BBC
 شاته

د تخار چارواکي: اشکمش ولسوالي مو له طالبانو بېرته ونیوه

Image copyright Takhar Governor Office
Image caption په تېره اپرېل میاشت کې افغان حکومت اعلان وکړ، چې د تخار اشکمش ولسوالي یې له 'طالبانو پاکه' کړې ده.

د تخار د والي ویاند وايي، دولتي ځواکونو د پوځي عملیاتو پایله کې اشکمش بېرته له طالب اورپکو نیولې ده. سرچینه وايي، عملیاتو کې د طالبانو اتلس کسان وژل شوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د شمالي تخار د والي ویاند سنت الله تیمور د چارشنبې په ورځ (زمری ۶مه) بي بي سي ته وویل، دا عملیات د تېرې سې شنبې په ورځ وشول چې تر ماخوستن پورې یې دوام وکړ او په پایله کې یې طالب اورپکي له اشکمش وتلو ته اړایستل شول.

ښاغلی تیمور وايي، په جګړه کې د طالبانو لږترلږه اتلس غړيوژل شوي چې د اوو کسانو مړي یې د جګړې پر ډګر پاتې شوي.

دی وايي، په جګړه کې اوه طالب اورپکي او څلور افغان امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د تخار د والي ویاند زیاتوي، تر اوسه د تخار درقد او خواجه غار ولسوالیو ځینې سیمې د طالبانو لاس کې دي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه به ژر ددغو سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړي.

اشکمش، درقد او خواجه غار د تخار له ناامنه سیمو ګڼل کېږي. درقد د امو سیند کې د ټاپو بڼه لري، چې په تېر ژمي کې د لنډ وخت لپاره د طالبانو په لاس کې و. اشکمش او خواجه غار هم څو ځلې د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلې سیمې دي.

په تېره اپرېل میاشت کې افغان حکومت اعلان وکړ، چې د تخار اشکمش ولسوالي یې له 'طالبانو پاکه' کړې ده.

د افغانستان په ډېرو برخو کې پر افغان حکومت لویه نیوکه دا ده، چې له سیمو د طالبانو د شړلو لپاره عملیات وکړي، خو کله چې ځواکونه ترې ووځي، طالبان بېرته پرې واکمن شي.

د افغانستان شمالي ولایتونه، په تېره بیا تخار او کندوز د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دوی ټینګ سنګر ګڼل کېده او له شمالي ټلوالې سره یې هلته ډېرې خونړۍ جګړې کړې دي.

Image copyright Takhar Governor Office
Image caption د افغانستان په ډېرو برخو کې پر افغان حکومت لویه نیوکه دا ده، چې له سیمو د طالبانو د شړلو لپاره عملیات وکړي، خو کله چې ځواکونه ترې ووځي، طالبان بېرته پرې واکمن شي.

په وروستیو دوو کلونو کې طالبانو هڅه وکړه چې تخار، بدخشان او د ورڅېرمه ځینو ولایتونو سیم ونیسي. تېر کال دوی د کندوز ښار ونیو او پر نورستان او بغلان ولایتونو یې هم خپل بریدونه ډېر کړل.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان سوېلي ولایتونه ډېر ناامنه او د طالبانو د جګړو ډګر و، خو اوس ښکاري چې طالبانو شمالي ولایتونو ته ډېره مخه کړې ده.