BBC
 شاته

د دیموکراټ ګوند هیلري کلنټن ولسمشرۍ ته نومانده شوه

هیلري کلنټن Image copyright Getty
Image caption هیلري کلنټن به د پنجشنبې په ورځ رسماً د دیموکراټ ګوند له خوا خپله نوماندي ومني.

د امریکا د ډيموکراټ ګوند استازو هیلري کلنټن د دغه هېواد د نومبر مياشتې ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نومانده کړه او په دې توګه به هغه لومړنۍ ښځینه نومانده وي چې د امریکا په عمومي ټاکنو کې سيالۍ ته ځي.

د دغه هېواد د ۵۰ ایالتونو استازو د سې شنبې ورځې له غرمې وروسته په فلادلفيا کې د ډیموکراټ ګوند په ملي غونډه کې خپله رايه اعلان کړه.

مېرمن کلنټن په هغه وينا کې چې د وېډیويي تماس له لارې غونډې ته خپور شوی، په ټاکنو کې د يوې ښځينه نوماندې تاريخي اهميت ته په اشارې سره وویل: "باور مې نه کېږي چې موږ په هغه ښيښه‌ يي چت کې تر ټولو ستر درز رامنځ ته کړ".

له هغې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن او مشهورې هنرمندې مريل سټريپ وينا کړې وه.

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلنټن د هغه څه په اړه وينا وکړه چې ولې فکر کوي چې د هغه تر ټولو ښه ملګرې هېلري بايد د امريکا ملت رهبري کړي.

"غوره ملګرې"

Image copyright AP
Image caption بیل کلنټن په غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د امريکا متحدو ايالتونو د رهبرۍ لپاره د خپلې "غوره ملګرې" ملاتړ کوي.

هغه په دې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د امريکا متحدو ايالتونو د رهبرۍ لپاره د خپلې "غوره ملګرې" ملاتړ کوي.

هغه په دې غونډه کې هغه کيسه وکړه چې د ۱۹۷۱ په پسرلي کې د حقوقو پوهنځي کې له خپلې مېرمنې سره لومړی ځل وليدل: "ما له خپلې تر ټولو ښې ملګرې سره واده وکړ، موږ له هغه مهاله په ګډه قدم وهو، خبرې کوو او خاندو".

د استازو د رایو له شمېرلو او د لازم نصاب له پوره کولو وروسته، سناتور سنډرز په یوه نمایشي عمل سره مایکروفون واخیست او اغلې کلنټن یې د خپل ګوند له لوري نومانده اعلان کړه.

هیلري کلنټن به د پنجشنبې په ورځ رسماً د دیموکراټ ګوند له خوا خپله نوماندي ومني.

Image caption سناتور سنډرز په یوه نمایشي عمل سره مایکروفون واخیست او اغلې کلنټن یې د خپل ګوند له لوري نومانده اعلان کړه.
Image copyright
Image caption د ورمونټ سناتور خپلو پلويانو ته په وينا کې وویل: "هېلري کلنټن بايد د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکې ولسمشره شي".

د تېرې سې شنبې په ورځ د امریکا فلادلفیا ایالت کې برېني سنډرز د ډيموکراټ ګوند کنوانسيون ته په وينا کې له ډیموکراټانو وغوښتل چې هېلري کلنټن سپینې ماڼۍ ته ورسوي.

د ورمونټ سناتور خپلو پلويانو ته په وينا کې وویل: "هېلري کلنټن بايد د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکې ولسمشره شي".

Image copyright GettyImages

اغلې کلنټن اته کاله وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند د نوماند او اوسني ولسمشر بارک اوباما غوڅ ملاتړ وکړ، همدا وو چې د ګوند د یووالي لامل وګرځېد او اوباما تر سپینې ماڼۍ پورې ورسېد.

Image copyright GettyImages
Image copyright GettyImages
Image caption مریل سټریپ: هیلري کلنټن به د امریکا لومړۍ ښځینه ولسمشره وي، نه وروستۍ هغه

د ډیموکراټانو د کنوانسیون ویناوال:

  • دوشنبې – لومړۍ مېرمنې میشل اوباما، سناتورې الیزابیت ور و سناتور برني سنډرز وینا وکړه،
  • سې شنبې – پخواني ولسمشر بیل کلنټن او د ټرایون مور سیبرینا فولټن وینا وکړه،
  • چارشنبې – ولسمشر بارک اوباما، مرستیال ولسمشر جو بایډن او د ویرجینیا سناتور تیم کېن وینا کوي،
  • پنجشنبې – هیلري کلنټن د خپلې لور چیلسي له خوا معرفي کېږي