د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کره کتنې هدفونه او وظیفې

اېمل افغان 20.08.2010 13:50

لکه څرنګه چې دکره کتنې له ډولونو او معیارونو څخه څرګندېږي، د کره کتنې عمده هدفونه دادي، چې یو ادبي اثر له مختلفو اړخونو څخه ارزیابي کړو او وګورو، چې نوموړی اثر ښه دی که بد، کره دی که ناکره، ښکلی دی که بدرنګه ، خوندور دی که بېخونده، ګټور دی که زیان رسوونکی، نوښت لرونکی دی که مبتذل او داسې نور.

په لرغوني یونان کې دوه ډوله هدفونه متداول وو. د اپلاتوني کره کتنې هدف داو، چې د ادبي اثر اخلاقي ارزښتونه وڅېړي او هغه اثر، چې اخلاقي ښېګڼې پکې نه وي نغښتل شوې مردود وګڼي.

د دې پرخلاف د ارستويي کره کتنې هدفونه دوه اړخیزه وو. لومړی دا چې شعر د خپل آهنګ او وزن او همدارنګه د خپل جوړښت په لحاظ یو خاص کیفیت ایجادوي، چې پر لوستونکیو او اورېدونکیو اغېزه ښندي. همدا نظر وروسته د (کانټ) په فلسفه کې د ایستیتیک قضاوت په بڼه څرګند شو او د نګه هنر د تیورۍ لپاره یې لاره هواره کړه.

دوهم دا چې (ارستو) ادبیاتو په تېره ډرامې ته د(Catharsis) یعنې په اصطلاح د زړه د غوټې د خلاصولو د وسیلې په سترګه وکتل او د اروایي کره کتنې بنسټ یې کېښود. پردې اساس (ارستو) ادب د نفس د تزکیې او د زړه د تصفیې او نفساني تهذیب وسیله ګڼي. همدغه نظر وروسته د (فروید) په ارواپوهنه کې د تصنعید(Sublimation) په نامه مشهور شو.د(فروید) په عقیده ادب ړندې غریزې، چې منشا یې جنسي غریزه ده په تصفیه شوې او صیقل شوې بڼه د لوړو انساني ارزښتونو خوا ته رهنمایي کوي.

همدارنګه د ( ارستو) د تقلید نظریه په داسې ډول تعبیرېدای شي، چې ادب د ژوند هینداره دی او هغه څه، چې په هینداره کې انعکاس مومي کټ مټ پخپله شی نه دی. انسان له تقلید څخه خوند اخلي، خو د تقلید موضوع ته باید د ایډیال په خم کې رنګ ورکړشي اود طبیعي حالت په نسبت زیات ښکلی، رنګین او خوندور شي.

په هر صورت،(ارستو) د اعتدال د فلسفې پلوي دی، همېشه د مختلفو اړخونو ترمنځ تناسب په نظر کې نیسي.

د مثال په توګه دی د تراژیدي د قهرمان په باره کې وایي، چې هغه نه باید، چې ډېر پرهېزګار یا ډېرجنایتکاروي، بلکې یو عادي انسان دې وي. د ده دلیل دادی، چې په تراژیدي کې خلک له قهرمان سره مینه پیدا کوي، نو که پرهېزګار په مصیبت اخته شي ښايي د خلکو زړونه له تقوی څخه تور شي او که پر جنایتکار باندې د چازړه وسوځي او مینه ورسره پیدا کړي په دې کار باندې خلک د جنایت خوا ته تشویق کېږي. له دې امله د تراژیدی قهرمان باید له معمولي خلکو څخه انتخاب شي او هغه د یوې اشتباه په اثر د خوشبختۍ له ماڼۍ څخه د بدبختۍ کندې ته ورغورځولی وي.

د ځینو ادبي مؤرخانو په عقیده (ارستو) خپل اثر د (شعرفن (Poetics د (اپلاتون) په ځواب کې لیکلی دی، خو ده مستقیما د خپل استاد نظریه نه ده رد کړې، خو د کنایې په توګه دې ټکي ته اشاره کوي، چې د ادبیاتو هدف یوازې اخلاقي ښوونه نه ده بلکې ادب پخپله یو مستقل ارزښت هم لري.

