د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر او ادب د الفت په نظر کې

اېمل افغان 16.08.2010 13:32

د پښتو ژبې نقاد لیکوال او متفکر شاعر ارواښاد ګل پاچا الفت، چې د خپل وخت د تحول غوښتونکیو او ریفورمیستانو په لومړي کتار کې درېدلی و، د شعر او ادب له لارې یې د ځوانانو په تنویر کې ستره ونډ اخیستې ده. الفت یو انتقادي ریالیست شاعرو، چې د حاکمې طبقې ارتجاعي څېره یې افشا کوله او د فساد، اختناق او ارتجاع پرضدیې کله علني او کله په رمزي توګه مبارزه کوله، لکه څنګه ،چې(لیف تولستوی) ته د روسیې د انقلاب هینداره ویل کېږي، هماغسې ګل پاچا الفت د خپل ماحول د ټولنیزو جریانونو او مسلطو کولتوري ارزښتونو په منعکسولو کې ستر نقش لوبولی دی.

(تولستوی) د خپل وخت اجتماعي ناروغتیاوې ښې تشخیص کړې دي، مګر نسخه یې د اساسي علاج لپاره په درد نه خوري، همدارنګه الفت د حاکمې طبقې له مخ نه د ریا، تزویر، فساد او ارتجاعي ذهنیت ماسک لېرې کړی دی، خو دده نسخه د (تولستوی) د هغې په شان په ریفورمېزم او تشو اخلاقي توصیو پای ته رسېږي...

(تولستوی) په (۱۹۱۰) کې د اکتوبرله انقلاب نه مخکې مړشوی دی، خو د ده په شاوخوا کې انقلابي نهضت په ډېر قوت سره مخ پروړاندې روان و. همدارنګه الفت د ثور له انقلاب نه مخکې په (۱۳۵۶) کې وفات شوی دی، خو ده هم په افغانستان کې انقلابي نهضتونه پخپلو سترګو لیدلي وو. دوی دواړو له عنعنوي هیومانېزم، یو ډول عرفاني مشرب، پاسیفېزم او اخلاقیت سره مینه درلوده او د مینې او الفت نغمې یې غږولې. په شعر او ادب کې هم د دوی ایډیالونه سره ورته دي. سربېره پردې الفت د ژوند د دقایقو په تفسیر، د رمزونو او سمبولونو په استعمالولو او د فکري دقت او باریکۍ په تمثیل کې له بلژیکي لیکوال(موریس میترلینګ) سره هم ورته والی لري.

الفت ستر شاعر دی، د ده نثر هم په حقیقت کې شعر دی، د پښتوادبیاتو ستر محقق پوهاند حبیبي لیکي: زما د الفت تر منظومې وینا، د ده منثورې ټوټې خوښې دي، دی شاعر او فنان دی. د ده نثر هم شعر دی، خو نظم یې هغسې خوند، ښکلا او هغه جمال لري دی د خاصو افکارو په پرورښت او تصویر کې استاد دی، نوي نوي نکات پیدا کوي، د ژوندانه عمیقو اسرارو ته ملتفت دی، د طبیعت بسیط او پلن ډګر د ده د مطالعې او غایر نظر جولانګاه ده!.

ارواښاد خادم هم د الفت پر اشعارو باندې د یادونې وړ تبصره کړې ده. دی لیکي: اشعار عموما دوه جنبې لري: یوه یې د ژوند او بله یې د خوند ده. د ژوند پلویې حکمت او د خوند پلویې کیفیت دی. ژوند بېخونده کېدای شي، خو خوند بې ژونده نه شي کیدای، مګر د شعر کمال دادی، چې حکمت او لذت دواړه پکې واغږل شي. د الفت په غوره اشعارو کې د کیفیت پله درنه ده او په نورو اشعارو کې یې د حکمت په پلو ډېرکوښښ شوی دی.

البته د ارواښاد خادم د قضاوت وروستۍ برخه له تایید نه مخکې زیاته څېړنه غواړي، ځکه چې (غوره اشعار) تر زیاتې اندازې اجتماعي اړخ لري او اکثریې په یوه یا بله بڼه پرفساد ، بې عدالتۍ، غفلت او د بورژوازي او فیوډالانوپر تجملي ژوند باندې له سختو انتقادونو څخه ډک دي.

اما راغلو دې ته چې الفت شعر او ادب ته په څه نظر ګوري، په دې برخه کې ده پخپله ځینې شعرونه ویلي دي او مقالې یې ورباندې لیکلې دي، په (غوره نثرونو) کې: زه په ډېره نری او باریکه لار لاړم. خدای دې وکړي، چې ډېر باریک بین خلک په دغه لار راشي او په ځيرځير وګوري. ما اوښان نه دي بار کړي زما قافله د مچیو ده، چې د ګلونو له پاڼو نه په هوا څه راوړي او عسل جوړوي. له دې قافلې سره د سبا وږمو خوشبویي بار کړې ده، چې څوک یې په سترګونه ویني، مګر حساس دماغونه یې احساس کولای شي.

هو! زما کار له احساس سردی. زما خریدار باید ډېر حساس وي، یا ډېر حساس شي.

د دې (احساس) معنا څه ده؟ له قرینې څخه څرګندېږي، چې دغه احساس له امپریسیونېزم او د احساس اصالت (سنسوالېزم) له مکتب سره اړه نه لري، دلته د احساس خاوند هغه څوک دی، چې په رموزو او باریکیو وپوهېږي او د موضوع له قشر څخه د موضوع ماهیت او ژورو ته ورننوځي.

