د هیلري هغه مسلمان ملاتړی چې زوی یې د امریکا لپاره ووژل شو
نن د ډیموکراتانو په ملي کنوانسیون کې خضر خان هم خبرې کوي، د هغه زوی په امریکايي پوځ کې و او په عراق کې ووژل شو.
غور: ۴۰ کلن سړی نیول شوی، چې له اووه کلنې نجلۍ سره د نکاح ادعا یې کړې
د غور سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه نیول شوی سړی چې ځان ملنګ بولي ادعا کړې چې دا نجلۍ د هغې مور او پلار ده ته وربښلی ده، خو د چارواکو په خبره دا ادعا د نجلۍ کورنۍ رد کړې.
بشارالاسد د سوریایي جنګیالیو د عفوې فرمان ورکړی
د سوریې جمهور رئیس، بشارالاسد د یو فرمان په صادرولو سره په مشروط ډول د دولت ضد جنګیالیو د عمومي عفوې اعلان کړی دی
په شمال کې د غیر مسؤله وسله والو ډلو شمیر له زرو اوښتی
د دایاک مسؤولان وایي د افغانستان په شمال کې د غیرمسؤلو وسله والو ډلو شمیر د تیر کال په پرتله په سلو کې ٥٠ زیات شوی دی.
چاپیریال ساتنه: د ښاري ژوند پر وړاندې پرتې ننګونې
نړۍ کې وګړي په چټکۍ زياتېدو دي، او خلک هم د ژوند وسايلو او اسانتياوو شته والي له مخې په ښارونو کې استوګنې ته مخه کوي.
عراق کې د 'داعش'تر ټولو مرګوني بريد ځای
عراق کې د داعش تر ټولو مرګوني بريد ځای اوس د هغو ۲۹۲ کسانو په زيارت اوښتی چې دا جولای هلته وژل شوي وو.
د عکسونو البوم: وژل شوي پادري ته د درناوي وړاندې کولو مراسم
د فرانسې په شمال نورماندي کې د سه شنبې ورځ په یوه کلیسا کې د یرغمل نیونې او ددې کلیسا د کشیش د وژنې په تړاو د درناوي وړاندې کولو مراسمو انځورونه.
فاریاب کې یوه سړي خپله مېندواره نږور په ډزو وژلې
چارواکي وایي، د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې یوه مېندواره ښځه د خپل خسر لخوا په ډزو وژل شوې او په څنګلوري ولایت غور کې بیا پولیسو یو ۴۰ کلن سړی نیولی چې وایي شپږ کلنې نجلۍ سره یې نکاح کړې.
د انسانانو پزې جراثیمو کې انټي بیوټيک موندل شوي
ساینسپوهان وايي د انسانانو پزه کې د شته جراثیمو له څېړنې یې د انټي بیوټيک درملو یو نوی ډول موندلی دی. کارپوهان وايي، له دغو جراثیمو به 'لګټن' نومي درمل تولید شي، چې وايي د 'سپربګ' نومي انفیکشن یا خوړینتوب درملنې ته به ګټور وي.
افغانستان، پاکستان او ناټو د داعش پر ضد د مبارزې پرېکړه کړې
د افغانستان دفاع وزارت وايي د دوی، پاکستان او ناټو استازو په يوه درې اړخيزه غونډه کې پرېکړه کړې چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې او نورو ترهګر ډلو پر وړاندې ګډه مبازره پيل کړي. ددفاع وزارت وياند دغه ژمنې هيله بښوونکې بللې خو وايي پاکستان بايد عملي ګامونه واخلي
پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د بیرته تگ لپاره جرگې کیږي
په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مشر ډاکټر عمران زیب ، د افغانستان د سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال سره ملاقات کړیدی او د افغان مهاجرینو په مسئله ورسره غږیدلی.ډاکټر عمران زیب آشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې مونږ د پاکستان ټولو صوبایي حکوتونو ته لیکلي دي چې د نومبر د میاشتې پورې دې افغان مهاجر نه ځورول کیږي.هغه مهاجر چې اسناد لري هغه دی د روان کال د اخیرې پورې بیرته افغانستان ته ستانه شي او چې څوک اسناد نه لري هغوي دی د نومبر د پنځلسمې پورې یا ځان رجسټرډ کړي او یا دي بیرته افغانستان ته لاړ شي. ډاکټر زیب دا هم وویل چې د افغانستان دسفیر ډاکټر زاخیلوال سره په دې هم مشوره وشو چې دوي افغان مهاجرینو د مشرانو سره د جرگو دلارې خبرې کوي او دې ته به ېې تشویقوي چې افغانستان کې د دوي د بیرته ابادیدو دپاره شرایط برابر دي او باید خپل اصل ټاټوبي ته لاړ شي.
بي بي سي پښتو نړۍ دا وخت تلویزیوني خپرونه
د بي بۍ سي پښتو ټلوېزیوني خپرونه چې هره ورځ په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.
مرکل: بریدگر مهاجر په جرمني ملنډې وهي
انگیلا مرکل وایي "هغه پناه غوښتونکي چې بریدونه کوي، په هغه هیواد ملنډې وهي چې ورته یې پناه ورکړې ده".
پنیتا: ډونالډ ټرمپ د روسیې ملاتړ کوي
د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) پخوانی رئیس یو وار بیا د امریکا د ولسمشر په انتخاباتو کې پر جمهوري غوښتونکې کاندید ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی چې د روسیې ملاتړ کوي. لیون پنیتا چې مخکې تردې یې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې د رئیس او د دفاع د وزیر په توګه دندې ترسره کړي، دا خبره د ډیموکراټانو په کنوانسیون کې وکړه او یې ویل، ډونالډ ټرمپ زموږ له دښمنانو څخه غواړي چې په انتخاباتو کې د اغېز لپاره د امریکا پرضد انټرنېټي بریدونه او یا استخباراتي هڅې وکړي: "دا یو داسې چا په توګه چې د انټرنېټي بریدونو څخه زموږ د ملت د خوندیتوب مسؤل وم، زما لپاره د باور وړنه ده چې د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید دې دومره بې مسؤلیته واوسي." ډونالډ ټرمپ د هیلري کلېنټن هغو ایمیلونو ته په اشارې چې وايي، ډیلیټ کړي یې دي ویلي، هیله لري چې روسیه وکولای شي دا دیرش زره ورک شوي ایملونه پیدا کړي. کریملین د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ایمیلونو د هک کولو تور رد کړی دی او ویلي یې دي روسیه هیڅکله د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې لاس وهنه نه کوي. د امریکا د فډرالي تحقیقاتو ادارې (ایف.بي.اۍ) د پټو اسنادو په وړاندې د هیلري کلېنټن چلن څېړلی دی، هغه یې ډېره بې احتیاطي بللې ده خو تېره میاشت یې وویل، د هیلري کلېنټن خلاف جرمي څېړنې نه کوي.
جنرال وزیري: داعش ستره ماته خوړلې
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ننګرهار له لارې د کابل په ګډون د افغانستان شمالي او مرکزي ولایتونو ته یې د داعش د فعالیتونو د غځولو پلان شنډ کړی دی.