BBC
 شاته

افغانستان، پاکستان او ناټو د داعش پر ضد د مبارزې پرېکړه کړې

Image copyright

د افغانستان دفاع وزارت وايي د دوی، پاکستان او ناټو استازو په يوه درې اړخيزه غونډه کې پرېکړه کړې چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) او نورو ترهګر ډلو پر وړاندې ګډه مبازره پيل کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري بي بي سي ته ويلي، د دغو خبرو او ناستې موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د دډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پوځي ستونزو مخنيوی دی.

پاکستانۍ ډله چې د پوځ نهه جنرالان په کې شامل دي د سې شنبې په ورځ د خبرو له پاره کابل ته تللي وه، د ناټو غړو هم په دغه ناسته کې برخه لرله.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ويلي، پاکستان د دې تر څنګ چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې به پوځي عمليات کوي د دې ژمنه هم کړې چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته ننوځي.

ښاغلي وزيري دغه ژمنې هيله بښوونکې بللې خو وايي پاکستان بايد په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

همدا ډول جنرال وزيري وويل کوټ ولسوالۍ کې د داعش له ماتېدو وروسته اوس افغان ځواکونو خپل عمليات د هسکې مېنې، اچين او سپين غر ولسواليو ته غځولي دي او په وینا يې په دغو عملياتو کې يې د داعش ډېر غړي او لوړ پوړي قومندانان وژلي دي.

د نوموړي په وينا هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې اډه نه لري او هر څوک چې د افغانستان د ناامنۍ سبب کېږي دوی به يې پر وړاندې مبارزه کوي.

Image copyright NMIC

وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې ژمنه کړې وه چې په راتلونکو اوونيو کې به افغان امنيتي ځواکونه د داعش پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي.

داعش ډله د افغانستان ختيځ په ځانګړي توګه د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې شتون لري او هلته د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

په وروستيو کې دغې ډلې په پلازمېنه کابل کې پر يوه لاريون د بريد پړه منلې وه چې له ۸۰ ډېر کسان په کې وژل شوي وو.