BBC
 شاته

د فرانسوي کشیش مرۍ غوڅوونکي دویم کس هویت څرګند شو

Image copyright AP

د هغه دویم بریدګر نوم اعلان شو چې د فرانسې په نورماندي کې یې یو کشیش وواژه.

د فرانسې په شمال نورماندي کې د سه شنبې ورځ په یوه کلیسا کې د یرغمل نیونې او ددې کلیسا د کشیش د وژنې په تړاو د څېړنو مامورینو د پنجشنبه په ورځ (اسد/زمري ۷مه) په رسمي ډول اعلان وکړ چې ۱۹ کلن عبدالملک پتیژان یو له دوو کسانو وو چې په دې برید کې یې ونډه لرله. د لومړي برید عادل کرمیش نوم وړاندې څرګند شوی و، هغه هم ۱۹ کلن و.

دغو دوو کسانو د سهار دعا ترسره کېدو پرمهال کلیسا ته ننوتل او عبادت کوونکي یې یرغمل کړل. دوی وروسته د کلیسا د کشیش ژاک همل مرۍ غوڅه کړه. په دې پېښه کې، یو بل ټپي شو، خو درې راهبان او یو عبادت کوونکی په تېښته بریالی شول.

دواړه یرغمل نیوونکی وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شول.

په اسلامي دولت نومې ډلې پورې تړلې ایماق سایټ تېره ورځ یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې عادل کرمیش او عبدالملک پتیژان د داعش له مشر سره بیعت کوي.

د فرانسې عدلیې چارواکو ویلي، د عادل کرمیش پر خلاف چې د پولیسو تر څار لاندې و، عبدالملک پتیژان د نیول کېدو او قضایي بګراونډ نه درلود او په همدې دلیل پولیسو د هغه د ډي این اې مخینه نه درلوده، خو هغه د ترکیې له لارې سوریې ته د تګ په هڅې د جون له ۲۹ مې پولیسو ته پېژندل شوی و.

پولیسو د عادل کرمیش په کور کې ددغه کس اړوند د پېژندنې کارت وموند، خو دا چې د پولیسو په ډزو کې د هغه څېره زیانمنه شوې وه، د هغه د هویت پېژندنه ګرانه وه. د عبدالملک پتیژان هویت د هغه د مور ډي ان اې سره د پرتله کولو له لارې تایید شوی.

پر دغه کلیسا برید داعش ډلې ته د وفادارو کسانو لخوا په وروستیو دوو اونیو کې په فرانسه او جرمني کې دویم برید دی. د جولای په ۱۴مه د محمد لحوایج بوهلال په نوم یوه کس د فرانسې په نیس ښار کې لارۍ موټر پر خلکو خېژاوه او ۸۴ کسان یې ووژل.

د جولای په ۲۴مه یوه سوري کډوال د جرمني انسباخ کې په ځانمرګي بمي برید کې ۱۲ کسان ټپیان کړل. داعش وویل چې ددې برید عامل "د اسلامي دولت سرتېری" و.

وروستیو بریدونو په اروپا کې داعش ته د وفادارو کسانو د تاوتریخوالي احتمالي ډېرېدو اندېښنه رامنځته کړې ده.