شاته

د عراق د بابل په ولایت کې به د تروریستانو کورونه وران شي

د عراق په مرکزي ولایت بابل کې ولایتي شورا داسې قانون تصویب کړی چې که په چا د تروریزم جرم ثابت شو نو د هغه کور به ویجاړیږي او کورنۍ به یې د ولایت نه ایستل کیږي.

دا لومړي ځل دی چې په عراق کې د صدام حسین د رژیم د ړنګیدو وروسته داسې یو قانون پاس شوی دی.

د بایبل د ولایت شورا د بغداد نه هم غوښتي دي چې هغه تروریستان دې ورته وسپاري چې د اعدام سزا ورباندې راختلې وي. دغه شورا ویلي دي چې دغسې کسان به په بابل کې اعدام کړي.

بابل د بغداد په جنوب کې ۹۵ کیلومتره لیري پروت دی. د بابل د شورا یوه غړي حسن فدام ویلی دي چې ولایتي چارواکي غواړي چې هر هغه څه وکړي چې د تروریزم مخه ونیسي.

«موږ د مرکزي حکومت د هغو هڅو نه مایوسه شوی دی چې غواړي امنیت وساتي او هغه وسله وال اعدام کړي چې محکمې ورته د اعدام سزا ورکړې ده. [اوس] داسې څه نه شته چې د هغو تروریستانو مخه ونیسي چې په بندې خانې کې وي. د دوی سره [اوس] ښه وضعیت کیږي.»

په بغداد کې حکومت چارواکو تر اوسه پورې د دغه قانون د عملي کیدو په اړه عکس العمل نه دی ښودلی.

بابل د بغداد نه ۹۵ کیلومتره لیري دی

بابل د بغداد نه ۹۵ کیلومتره لیري دی

بل پلو، وسله والو ۱۶ کسان، چې پولیس او ملکیان هم پکښې شامل دي، په بغداد او د بغداد په اطرافو کې وژلي دي.

یوه چاودنه د پولیسو په یوه پوسته کې وشوه. دغه پوسته دوکانونو او د مهاجرو کمپ ته نږدې پرته وه.

تر اوسه پورې چا د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. خو، د اسلامي دولت وسله وال، وروسته له دې نه چې په بیلابیلو جبهو کې یې په جګړو کې ماته خوړلې ده او څو ښارونه یې له لاسه ورکړي دي اوس په بغداد کې یې خپل بریدونو ته زور ورکړی دی.

په یو بل خبر کې، د عراق بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري امریکاغږ ته ویلي دي چې د داعش نه د موصل د ښار د نیولو د دقیقې نیټې په اړه څه نه شي ویلای خو د عراق ځواکونه به خامخا دغه ښار نیسي.