BBC
 شاته

عراق کې د 'داعش'تر ټولو مرګوني بريد ځای

عراق کې د داعش تر ټولو مرګوني بريد ځای اوس د هغو ۲۹۲ کسانو په زيارت اوښتی چې دا جولای هلته وژل شوي وو. په عراق کې د هغو ۲۹۲ کسانو کورنۍ لا اوس هم وير کوي، چې د جولای لومړيو کې په بغداد کې د داعش په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي وو. د بغداد کراده سوداګريزې سيمې دې چاودنې کې د داعش هر بل يوازيني بريد پرتله ډېر کسان وژل شوي وو. د بي بي سي خبرياله ليز دوسېت په بغداد کې د دې پېښې قربانيانو ليدو ته ورغلې وه.