داسې ښکاري، چې د لرغوني روم په کره کتنه کې د (ارستو) هدفونو ته پوره پاملرنه شوې ده. د روم نامتو شاعر(هوریس (Horace پخپل اثر(د شعر هنر) کې وايي، چې شاعر هم درس ورکوي او هم خلک خوشحاله ساتي. په دې ترتیب ادب او کرکتنه دوه ډوله هدفونه په یوه وخت کې تعقیبوي(لوکریشس) هم د (هوریس) په شان عقیده څرګندوي، چې په شعر کې اخلاقي ښوونې باید داسې ونغښتل شي، لکه ماشومانو ته، چې درمل د خوږو په کپسول کې ورکول کېږي.

ځینې نور کره کتونکي، لکه (پو) او(رمي دوګورمون) په ادبیاتو کې د خوند او ښکلا هدفونه لټوي. د (رمي دو ګورمون) په عقیده د کره کتنې عمده هدف دادی، چې په یوه ادبي اثر کې د هغې ښکلا ته پاملرنه وکړي. د ده په نظر د ګلاب ګل سره څوک د دې لپاره مینه نه لري، چې د هغه عرق د سترګو د درمل په توګه استعمالېدای شي، بلکې په دې لحاظ مینه ورسره لري، چې هغه ښکلی دی او ښکلا پخپله یو مستقل ارزښت لري

د (رمي دوګورمون) همدې نظرته وروسته د نامتو الماني فیلسوف (ایمانویل کانت) له خوا د فلسفې جامه ورواغوستل شوه. د (کانت) نظریه، چې د بورژوازي پرمذاق برابره وه په لویدیزه کپیټالیستي ټولنه کې ډېر ژر خپره شوه او له هغې څخه د ادبیاتو په ساحه کې د (نګه هنر) او د (هنر د هنر لپاره) مفکورې او شعارونه وزېږېدل.

د (کانت) په نظر د انسان په شعور کې سربېره پرمجرد عقل او عملي عقل د معرفت یوه بله وسیله هم شته، چې ښکلاییز( ایستیتیک) قضاوت ورته ویل کېږي. د انساني شعور دغه استعداد د ښکلا د احساس بنسټ تشکیلوي. ذهني ښکلا یېله دې، چې له حیاتي اړتیاوو سره اړه ولري او بې له دې، چې په کومه عملي ګټه متکي وي، د انسان په شعور کې خوند او لذت پیدا کوي او عیني ښکلا له یوه مقیاس سره سم د یوه شي د شکل په تناسب پورې اړه لري، که په ساده ژبه ووایو ښکلا پخپله یو مستقل ارزښت دی، چې منشاء یې اخلاقي ښېګڼه یا عملي ګټه ده، نو له دې امله هنر په عمومي ډول خپل ځانته قلمرو لري او کېدای شي، چې یوازې د ښکلا خوښوونې د احساس د تسکین لپاره په کار واچول شي.

د (کانت) د ښکلاییز قضاوت نظریه د بورژوازي د تبلیغ او پروپېګنډې وسیله وګرځېده، هماغسې چې د (ډاروین) د بقای اصلح مفکوره د ( اجتماعي ډارونیېزم) د پلویانو او فاشیستانو له خوا په ناوړه توګه تفسیر شوه او له جګړې غوښتنې او میلیټارېزم څخه د ملاتړ لپاره استخدام شوه، په همدې ترتیب د (کانت) د ښکلاییز قضاوت تیوري له اخلاقي او ټولنیزو مسوولیتونو څخه د هنر د تجرید او ګوښه کولو لپاره په کار واچول شوه، په داسې حال کې چې نه (ډاروین) د میلیټارېزم پلوي و او نه (کانت) د لاقیدۍ او بې تفاوتۍ طرفدار بالعکس(کانت) له ډېرو سختو اخلاقي اصولو څخه دفاع کوله او وظیفه یې فقط د وظیفې په خاطر مقدسه ګڼله.

