شاته

بشارالاسد د سوریایي جنګیالیو د عفوې فرمان ورکړی

په سوریې کې د بشارالاسد په مشرۍ رژیم د هغو جنګیالیو لپاره د عمومي عفوې اعلان کړی چې غواړې د دریو میاشتو په دننه کې خپلې وسلې پرځمکه کیږدې او ځانونه دولت ته تسلیم کړي.

د سوریې د دولتي خبري آژانس په حواله د عفوې فرمان د پنجشنبې په ورځ صادر شوی چې پکې د زندانیانو د آزادولو لارښوونه هم شوې ده.

فرمان کې راغلي هغه ډلې چې اسیران خوشې کړي او په یوه میاشت کې ځانونه دولت ته وسپاري له مجازاتو به معاف شي.

د عفوې وړاندیز له هغو پوځي عملیاتو سره هم مهاله کیږي چې په ترڅ کې یې دولت پلوي ځواکونه د حلب په ختیځه څنډه کې جنګیالي په بشپړه توګه محاطره کړي دي.

ښایې دا ګام په سوریې کې د تاوتریخوالو د راکمولو لپاره یوه هڅه وي خو د سوریې مخالف جنګیالي د عفوې حکم یوه تبلیغاتي چلوټي او رواني جګړه بولي.

"د بشر دوستۍ پراخ عملیات"

د روسیي مقاماتو اعلان کړی چې د حلب او ورڅېرمه جنګ ځپلو سیمو له خلکو سره د مرستو په موخه د "بشردوستۍ پراخ عملیات" پیلوي.

د روسیې د دفاع وزیرنړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې د مرستو په بهیر کې ورګډ شي

د روسیې د دفاع وزیرنړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې د مرستو په بهیر کې ورګډ شي

د روسیې د دفاع وزیر جنرال سرګئي شویګو په مسکو کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دغه مرستې به له څو لارو څخه هغو جنګیالیو ته ورسول شي چې لیواله دي له وسلو لاس واخلي.

هغه وویل: "حلب او ددې ښار ورڅېرمه سیمې له بد وضعیت سره مخامخ او له یو بحراني حالت سره نږدې دي. په همدې دلیل د فدراتيفې روسیې د جمهور رئیس د لارښونې پر اساس او د سوریې د دولت په همکارۍ موږ اړتیا لرو چې چې په حلب کې ملکیانو سره د مرستې لپاره د د بشردوستۍ پراخ عملیات پیل کړو."

جنرال شویګو له ټولو نړیوالو سازمانونو چې په سوریې کې کار کوي غوښتنه کړې چې د مرستو پدې بهیر کې ورګډ شي.

په سوریې کې د بشردوستانه مرستو لړۍ په داسې حال کې پیلیدونکې ده چې د سوریې حکومت او د ائتلاف پوځیانو مخالفو وسله والو ترکنټرول لاندې سیمو ته غځېدلې لارې تړلي او له جنګیالیو څخه یې د وسلو د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د کړکیچ له پیلیدو وروسته تر ۲۵۰ زرو ډیر سوریايي وګړي وژل شوي او میلیونونه نور یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.