شاته

د موزیمونو تاریخ

موزیمونه په ټولې نړۍ کې هغه مرکزونه دي، کوم چې د هماغې ټولنې د تاریخي ورثې او فلکوري اثارو ساتنه کوي، د افغانستان موزیمونه یو مهال د سیمې د نورو موزیمونو په پرتله خورا بډای وو.

که چېرې په نړۍ کې د موزیمونو تاریخ ته تم شو، نو وبه ګورو چې سلګونه کاله په بر کې نیسي، خو په افغانستان کې بیا لومړنی موزیم د امیر امان الله خان له خوا په باغ بالا کې جوړ شو.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته افغان حکومت په هېواد کې د دولتي موزیمونو پر جوړېدو کار پیل کړ او تر څنګ یې یو شمېر شخصي موزیمونه هم جوړل شول چې له یادې جملې څخه یې په کابل کې د عمر په نوم د جګړه ییزو توکو موزیم او په هرات کې د سلطاني موزیم یادونه کولی شو.