هالنډي سړي "د نړۍ تر ټولو جګې ونې لرونکي"
په یوې نوې څېړنې کې ویل شوي، چې د هالنډ نارینه او د لاتویا ښځې د نړۍ په ګردو انسانانو کې د جګې ونې لرونکي انسانان دي.
په هالنډ کې د نارینه وو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۸۳ سانتيمترو ته رسېږي، خو په لاتویا کې بیا د ښځو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۷۰ سانتيمتره دی.
په دې څېړنه کې، چې "اې لایف" ژورنال کې خپره شوې ده، له ۱۹۱۴ کلونو راهیسې په ۱۸۷ هېوادونو کې د وګړو د ودې تمایل ته کتنه شوې ده.
د څېړنې پایلو کې ویل شوي، ایراني سړي او د سوېلي کوریا ښځو د قد اوږدوالي کې ډېر پرمختګ کړی، داسې چې د ونو اوسط اوږدوالی یې په ترتیب سره تر ۱۶ او ۲۰ سانتي مترو پورې ډېر شوی دی.
په دې ترتیب سره، په ۱۹۱۴ کال د ونو د جګوالي له اړخه د امریکا نارنه په درېیم او ښځې په څلورم مقام کې و، خو سږ کال ۳۷ درجې او ۴۲ درجو ته راښکته شوي دي.
ویل شوي چې اروپايان په نړۍ کې د جګې ونې لرونکي دي، چې په لوېدیځو هېوادونو کې د وګړو وده تقریباً ثابته پاتې شوې ده.
په ختیځ تیمور کې د نارینه وو د ونو اوسط اوږدوالی ۱۶۰ سانتيمتره ښودل شوی، چې په ډې سره په نړیواله کچه تر ټولو د ټیټې ونې انسانان ګڼل شوي.
په څېړنه کې راغلي، له ۱۹۱۴ راهیسې د ګواتیمالا ښځې تر ټولو د ټیټې ونې لرونکې دي، داسې چې هلته له تېرې یوې پېړۍ راهیسې د ۱۸ کلنې پېغلې د ونې اوسط اوږدوالی ۱۴۰ سانتيمتره و، خو اوس ۱۵۰ سانتيمتره ښودل شوی.
په ختیځه اسیا کې بیا د انسانانو د ونو اوږدوالي وده کړې، جاپان، چین او سوېلي کوریا کې د وګړو د ونو اوږدوالی د ۱۰۰ کلونو پخوا په پرتله لوړ شوی دی.
په لندن کې د امپریال کالج ګډون کوونکي او لیکوال جیمز بینتام ویلي: "په تېرو سلو کلونو کې هند، سوېلي اسیا کې پاکستان او بنګله دېش او افریقا کې لویه صحرا د نړۍ له هغو برخو څخه وو، چې تر ډېره پکې د انسانانو ونو وده ونه کړه او څېړنه پکې شوې وه. په دغو سیمو کې د وګړو د ونو اوږوالي زیاتوالی د یوه سانتيمتر او شپږو سانتيمترو ترمنځ و."
په حقیقت کې، د تېرې پېړۍ له اویایمې لسیزې راهیسې د افریقا لویه صحرا کې د انسانانو ونې ټیټې شوې دي. خو په یوګندا او سیرالیون غوندې هېوادونو کې بیا د عادي سړیو د ونو اوږدوالی ایله څو سانتيمتره ډېر شوی.
شاید د نړۍ په ټولو برخو کې د اندام د اوږدوالي توپیر د وراثت له کبله هم وي، خو د څېړنې سمبالوونکي وايي، امکان نه لري چې ډې اېن اې دې ددغه توپیر اصلي لامل وي.
د څېړنې اصلي لیکوال او د لندن امپریال کالج یوه عالم ماجد عزتي بي بي سي ته وویل، د انسان د ونې لوړوالي کې د ښو خوړو، ښې روغتیا او سوکاله ژوند اغېز ډېر دی. د میندوارۍ پرمهال هم د میندو ښه تغذیه کول او ښه روغتیا ههم مهم عامل ګڼل کېږي.
په ۲۰۱۴ کال د نړۍ د لوړو ونو لرونکي نارینه (په لیندیو کې د ۱۹۱۴ کال ترتیب):
- هالنډ (۱۲)
- بلجیم (۳۳)
- استونیا (۴)
- لاتویا (۱۳)
- ډنمارک (۹)
- بوسنیا (۱۹)
- کرواتیا (۲۲)
- سربستان (۳۰)
- ایسلنډ (۶)
- چِک جمهوریت (۲۴)
په ۲۰۱۴ کال د نړۍ د لوړو ونو لرونکې ښځې (په لیندیو کې د ۱۹۱۴ کال ترتیب):
- لاتویا (۲۸)
- هالنډ (۳۸)
- استونیا (۱۶)
- چک جمهوریت (۶۹)
- سربستان (۹۳)
- سلواکیا (۲۶)
- ډنمارک (۱۱)
- لیتوانیا (۴۱)
- سپینه روسیه (۴۲)
- اوکرایین (۴۳)