د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان حکومت ناکامي په څه کې ده؟

اېمل افغان 15.04.2010 11:20

په هېواد کې د امنیت په نه راتلو او د اداري فساد په نه ختمولوسره باید دا ناکامي نړېوال ځواکونه اوهم افغان حکومت په خپل ځان اوس ومني ، چې نن ورځ ورسره دوي مخ دي او د بې ګناه هېوادوالو وینې هره ورځ په افغانستان کې بې ځایه توېږي. چې له یوې خوانه د هېواد د مشرانو نوم هم په دې سره بدېږي او بد شوی هم ده. او له بلې خوانه هېوادوال هم د مرګ کندې ته لوېږي او نور مالي اوځاني تاوانونه چې غریبو هېوادوالوته هره ورځ اوړي دهغو خو له سره چا حساب ونکړو او نه کېږي. او نه چا پوښتنه وکړه، چې موجوده چارواکي له ملت نه دا پوښتنه وکړﺉ او ورته ووایې چې په کوم وزارت ، ولایت او یا ولسوالۍ کې له تاسونه چا رشوت واخیستو؟ او د څه شي په بدل کې؟ او ولې یې دا کار درسره وکړ؟ او تاسو ولې دې ته غاړه کېښوده، چې هغوی ته مو د کار په بدل کې یو څه ورکړل، نه د دې پوښتنه هېڅ کله هم په دا لسو کلونو کې چا ونکړه ، چې په یو څوکسانو باندې چې په اداري فساد تورن دي سرونه پرې کړي وایې چې نن ورځ د نورو فساد ګرو لپاره د عبرت یوه لاره وایې او چا زړه نه وایې ښه کړې چې رشوت یې اخیستې وایې او نه هم د لیکوالانو د لیکنې په سرکې دغه بېکاره کلمه ذکر شوې وایې.
زه د یو هېوادوال په صفت سره دا وایم، چې دغه چاودنې ،ځان وژنې او اداري فساد چې زموږ په هېواد کې نن ورځ روان دی، د دغو ستونزو په اړه باید افغان حکومت او په څنګ کې یې نړېواله ټولنه نور سم غور وکړي، هغه په دې مانا چې دغه نا امنې چې نن ورځ د افغان حکومت د مخالفینو له خوانه را پیدا کېږي، نو په دې اړه باندې افغان حکومت او په څنګ کې نړېوال باید په دې پوره پوره پلټنه وکړﺉ او په دې وتوانېږي، چې د خپلو دښمنانوسره یوې ښې پایلې ته ورباندې ورسېږي. او دهغوی غوښتنو اوپوښتنو ته هم ځواب ورکړي. هغه په داسې ډول سره چې په موجوده اداره کې ورته ونډه ورکړل شي اوپه ګډه او په یوه نظر سره هېوادوالو ته کار وکړي ترڅو دغې غملړلې پښې ته د پای ټکی کېدي.
دا خو ټول ولس مني او د زړه په غوږونو باندې د هرې چاودنې غږ زموږ مشران هم اوري چې دغه بې مانا چاودنې نن ورځ څوک کوي؟ او دغه خلک له حکومت نه څه غواړي؟ چې په دغسې بېکاره عمل باندې یې نن ورځ لاس پورې کړې ده؟
دا د هېواد هغه مشران دي ،چې په موجوده اداره کې ورته چا برخه نه ده ورکړې او نه ورته چا په ښه سترګه کتلي دي، نو باالاخیره دوي د هېواد د دوښمنانو په اشاره او لمسون سره په دغسې اعمالو باندې لاس پورې کړې ده. چې هم یې د افغانستان امنیتي وضعیت خراب کړی او هم یې په ټول هېواد کې وېره اچولې ده او هېڅ څوک زړه نه ښه کوي چې په ډاډه زړه سره د افغانستان ولایتونو ته د خپلو کارونو لپاره سفر وکړي او له بلې خوانه زموږ ملي تجاران خپلې سرمایې په کار واچوي چې له یوې خوانه مو ځوانان په کارونو باندې مصروفه شي او له بلې خوانه مو هېواد د پرمختګ په لور روان شي.
کله چې بیا موږ د هېواد په دننه کې نړېوال ځواکونه ګورو او په څنګ کې افغان حکومت نو خلک یې بیا په دې باندې ملامتوي او وایې، چې زموږ حکومت ولې دوي ته د ښارونو نه د باندې نظامي هډې نه جوړه وي، چې دوي هره ورځ په دا تنګ او لنډ ښار کې له لسګونو موټرو سره ګرځي، ځکه که جګړه ده او یا نورې کومې مهمې ستونزې دي هغه ټولې په سرحداتو کې دي او له هماغه ځای نه د هېواد مخالفین هېواد ته را داخلېږي ،چې په نتیجه کې په نړېوالو ځواکونو باندې چاودنې ترسره کوي دوي باید هغه ځایونه کنترول او وڅاري ترڅو اصلي منبع د دوي معلومه کړي نه چې د وزیراکبرخان او شهرنو په تنګو سرکونو باندې دوي تصویرونه واخلي او خپل ساعت تېرکړي.
هرڅومره چې ژر کې کېږي باید حکومت ملت ته کار وکړي او د ملت نارې دې هم په خپلو غوږونو کې ونیسي او د ملت پوښتنو او غوښتنو ته دې هم ځواب ووایې.ترڅو له یوې خوانه دغه نا امني نوره په هېواد کې له منځه لاړه شي او له بلې خوانه حکومت هم یو ځل بیا د ملت باور او زړونه لاسته راوړي. او هېواد وال هم په خپل هېواد کې په آرامه خپل ژوند ته دوام ورکړي.