BBC
 شاته

د انسانانو پزې جراثیمو کې انټي بیوټيک موندل شوي

Image copyright SPL

ساینسپوهان وايي د انسانانو پزه کې د شته جراثیمو له څېړنې یې د انټي بیوټيک درملو یو نوی ډول موندلی دی.

دوی وايي دغه جراثیم له یوه بل سره په جګړه بوخت وي. د څېړنې پایلې په نېچر نومي مجله کې خپرې شوې، چې پکې ویل شوي له دغو جراثیمو به لګټن نومي درمل تولید شي، چې وايي د سپربګ نومي انفیکشن یا خوړینتوب درملنې ته به ګټور وي.

د دغه ډول درملو نوی ډول چې ناروغانو ته د ورکړې پړاو ته رسېدلی ۱۹۸۰ لسیزه کې کشف شوې و.

Image copyright Science Photo Library

له هغه وروسته د دغې لړۍ درملو نوی ډول نه دی تولید شوی. له دې مخکې نژدې ټول انټي بیوټيک درمل له هغو جراثیمو تولیدیدل، چې خاورو کې موندل کېږي، خو د جرمني توبینجن پوهنتون کارپوهانو دې لړ کې د انساني بدن څېړنه پیل کړه.

جرمن کارپوهان وايي د انسان بدن هغه سرچینه ده، چې د نویو درملو لپاره لا هم په بشپړ ډول نه دی پلټل شوی.

که څه هم زموږ بدن د جګړې ډګر نه ښکاري، خو که په غور سره وکتل شي معلومیږي، چې بدن کې شته جراثیم د خوړو او ځای تر لاسه کولو لپاره له یوه بل سره جګړه کوي.

Image copyright SCIENCE PHOTO LIBRARY

انټي بیوټيک هم له هغو وسایلو دي، چې دغه جراثیم یې کارووي. هغه دوه ډوله جراثیم، چې د انسانانو پزه کې له یوه بل سره جګړه کوي سټیفایلوکس او ایم ار ایس اي پکې مهم بلل کېږي.

کارپوهان وايي د نژدې ۳۰ سلنه انسانانو پزه کې دغه ډول جراثیم شته. د دغې څېړنې له مخې کارپوهانو ته معلومه شوه، چې بګز یا جرثومې څنګه خپل جین بدلولو سره جګړه کوي او د پزې ویښتانو کې ژوند کوي.

دوی دغه ډول بالاخره هغه جین یا ژوڼکه وموندله، چې پکې د نویو انټي بیوټيک درملو لپاره لارښوونه وه او دوی د لګټن نوم ورکړی.

پر موږکانو یې بریالي تجربه شوې. د څېړونکې ډلې یوه غړي ډاکټر برن هارډکزمر په وینا: له ځینو څارویو خو داسې پاک شوو، چې فکر کېده له سره پکې هېڅ جراثیم نه وو، ځینو کې لږ شوو، خو پکې لا هم علامې وې.

له کلونو تجربو وروسته کېدای شي دغه درمل پر انسانانو وازمایل شي، خو داسې کوم تضمین نه شته، چې دغه درمل به بریالي وي.