شاته

فاریاب کې یوه ځوانه ښځه په ډزو وژل شوې

د فاریاب ولایت امنیتي مسؤولین وايي، د ګل‌جان په نوم یوه ۲۲ کلنه ښځه، چې له یو هلک سره د ټیلیفوني اړیکو په لرلو تورنه وه د دغه ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې، په ډزو وژل شوې ده.

د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش امریکا غږ ته وویل، وژل شوې ښځې له دې مخکې هم له یو شمیر نورو کسانو سره ټیلیفوني اړیکې درلودې او له کوره تښتېدلې وه، خو دا ځل د ناپېژندو وسله‌والو له خوا هغه مهال د پښتون‌کوټ ولسوالۍ په چقماق سیمه کې په ډزو ووژل شوه، چې کور ته د ستنېدو په حال کې وه.

د هغه پر وینا، د وژل شوې ښځې میړه د کار لپاره ایران ته تللی.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکي وايي، چې دغه ښځه د عبدالرحمان شمال په نوم د یو سیمه‌ ایز قوماندان له خوا وژل شوې، خو قوماندان شمال دا تورونه رد کړي دي.

د پښتون‌کوټ د امنیې قوماندان حیات سرخابي بیا وايي، چې د ښځې د تره زامنو هغه وژلې ده.

د فاریاب پولیسو لا تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

دا په تیره یوه اونۍ کې، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دویمه پېښه ده.

پنځه ورځې مخکې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې یو سړي خپله ښځه تر هغي شکنجه کړه چې په ګېډه کې یي شپږ میاشتینی ماشوم ضایع شو.

د دغې پېښې عاملین هم لا تر اوسه نیول شوي نه دي، خو د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، چې په پېښه کې تورن کسان د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې پنځه فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ښځو چارو وزارت د شمیرو له مخې، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۳۵ قضیې په افغانستان کې ثبت شوي دي.