له (کانت) څخه وروسته د فورمالېزم مختلف مکتبونه منځته راغلل، چې په هغو ټولو کې یوازې د شکل ښکلا ته اهمیت ورکول کېږي، دفورمالیستي کره کتنې عمده هدف دادی، چې د یوه ادبي اثر شکل او جوړښت وڅېړل شي او پرلوستونکي یا اورېدونکي کې په هغه پورې مربوط انطباعات او کیفیتونه ترمطالعې لاندې ونیول شي. د ځینو په عقیده د کرکتنې وظیفه داده، چې له تخیلي او ریالیستي ضد ادب څخه دفاع وکړي، ځینې نور وايي، چې کره کتنه د لیکوالو لارښوونې ته ویل کېږي،څو په دې وسیله هغوی خپلې اشتباه ګانې تکرار نه کړي. یوه بله ډله په دې عقیده دي، چې د کره کتنې اصلي هدف دادی، چې لوستونکی د ادي اثر له رموزو، دقایقو او ښکلاوو څخه خبر کړي او وکولای شي، چې د ادبي اثرپه ارزښت وپوهېږي.
ادبي مترقي کره کتنه له نورو کتنو څخه په دې کې توپیر لري، چې وروستنی د علمي ټولنپوهنې له مشخصاتو او موندونو څخه استفاده کوي. مترقي کره کتونکي د مترقي لیکوال په شان یوازې د واقعیتونو په څرګندولو بسنه نه کوي، بلکې هغه غواړي، چې په فعال ډول سره د ټولنیزو اوضاعو په بدلولو کې ونډه واخلي. دلته کره کتونکی یو پاسیف نندارچي او بې تفاوته کتونکی نه دی، بلکې د هغه کره کتنه یوه تیوریکي وسله ده، چې د استثمار، استبداد او محکومیت ریښې غوڅوي.

کره کتونکی ټول زهرجن او هرزه واښه د خلکو د فرهنګ له بڼ څخه وباسي او د زیان رسوونکیو بوټو په اېستلو سره د مثمرونیالګیو د ودې زمینه برابروي. کره کتونکی له پوچېزم او بدبینۍ سره مبارزه کوي او نه پرېږدي، چې د پوچېزم آثار په خلکو کې د نا امیدۍ او نهیلۍ تخم وشیندي، ځوانان له ژوند څخه بېزاره کړي او هغوی د مخدره موادو استعمال او یا انتحار ته تشویق کړي.

مترقي کره کتونکی د پوچو او زهرجنو بورژوایي آثارو ناوړه داغونه د ذهن له فضا څخه ردوي او په خلکو کې د مبارزې، مقابلې او مقاومت روحیه پیاوړې کوي. مترقي کره کتونکی ادب له ژوند سره تړي او د ځورېدلیو او ربړېدلیو انسانانو د یووالي او بیدارۍ غږپورته کوي. دی د هغو آثارو په غندنه لاس پورې کوي، چې خلک خوشګذرانۍ او تجملي ژوند ته رابولي او ادب د خلکو له خدمت نه لېرې کوي. مترقي کره کتونکی هیپي ګري رسوا کوي او د ګانګسترېزم او جنایتکارانو شبکې تخریبوي.

دی د ښوونکي په شان د خلکو د شعور او آګاهۍ سطح لوړوي او طبعاً په بورژوا ټولنې کې د بورژوا ادبیاتو طبقاتي خصلت افشا کوي. مترقي کره کتونکی هغه ټول ادبي آثار، چې د پرولتاریا او زیار اېستونکیو لپاره خدمت کوي په مثبت ډول ارزیابي کوي او بالعکس د هغوآثارو منفي اړخونه څرګندوي، چې زیار اېستونکي له یو والي او مبارزې څخه لېرې کوي او د دوی په صفونو کې درز اچوي.

دا کاملاً طبیعي ده، چې مترقي کره کتونکی شکل له مضمون څخه نه جلا کوي او نه شکل ته د بابېزه او بې اهمیته څيز په نظر ګوري. شکل د مضمون داخلي جوړښت او اړیکې او د پدیدو د عناصرو او جریاناتو مختلف اړخونه افاده کوي، مضمون او شکل د یوې پدیدې دوه مختلف اړخونه دي، چې یو له بله نه بېلېږي.

مترقي کره کتونکی که له یوې خوا له فورمالېزم او شکل پرستۍ سره مبارزه کوي، له بلې خوا د سبک، ښکلا، مضمون او شکل تر منځ تناسب هم په نظر کې نیسي.