BBC
 شاته

اوباما: موږ به هیلري کلنټن ولسمشریزو ټاکنو کې بریا ته ورسوو

Image copyright Getty

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په فلادلفیا کې د دیموکرات ګوند درېیمې ورځې ملي ناسته کې استدلال کړی چې دده ولسمشرۍ تر پایته رسېدو وروسته د هېواد اداره کولو لپاره له هیلري کلنټن پرته هېڅوک وړ کس نه دی.

اوباما وویل، "د کاري ډلو، عمر خوړلو کسانو، د وړو کسبونو او کارونو لرونکو، سرتېرو او پخوانیو سرتېرو په تړاو د دولت د پرېکړو پر اهمیت خبره ده."

هغه د مېرمن کلنټن په ستاینه چې د چهارشنبې په شپه یې د رایو په پایله کې د ګوند کاندیداتوري وګټله وویل: "کولی شم ډاډه ووایم چې هېڅکله یو سړی یا یوه ښځه – نه زه نه بېل کلنټن، هېڅوک – د امریکا ولسمشرۍ لپاره تر هغې په شرایطو ډېر برابر نشته."

د امریکا ولسمشر هڅه وکړه خوشبینانه پیغام ورکړي.

هغه وویل: "نن شپه تقریبا له دوه پړاوه ولسمشرۍ وروسته ستاسو په مخ کې ولاړ یم ترڅو ووایم چې حتی نن تر پخوا ډېر امریکا ته خوشبین یم."

هغه د خپل حکومت د لاسته راوړنو یادولو سره وویل، په دیپلوماسۍ یې د ایران اټومي پروګرام مهار کړی دی.

ښاغلي اوباما وویل، "کولی شم ووایم چې دا معمولي ټاکنې نه دي. د ګوندونو یا سیاستونو ترمنځ ټاکنه نه ده. دا ښې او کیڼ ترمنځ تلپاتې مجادله نه ده. دا ډېره بنسټیزې ټاکنې دي، دا د یوه ملت په توګه زموږ د هویت په اړه ټاکنې دي."

وړاندې د اوباما مرستیال جوبایډن د جمهوریپالانو پر کاندید په نیوکې سره ویلي و، "ډونالډ ټرمپ اصلا نه پوهېږي چې څه وایي." ښاغلي بایډن زیاته کړه، "ډونالډ ټرمپ هڅه کوي موږ ته ووایي چې د منځني پوړ خلکو ته پاملرنه کوي – له دې خبرو تېر شئ! دا هسې چټیات دي."

د چهارشنبې تر غرمې وروسته د امریکا څارګرې ادارې پخواني مشر لیون پنېټا د خبرو پرمهال جنجال راپورته شو.

د ښاغلي پنېټا خبرې چې د اسامه د وژل کېدو پرمهال د امریکا څارګرې ادارې (سي آی اې) مشر و، د هغو کسانو لخوا پرې شوې چې شعار یې ورکاوه "نوره جګړه نه غواړو."

ورته وخت کې د ناستې ډېرو ګډونوالو د "امریکا، امریکا" شعار ورکولو سره هڅه وکړي د دغو اعتراض کوونکو غږونه ورک کړي.

ښاغلي پنېټا وویل، "یوازې یو کاندید دی چې د ځواکونو اعلا سرقومندان کېدو لپاره تجربه، پر نفس تسلط او لازم قضاوت لري، هغه هیلري کلنټن ده."

هغه همداراز پر ډونالډ ټرمپ په نیوکې سره وویل، "ټرمپ زموږ له سرتېرو غواړي چې جنګي جنایتونه وکړي، ربړونې تاییدوي، زموږ ملګري سپکوي او له دیکتاتورانو ستاینه کوي."

د ډونالډ ټرمپ سلاکار سټیفن میلر د ښاغلي پنېټا خبرو ته په غبرګون کې وویل، "پنېټا په منځني ختیځ کې جګړې ته د هیلري کلنټن بیړه او لیبیا کې خونړۍ برید یې له پامه وغورځوه چې هرې امریکايي کورنۍ ته د هغه د بې پروایۍ ناوړه خطرونه ښيي."