د 'اسلامي دولت' د بمي بریدونو نوي تکتیک اندېښنې راټوکولي
د عراق په پلازمېنې بغداد کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې لخوا د بمي بریدونو د یوه نوي تکتیک کارولو له امله اندېښنې په زیاتېدو دي. دوی وايي؛ د کرادې سیمې په برید کې چې ۲۹۲ کسان یې ووژل، د کارول شویو د کیمیاوي موادو داسې ترکیبول په خپل ډول کې بېساری و.
د فرانسوي کشیش مرۍ غوڅوونکي دویم کس هویت څرګند شو
د فرانسې په شمال نورماندي کې د سه شنبې ورځ په یوه کلیسا کې د یرغمل نیونې او ددې کلیسا د کشیش د وژنې په تړاو د څېړنو مامورینو د پنجشنبه په ورځ (اسد/زمري ۷مه) په رسمي ډول اعلان وکړ چې ۱۹ کلن عبدالملک پتیژان یو له دوو کسانو وو چې په دې برید کې یې ونډه لرله.
فاریاب کې یوه ځوانه ښځه په ډزو وژل شوې
فاریاب کې چارواکي وايي، د ګلجان په نوم یوه ۲۲ کلنه ښځه، چې له یو هلک سره د ټیلیفوني اړیکو په لرلو تورنه وه د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې، په ډزو وژل شوې ده.
اوباما: موږ به هیلري کلنټن ولسمشریزو ټاکنو کې بریا ته ورسوو
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دیموکرات ګوند درېیمې ورځې ملي ناسته کې استدلال کړی چې دده ولسمشرۍ تر پایته رسېدو وروسته د هېواد اداره کولو لپاره تر هیلري کلنټن هېڅوک وړ کس نه دی. کلنټن د چهارشنبې په شپه د رایو په پایله کې په رسمي ډول د ګوند کاندیده شوه.
ملګرو ملتونو د بوکو حرام ډلې "وحشیانه" چلند وغانده
ملګرو ملتونو اسلامي دولت نومې ډلې ته وفاداره د بوکو حرام افراطي ډله تورنه کړې چې نایجیریا کې یې "نژدې د نه باور وړ" تاوتریخوالی او بې رحمي کړې. د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي، دې ډلې روان کال تر ۵۰ ډېر ماشومان اړ کړي ځانمرګي بمي بریدونه وکړي.
حکیمي: شاوخوا ۸۰ فیصده ماینونه له منځه وړل شوي
د افغانستان د ماین پاکۍ موسسه وایي، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په موده کې دوی توانیدلي شاوخوا اتیا...
پوه صیب ۷مخه کتاب چاپ کړی
پوه صیب له ډېرو زیارونو او څېړنو وروسته داسې یو کتاب لیکلی او چاپ کړی چې هغه د چا خبره سمندر ېې په پیاله کې ځای کړی...
د موزیمونو تاریخ
موزیمونه په ټولې نړۍ کې هغه مرکزونه دي، کوم چې د هماغې ټولنې د تاریخي ورثې او فلکوري اثارو ساتنه کوي...
انډېپنډنټ: کډوالو پرمخ پرانستې دروازې جرمني خوندي کوي؛ ولې؟
انډېپنډنټ ورځپاڼې په یوه لیکنه کې هغو نیوکو ته ځواب موندلی چې جرمني کې له بریدونو وروسته ډېرو خلکو کولې چې، ګواکې تېرکال کډوالو ته د جرمني د لومړۍ وزیرې خلاصه غېږه د دغو بریدونو لامل شوه.
اوباما: د سپینې ماڼۍ لپاره تر هیلري بل مناسب کس نشته
ولسمشر اوباما په فلادلفیا کې د ډیموکرات ګوند ملي کنوانسیون کې له امریکایانو وغوښتل چې هیلري کلنټن خپله اینده ولسمشره وټاکي.
په افغانستان کې داعش په سوریې او عراق کې د داعش سره مستقیم ارتباط لري
په افغانستان کې ناټو د ځواکونو قوماندان وايي چې په افغانستان کې د داعش حضور په سوریې او عراق کې د داعش د ډلې سره ارتباط لري.
پاکستان تر دوشنبې وزیر کډوالو ته د نوم لیکنې وخت ورکړ
پاکستان وايي چې د وزیرستان هغه کورنیو ته چې په افغانستان کې دي تر دوشنبې يې وخت ورکړی چې پاکستان ته دې د بیرته ستنیدیو لپاره نومونه ولیکي.
د عراق د بابل په ولایت کې به د تروریستانو کورونه وران شي
د عراق په مرکزي ولایت بابل کې د نوي قانون په اساس به د هغه چا کور وران شي چې د تروریزم جرم پرې ثابت شي.
''د مېړه شکنجې یې د مېرمنې شپږ میاشتنی حمل ضایع کړی''
افغان چارواکي وايي، په تخار کې یوه سړي خپله مېرمن دومره شکنجه کړې، چې پایله کې یې نوموړې بې هوښه شوې او شپږ میاشتنی حمل یې ضایع شوی دی.
د نوي کابل بانک رانیولو لپاره د څه باندې ۵۰ میلیونو ډالرو نوی وړاندیز
د افغانستان د نوي کابل بانک د رانیولو لپاره 'جواینټ سټاک اریانا کمپنۍ' د څه باندې ۵۰ میلونو ډالرو په ارزښت سره وړاندیز کړی دی. د افغانستان د مالیې وزارت په مشرۍ د بېلو بنسټونو جرګګۍ دا بیه په افغانستان کې د بانکدارۍ د پرمختګ لپاره مناسبه بللی.