الفت کولای شي، چې په ساده طبیعي پدیدو کې د ژوند اسرارکشف کړي، د مثال په توګه په (نوي نسل) کې دی وايي، چې خوشبويي د طبیعي پروسې په نتیجه کې له بخار څخه زېږېدلې ده، خو د دواړو ترمنځ ډېرتفاوت شته. همدارنګه د ده په نظر نوی نسل له زاړه نسل سره دومره توپیر لري، لکه بخار یې چې له عطرونو سره لري. یا دا چې الفت د شفتالو له زړي څخه ډیموکراسي راباسي ضرور نه ده، چې شاعرانه استدلال دې لابراتوار ته یوسو. یه، شاعرانه استدلال له احساس سره اړه لري لابراتواري معاینې ته ځان نه سپاري. د شاعر سپوږمۍ د ساینس یوه سپوږمۍ نه ده. شاعر له ګل سره مینه لري، خو د بوتانیست په شان د هغه له بیو لوژیکي جوړښت او یا طبي خواصو سره علاقه نه لري. شاعر ګل د ښکلا په منظور خوښوي او له هغه څخه د دوا جوړولو په فکر کې نه دی. شاعر د یوه تاجر په شان د باغ د قیمت او خرید او فروش په سودا کې نه دی ډوب، بلکې هغه هلته د حسن او جمال ننداره کوي، راځی دغه خبرې پخپله د الفت له خولې واورو:

شعر د زړه غږ دی او د زړه غږ د منطق له غږ نه ډېر قوي دی. شاعر پوهېږي، چې عقل او منطق، دلیل او برهان په موږ باندې حاکم نه دی، بلکې غرایز او احساسات زموږ رهبري کوي. د همدې لامله هغه له احساس او غریزې سره خپل تعلقات ټینګ ساتي او له زړه سره کار لري... شاعر پوهېږي، چې له نا امیدۍ نه څنګه لذت اخیستل کېږي او غم څنګه خوږوالی پیدا کوي. شاعران لکه ماشومان ډېر ښه ښه خوبونه ویني او په همدغو خوبونو د زړونو تسلي کوي.

که دغه خواږه رویا او ښکلي تخیلات نه وي د ژوندانه تحمل ډېرګران دی. څه شی، چې موږ ته ژوند خوږ او ښه ښکاره کوي، د هغه شي تصور دی، چې په ژوند کې بېخي نشته. تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقایق مه غواړﺉ، د شعر هدف حقیقت نه دی، جمال دی. ښکلا او جمال لکه علم په ټینګ اساس نه دي ولاړ، د علم په دنیا کې په یوڅه پوهېدل خوند لري او په شعر او ادب کې ابهام او ابهام مزه دار وي، دلته سر او راز، پرده او حجاب کمال دی. هلته تشریح، تفصیل، تحلیل او تجزیې ته ضرورت دی...

په دې ترتیب ګورو، چې الفت د ادب په تیورۍ کې د (امانویل کانت) مشهور جرمني فیلسوف نظرته ځان ورنژدې کوي، لېکن په عمل کې الفت د انتقادي ریالېزم له مخکښانو څخه دی. داسې ښکاري، چې د ژوند ناخوالو الفت ته د دې موقع نه ده ورکړې، چې د (عاج ماڼۍ) ته دې پنا ه یوسي. دی شاعر ته توصیه کوي، چې باید له خلکو نه ګوښه شي، لېکن په عمل کې الفت له زیاتو خلکو سره محشور دی او حتی په سیاسي ژوند کې یې فعاله برخه اخیستې ده، په تیوریکي لحاظ الفت مجرد هنر، روحانیت او انزواته میلان لري، خود ژوند شرایطو دغه باریک اندېشه متفکر ماغزه یوازې نه دي پرې ایښي دا درسته ده، چې ښايي الفت به کله کله خلوت در انجمن کاوه او د (یوازې) لفظ د ده لپاره خاصه معنا درلوده ، خو فکر نه کوم، چې ده ته به د یوازېتوب لپاره کافي فرصت میسر شوی وي. هغو کسانو چې د الفت آثار لوستي وي، زما په مطلب پوهېدی شي، خو د نورو لپاره به دا عبارات مبهم وي. لومړی به د ښکلا تیوري د مجرد آرټ په ارتباط وګورو او بیا به(یوازېتوب) وڅېړو.

د (کانت) په عقیده انسان په غریزي توګه له ښکلا سره مینه لري. دغه ښکلا د رنګ، آواز او حرکت په توګه په مختلفو هنرونو کې ځان څرګندوي او ښکلا د ټولو هنرونو ګډ خصوصیت دی. (کانت) ورپسې وایي، چې ښکلا او ګټه بېلابېل شیان دي، دا شرط نه ده، چې ښکلي شیان دې هرومرو ګټوروي. د مثال په توګه د کرم ګل د ګلاب له ګل نه ګټور دی، ځکه چې خوړل کېږي هم، خو هېڅ شاعر تراوسه ښایي په دې نه وي بریالی شوی، چې د کرم ګل وستايي یا مثلا له یوې ښکلې ښځې سره څوک په دې خاطر واده نه کوي، چې له مېړه سره به د پټي په کرلو او رېبلو کې د بدرنګه ښځې په نسبت زیاته مرسته کوي. په دې ترتیب(کانت) داسې فکر کوي، چې ښکلا ځانته مستقل ارزښت لري.