BBC
 شاته

انډېپنډنټ: کډوالو پرمخ پرانستې دروازې جرمني خوندي کوي؛ ولې؟

انډېپنډنټ:

Image copyright EPA

انډېپنډنټ ورځپاڼې په یوه لیکنه کې هغو نیوکو ته ځواب موندلی چې جرمني کې له بریدونو وروسته ډېرو خلکو کولې چې، ګواکې تېرکال کډوالو ته د جرمني د لومړۍ وزیرې خلاصه غېږه د دغو بریدونو لامل شوه.

خو انډېپنډنټ لیکي، ټول هغه پناه غوښتونکي چې په بریدونو کې ښکېل وو جرمني ته ډېر وړاندې تر دې راغلي وو.

ورځپاڼه وايي؛ دا چې انګیلا میرکل د منځني ختیځ کډوالو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړ، اوږدمهال کې دا کار جرمني د ترهګرو له شره خوندي کولی شي.

د انډېپنډنټ په لیکنه؛ د جرمني لومړۍ وزیرې چې پر سلګونو زرو کډوالو یې ترحم وکړ دا یې هغوی ته وښودله چې جرمني له اسلام سره په جنګ نه ده، او له بلې خوا یې جرمن مسلمانانو ته کافي دلیلونه ورکړل چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

انډېپنډنټ لیکي؛ د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره تر ټولو ښه لاره د مسلمانانو د زړونو ترلاسه کول دي ځکه چې دوی اکثراً د بنسټپالو ډلو لخوا هڅول کېږي او زیانمنونکي دي. نو که دوی په هغو ځایونو کې چې مېشت دي خوښ وي، هغومره ټول خوندي دي.

ډیلي ټېلېګراف:

Image copyright AP

د بریتانیا چاپ ډيلي ټېلېګراف ورځپاڼه لیکي، فرانسې کې خلک د کلیسا یوه پادري پر وژل کېدو غوسه دي. دوی وایي، که پر کلیسا برید کوونکي پولیسو ته معلوم وو چې جنایتکاران دي، نو ولې یې پرېیښي وو آزاد وګرځي. ورځپاڼه لیکي؛ سره له دې چې یوه بریدکوونکي ۲۴ ساعته داسې آله لېږدوله چې پولیسو ته د ده موقعیت مالومېده، خو له بریده څو ورځې وړاندې له پولیسو ورک شوی ؤ.

په کلیسا کې د پېښې یوې شاهدې کیسه کړې چې برید کوونکو د دې مېړه ته مبایل ورکړ چې د راهب د وژلو فلم واخلي، له هغه وروسته یې بیا دی هم په چړې وهلی چې اوس په روغتون کې دی.

ډیلي ټېلېګراف د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولاس سارکوزي قاطع غوښتنې ته هم اشاره کړې چې مشکوک اسلامپالي کسان دې ونیول شي.

ټایمز:

Image copyright

ټایمز ورځپاڼې پر هغې نوې علمي څېړنې خوښي ښوولې چې وايي د عقل زوال مخنیوي دارو بالاخره جوړ شول. الزایمر هغه ناروغي ده چې عقل پکې په تدریجي توګه کمزوری کېږي او انسان حافظه له لاسه ورکوي.

اوس دغو نوو داروګانو د الزایمر ناروغي د ۱۸ میاشتو لپاره په خپل حالت ساتلې او ډېرېدو ته یې نه ده پرېیښې. ټایمز د ساینپوهانو له قوله لیکي؛ دغه تابلیتونه د ورځې دوه ځلې خوړل کېږي.

تر دې وړاندې د حافظې د کمزورې کېدو او د عقل له زواله د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې شوې وې، خو دا لومړني درمل دي چې تر ټولو ښه پایله يې درلودلې ده او ساینپوهانو او ناروغان یې هیله مند کړي دي.

وال سټریټ ژورنال

Image copyright Getty

د امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان جنرال جان نېکولسن له قوله لیکلي؛ ټاکل شوې امریکا افغانستان کې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره د خپلو پوځيانو شمېر ډېر کړي.

د وال سټریټ ژورنال په لیکنه؛ د دغه ګام موخه دا ده چې ډیورند کرښې ته نژدې د داعش تر ولکې لاندې سیمې بېرته ترلاسه شي. ورځپاڼه لیکي؛ دغه سرتېري چې شمېر یې لا معلوم نه دی د هغو سرتېرو له ډلې نه دي چې افغانستان ته ځانګړي شوي.

د دغې امریکايۍ ورځپاڼې په لیکنه؛ دغه سرتېري به د داعش ډلې پر وړاندې د یو لړ عملیاتو له ترسره کولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.