BBC
 شاته

د موګاديشو ځانمرګی بريدګر 'د پارلمان پخوانی غړی و'

Image copyright bb

'الشباب ډلې' ادعا کړې چې د سوماليا د پارلمان پخوانی غړی د سې شنبه په ورځ پلازمېنه موګادیشو کې د ځانمرګي بريد عامل و.

د دغې ادعا له مخې، ۵۳ کلن صلاح نوح اسماعیل یو له هغو دوه ځانمرګو بريدګرو څخه و چې د موګاديشو هوايي ډګر ته په څېرمه بريد کې يې ۱۳ کسان ووژل.

صلاح نوح اسماعيل چې به صلاح بادبادو هم مشهور دی، په ۲۰۱۰ کال کې د سوماليا له پارلمان څخه استعفا کړې او د پارلمان نور غړي يې 'کافر' وبلل.

د 'الشباب' سخت دریځي اسلام پالي کابو یوه لسيزه د سوماليا له نسبتاً کمزوري دولت سره په جګړه کې دي.

د موګاديشو ستر هوايي ډګر چې د سه شنبې ورځې ځانمرګی بريد ورته څېرمه وشو، د ملګرو ملتونو د فعاليتونو او د افریقايي اتحاديې د سوله ساتو ۲۲ زره کسيزو ځواکونو او دغه راز د بهرنيو سفارتونو لپاره خوندي سيمه بلل کېږي.

د افريقايي اتحاديې سوله ساتي ځواکونه او د سوماليا د دولت پوځ د الشباب ملېشې پنځه کاله وړاندې له پلازمېنې بهر کړل، خو دا ډله لا هم په موګاديشو کې عمليات کوي.

د الشباب د بريدونو شمېر د سوماليا د ټاکنو په درشل کې زيات شوي. هوټلونه د الشباب د وسله والو بريدونو او چاودنو معمولي هدف دی.