د فرانسې ولسمشر د مذهبي مشرانو سره لیدلي
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ نن په پاریس کې د مختلفو مذاهبو مشرانو سره ولیدل او د یو مسلمان افراطي په لاس د یو عیسوي پادري د وژنې نه پس پیدا شوي حالت باندې خبرې کړي. ښاغلي هولانډ د مذهبي مشرانو سره خبرو کې په هیواد د مذاهبو ترمنځ د یووالي اړه ټینگار کړیدی .هغه ویلي چې د تروریزم سره جگړې دپاره یو شریک هوډ ته ضرورت دی. د پاریس د یو ستر جومات امام دلیل ابوبکر په دې غونډه کې د خبرو په وخت وویل «زه غواړم چې د دې ناستې نه په گټې اخیستو دا ووایم چې فرانسه کې مسلمانان په دې پیښه سخت غمژن دي، مسلمانان دا وخت د د ذهني ناراحتۍ ښکار ده. اسلام د داسې عملونو اجازه نه ورکوي. په یو مذهبي ځای حمله کول د بشریت خلاف کار دی. په فرانسه کې کیتولک عیسویان د پرونۍ حملې نه پس نن هم د ماتم په حالت کې دي. پرون یو نولس کلن مسلمان ځوان چې پخوا هم ورباندې د ترورستۍ تورونه وو، په یوه کلیسا کې دننه د وینا په مهال د یو شپږ اتیا کلن پادري په مرۍ چاړه راکش کړې.حمله کونکی او ملگری ېې وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. دې حملې کې لاس لرونکی عادل کریمچي په کال ٢٠١٥ کې عن د تروریزم په تړاو تور نیول شوی و، حکومت د هغه په لاس کې یو برقي دستبند هم اچولی و چې کړو وړ نه ېې ځان خبر وساتي. هغه د حملې په وخت هم دغه دستبند تړلی و. په تیرو نولس میاشتو کې فرانسه کې قریب درې سترې ترورستي حملې شویدي. چې یوه ېې د کال ٢٠١٥ د جنوري په میاشت کې د چارلي ابدو د مجلې په دفتر شوې وه. بیا لس میاشتې پس یوه منظمه حمله کې ١۴٧ کسان ووژل شو. بیا په دې نیزدو وخت کې یو نفر چې درنه لارۍ ېې چلوله د نیس په ښار کې د یو میلې په جریان کې په خلکو لارۍ وخیژله او په ډزو ېې هم گڼ کسان ووژل.
هغه سړی خوشی کېږي، چې د امریکا پخواني ولسمشر وژلو هڅه یې کړې وه
جان هېنکلې جونیر نومي هغه سړی، چې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ رېګن د وژلو هڅه یې کړې وه، راتلونکې میاشت ۳۵ کاله وروسته د ذهني ناروغانو له یوه مرکزه خوشی کېږي.
افغانستان له روسیې نه جنگي هلیکوپترې وغوښتل
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي افغانستان او روسیه په نظامي، سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلمنځي همکاریو ته پراختیا ورکوي.
مسکو: د امریکایي دموکراتانو ایمیل مو نه دی هک کړی
کرملین د چارشنبې په ورځ هغه ادعاوی رد کړې چې گواکې روسیې د امریکا د متحده ایالاتو د دموکرات گوند ایمیلونه هک کړي دي.
څه لامل کېږي چې ځینې کسان پر وژنو لاس پورې کوي؟
فرانسه کې د ۸۴ کسانو له وژل کېدو څو ورځې نه وې تېرې چې د جرمني کې څلور ځلې بریدونه وشول. خو چارواکي تراوسه نه دي توانېدلي ددغو بریدونو ترمنځ ګډ ټکی پیدا کړي. ایا په دغو بریدونو کې کومه څرګنده ځانګړنه شته چې موږ سره د راتلونکو پېښو خنثی کولو کې مرسته وکړي.
د موګاديشو ځانمرګی بريدګر 'د پارلمان پخوانی غړی و'
'الشباب ډلې' ادعا کړې چې د سوماليا د پارلمان پخوانی غړی د سې شنبه په ورځ پلازمېنه موګادیشو کې د ځانمرګي بريد عامل و. د دغې ادعا له مخې، ۵۳ کلن صلاح نوح اسماعیل یو له هغو دوه ځانمرګو بريدګرو څخه و چې د موګاديشو هوايي ډګر ته په څېرمه بريد کې يې ۱۳ کسان ووژل
ولسمشر اوباما به د ډیموکراتانو په کنوانسیون کې څه ووايي
نن په فلادلفیا کې د ډیموکرات ګوند د مليکنوانسیون درېیمه ورځ ده، ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما به مهم وینا واوري.
افغانستان د برېښنا سترو بندونو جوړولو تړونونه فسخه کړل
د افغانستان دولت وايي له خصوصي شرکتونو سره يې د برېښنا د درو سترو بندونو د پروژو تړونونه فسخه کړي دي. د دغه اقدام دليل د شرکتونو د کار په کیفيت او پرمختګ کې ستونزې او ځنډ بلل شوی.
د سوریې قامشلي ښار کې د داعش ځانمرګي ۴۴ کسان وژلي
د سوریې رسمي تلوېزیون وايي، د هېواد په شمال ختیځه ګردي مېشت قامشلي ښار کې د "اسلامي دولت" ډلې ځانمرګي برید لږترلږه څلور څلوېښت کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستان څخه افغانستان ته د داعشیانود ورتګ مخنیوي غوښتنه
د د فاع وزارت وايي، چې د پاکستان له پوځ یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د ننوتلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د تخار چارواکي: اشکمش ولسوالي مو له طالبانو بېرته ونیوه
د تخار د والي ویاند وايي، دولتي ځواکونو د پوځي عملیاتو پایله کې اشکمش ولسوالي بېرته له طالب اورپکو نیولې ده. سرچینه وايي، عملیاتو کې د طالبانو اتلس کسان وژل شوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ډېرو ساعتونو لپاره دوامداره ټلویزیون ته کېناستل د مرګ خطر ډېروي
یوې نوې څېړنې ښوولې چې له حده ډېر ټلویزیون کتل کولی شي له وخته مخکې د مرګ لامل شي. جاپاني پوهان وایي، د ډېرو ساعتونو لپاره ټلویزیون ته کېناستو سره سږو کې وینه پرڼ کېږي چې د مرګ خطر ورسره ډېرېږي. دوی وايي، کتونکی باید هرساعت یوځل پورته شي او حرکت وکړي.
'پخوانی ولسمشر د مېرمنې ولسمشرې کولو هڅه کوي'
د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن وینا د خپل مېرمنې هېلاري کلنټن په ملاتړ چې ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده ده، ډېره مهمه ده.
د دیموکراټ ګوند هیلري کلنټن ولسمشرۍ ته نومانده شوه
د امریکا د ډيموکراټ ګوند استازو هیلري کلنټن د دغه هېواد د نومبر مياشتې ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نومانده کړه او په دې توګه به هغه لومړنۍ ښځینه نومانده وي چې د امریکا په عمومي ټاکنو کې سيالۍ ته ځي.
هالنډي سړي "د نړۍ تر ټولو جګې ونې لرونکي"
په یوې نوې څېړنې کې ویل شوي، چې د هالنډ نارینه او د لاتویا ښځې د نړۍ په ګردو انسانانو کې د جګې ونې لرونکي انسانان دي. په هالنډ کې د نارینه وو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۸۳ سانتيمترو ته رسېږي، خو په لاتویا کې بیا د ښځو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۷۰ سانتي متره دی.