BBC
 شاته

هغه سړی خوشی کېږي، چې د امریکا پخواني ولسمشر وژلو هڅه یې کړې وه

Image copyright AP
Image caption جان هېنکلې د لیونتوب له کبله مجرم نه و بلل شوی، خو د درملنې لباره روغتون ته لېږل شوی و

جان هېنکلې جونیرنومي هغه سړی، چې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ رېګن د وژلو هڅه یې کړې وه، راتلونکې میاشت ۳۵ د ذهني ناروغانو له یوه مرکزه خوشی کېږي.

۳۵ د ډزو هغه پېښه کې رېګن او درې نور کسان ټپیان شوي وو، چې د یوه هوټل مخې ته شوې وه.

دغه پېښه د ۱۹۸۱ کال په مارچ میاشت کې رامنځته شوه. هېنلکې د لیونتوب له کبله مجرم نه و بلل شوی، خو د درملنې لپاره روغتون ته استول شوی و.

نوموړي ته وار له مخه له سختو شرطونو سره هر میاشت ویرجینیا کې د هغه د مور کور کې د ۱۷ ورځو تېرولو اجازه ورکړه شوې ده.