BBC
 شاته

افغانستان د برېښنا سترو بندونو جوړولو تړونونه فسخه کړل

Image copyright AFP
Image caption دا تړونونه د نژدې دوه سوه ميلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د فاریاب د المار، د پکتیا د مچلغو او د هرات د پاشدان د برېښنا بندونو د رغولو لپاره شاوخوا درې کاله وړاندې لاسليک شوي وو.

د افغانستان دولت وايي له خصوصي شرکتونو سره يې د برېښنا د درو سترو بندونو د پروژو تړونونه فسخه کړي دي. د دغه اقدام دليل د شرکتونو د کار په کیفيت او پرمختګ کې ستونزې او ځنډ بلل شوی.

د هرات ولايت د پاشدان، د فاریاب د المار او د پکتيا د مچلغو د بندونو تړونونه کابو درې کاله وړاندې له افغان او بهرنيو شرکتونو سره د نږدې دوه سوه ميلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت لاسليک شوي وو.

کابل کې زموږ همکار عبدالله الهام پخپل راپور کې وايي، د افغانستان د ولسمشر وياند بي بي سي ته وویل، دا شرکتونه به جريمه شي او تړونونه به يې نوو شرکتونو ته ورکړي.

دا تړونونه د نژدې دوه سوه ميلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د فاریاب د المار، د پکتیا د مچلغو او د هرات د پاشدان د برېښنا بندونو د رغولو لپاره شاوخوا درې کاله وړاندې لاسليک شوي وو.

د اوبو او برېښنا وزارت وايي په دغو قراردادونو کې د هرات ولايت د پاشدان بند د پروژې تړون چې د ۱۱۷ ميلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت په ۱۳۹۰ کال کې لاسليک شوی، يوازې شاوخوا یو سلنه کار يې مخته تللی دی.

د پکتيا د مچلغو بند د پروژې تړون چې د ۳۱ میلیونو ډالرو په لګښت په ۱۳۸۹ کال کې لاسلیک شوی، له پنځلس سلنې لږ کار يې پرمخ تللی او د فارياب ولایت د المار بند پروژې تړون چې د ۵۱ میلیونو ډالرو په ارزښت په ۱۳۹۰ کې لاسليک شوی و خو چارې یې یواځې تر پنځلس سلنې لږ پرمختللې دي.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند عبدالبصير عظيمي وايي تر دوه یا دريو راتلونکو مياشتو پورې به له نوو کمپنیو سره تړونونه لاسليک شي او بېرته به یې چارې پیل شي:

"د ملي تدارکاتو د کمېسيون په غونډه کې چې په سر کې ولسمشر حضور درلود، د افغانستان د ملي ګټو په خاطر او د ولسمشر د دویم مرستيال د راپور له مخې چې له حقوقي پلوه يې چمتو کړی و، درې واړه پروژې فسخه شوې، تړونونه په خپل ځای دي او د اوبو او برېښنا وزارت به په راتلونکو دوه يا دريو میاشتو کې له نوو شرکتونو سره دا تړونونه لاسليک کړي."

ښاغلی عظیمي د ملي تدارکاتو د کمېسیون دا پرېکړه یو فرصت بولي چې په سترو پروژو کې د کمزورو شرکتونو له خوا د انحصار مخه ونيول شي.

د هغه په وینا هغه شرکتونه چې په خپلو چارو کې پاتې راغلي په وړاندې به یې جدي ګامونه واخیستل او ښايي د ضمانت پیسې یې کنګل او تاوان ترې واخیستل شي.

افغان چارواکې وايي دغو بندونو ته پیسې ځانګړې شوي او چارې به يې ډېر ژر بېرته پیل شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې برخه کې د ولسمشر د کلک هوډ خبره کوي.

د چخانسوري په وينا د روان لمريز کال په اوږدو کې په ورته تړونونو کې د څېړنو او پرېکړو له امله دوه مېلیارده افغانