BBC
 شاته

د نوي کابل بانک رانیولو لپاره د څه باندې ۵۰ میلیونو ډالرو نوی وړاندیز

Image caption نوی کابل بانک چې په پیل کې یو شخصي بانک و په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له مالي کړکیچ سره مخ شو

د افغانستان د نوي کابل بانک د رانیولو لپاره (جواینټ سټاک اریانا کمپنۍ) د څه باندې ۵۰ میلونو ډالرو په ارزښت وړاندیز کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت په مشرۍ د بېلو بنسټونو جرګګۍ دا بیه په افغانستان کې د بانکدارۍ د پرمختګ لپاره مناسبه بللې ده.

اوس به د مالیې وزارت ارزونې افغانستان بانک ته استول کېږي او هلته له نورو پراخو ارزونو وروسته ښايي نوی کابل بانک وپلورل شي.

د مالیې وزارت چارواکو د نوي کابل بانک پیر وړاندیز په یوه رسنیزه غونډه کې وکړ، دا وړاندیز کورنۍ کمپنۍ جواینټ سټاک اریانا کمپنۍ کړې دی.

د مالیې وزارت د اسعارو زېرمو عمومي مشر محمد اقا کوهستاني په دې اړه وویل.

'' سربیره پر ۲۰ میلونو نورو ډالرو چې په ټوله کې ۵۱ میلونه ډالر کېږي،۲۰ میلیونه ډالر به په بانک کې د دغه شرکت د پانګې کچه وي او ۳۱ میلیونه ډالر یې د پیر وړاندیز کړی، موږ به دا بیه او رپورټ په رسمي ډول افغانستان بانک او اړوندو چارواکو ته سپارو''

مالیې وزارت د کابل بانک د پلور د ارزونې لپاره یوه جرګګۍ جوړه کړې،چې اقتصاد وزارت ، د ملي تدارکاتو اداره، عدلیې وزارت او خپله نوی کابل بانک په کې غړیتوب لري، چې په ګډه سره د بانک د پلورلو بهیر ارزوي. مالیې وزارت وايي چې اوس به د جرګګۍ ارزونې او وړاندیز افغانستان بانک ته سپاري.

دریو کلنو کې ارزونه

د اړوندو چارواکو خبره ده چې افغانستان به ترې په هرو دریو کلونو کې یو ځل ارزول شوي بیلانسونه غواړي.

د شرکت بشپړ بانکي پلان به ورسپارل کېږي او د ونډوالو ونډې باید ورته جوتې شي.

اریانا کمپنۍ ویلي که بانک د دوی شو او د افغانستان بانک غوښتنې یې پوره کړې نو دوی به په ۵ کلونو کې د بانک له لارې بېلو برخو کې ۵ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

افغان حکومت په تېر مارچ کې د نوی کابل بانک د پلورلو اعلان کړی و، چې د پاکستان کمرشل بانک او اوسنۍ جواینټ سټاک اریانا کمپنۍ دې چارې ته سینه وډبوله.

په پیل کې داسې انګیرنې وې چې پاکسانی بانک به مخکښ وي، خو د افغانستان ملي شورا او یو شمیر نورو افغان بنسټونو پر پاکستاني بانک د دې بانک پلورلو سره مخالفت وکړ. وروسته پاکستانی بانک وروسته شو او اریانا کمپنۍ پاتې شوه چې نن یې خپل پیر وړاندیز وسپاره.

نوی کابل بانک چې په پیل کې یو غیر حکومتي بانک و په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له مالي کړکیچ سره مخ شو. بیا حکومت اړ شو، چې بانک خپل کنترول کې واخلی.

د بانک یو شمېر پخواني چارواکي د درغلیو په تور زنداني شول. لا هم حکومت هڅه کوي چې په پخواني کابل بانک کې پاتې ډوبې شوې پیسې بیرته تر لاسه کړي.