د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک به د یتیمانو غم وخوری؟

اېمل افغان 17.06.2010 13:21

د هېواد درنو مشرانو! افغان ولس هغه مسلمان،باعذته اوبریالی قوم وو چې د تاریخ په اوږدو کې د هر یرغلګر په مقابل کې سخته جګړه وکړه او د جګړې په نتیجه کې په ډېره مېړانه یې وکولای شول، چې خپل دوښمن ته په هروخت او هرځای کې نه حسابېدونکې ماتې ورکړې ده او له خپل ناموس او وطن نه یې په کلکه دفاع کړې ده او هر یرغلګر یې تور مخ په خپل هېواد سپارلی دی.
خو د جګړې د میدان له ګټلو نه وروسته بیا تر دا نن ورځې پورې زموږ د هېواد مشرانو د هر وخت لپاره د خپلو غوښتنو او د خپلو شخصي ګټو په نظر کې نېولو سره د افغان ولس مېړانه او کوم شهیدان چې دغه ولس په هغه وخت کې د خپل وطن او ناموس د ګټلو لپاره ورکړل هغه یې د پېسو او چوکۍ د ګټلو په بدل کې ورته په سیند لاهو کړل، چې په نتیجه کې مظلوم ولس تل په تش میدان پاتې شوی. او د دوي دا لوی لوی جیبونه ډک شول چې اوس یې ټول هېواد وال په خپلو سترګو دا ښکلې او د نګې ماڼې د ښار په هره مهمه ساحه کې وینې افسوس په هغه جهاد او تبلیغ سره چې زموږ هر رهبر، ملا، انجینر اوډاکټر به د سټیج په سر کولو او تنکي ځوانان به یې د جګړې میدان ته هڅول.
اوبالاخره زموږ ډېری ځوانان د دغې جګړې ښکار شول ،چې اوس یې د اولادونو پوښتنه یو مشر هم ونکړه چې ورته ووایې ای مظلومو یتیمانو ستاسو په کور کې د خوراک لپاره څه شته ، د دواه او جامو پېسې لرې د سرپناه ځای لری او که نه یې لرې موږ مشران خو هغه ده تاسو یې په خپلو غټو سترګو سره وینې چې په داخل او بهر کې مو ستاسو په وینو باندې دنګې دنګې ماڼې ځانته جوړې کړې دي او د خپلو اولادونو ژوند مو د اسمان څوکو ته پورته کړو او چې ترڅو دوي ژوندي وي نوهمدغه سرمایه یې د تل لپاره بس ده.
نه هيڅکله دا پوښتنه د هېواد یو چارواکي هم د تاریخ په اوږدو کې ونکړه چې د هغو مظلومو او بې ګناه یتیمانو غم یې خوړلی وایې د هغوی لپاره یې د کار، د زده کړې او نورې اړتیاوې کومې چې نن ورځ د دوي ژوند یې ورته لري پوره کړې وایې اوله لاس نه یې رانیولي وایې په یو ښوونځي کې یې داخل کړي وایې.
خو ولې هغوی هماغسې چې موږ یې د ښار په ګڼو واټونو کې ګورو زموږ اکثره تنکي ماشومان یا کباړ راغونډوي او یا په نورو داسې کارونو سره اخته دي چې د زده کړې وخت هم ورنه تېرشولو او ژوند یې هم د تباهې سره مخ شولو افسوس د دغو تنکي ماشومانو په حال باندې چې نن ورځ ورسره دوي لاس او ګریوان دي.
دغه ماشومان که چیرته موږ د هغو ماشومان سره پرتله کړو کوم چې د هغوی پلرونه نن ورځ په هېواد کې ښه ژوند لري او یا یې ورته د زده کړې یوه ښه زمینه برابره کړې ده نو د ځمکې او اسمان توپیربه په کې و وینو.هغه په دې مانا لکه څنګه چې دوي نن ورځ خپلو اولادونو ته دومره پاملرنه کړېده همدغسې دې غریبو هېوادوالو ته هم پام وکړي خپل اولادونه خو یې هغه ده موږ یې په رڼو سترګو سره ګورو چیرته چې د نړۍ پرمخ یو ښه د زده کړې مرکز وي نو زموږد مشرانو اولادونه به په کې خپلې زده کړې سرته رسوي.
قدرمنو مشرانو نور زیاتي خو د لیکلو هم څه نه دي پاتې چې سپین کاغذونه درباندې تورکړو، نود خدای نه ویره وکړﺉ اوپاک خدای ته غاړه کېدې توبه وباسې ملت خو به هیڅکله تاسو ونه بخښي او بس کړﺉ همدغه وینې تویول ، د پیسوګټل او د کورونو جوړل مو بس دي، چې د کابل په ښکلي ښار کې مو وکړل ،لږ غوندې د قیامت په اړه هم فکر وکړﺉ چې بیا به څنګه د دغه مظلوم ولس د وینو تویولو ځواب ووایې. هلته خو بیا پیسې او واسطه نشته چې ځان ورباندې خلاص کړې او په ټول عالم اسلام کې به مختورن ولاړیاست په هرصورت سره یو بل ته د ورورې لاسونه ورکړی کار وکړﺉ خپل هېواد اباد کړﺉ بس دی ډېر ځوانان مو د خاورو لاندې کړل ډېرې تورسرې مو کونډې کړې ډېرځوانان مو تر اوسه پورې تر خاورو لاندې ورک دي چې لا چاته یې بېخي معلومات نشته.
که چېرته دا ستونزه همداسې روانه وي نوتاسو هم په دې باندې فکر وکړﺉ چې یوه ورځ بیا ډېره ژر راتلونکې ده، چې بیا به مو نه په دغه هېواد کې دا ماڼې وي ، نه به دا مزې او میلې وي او تور مخ به یو ځل بیا له هېواد نه خپلې پښې سپې کړې او په هغو غرونو او خیمو کې به مو شپې وي لکه څنګه چې لس کاله مخکې وې.