبحث خونه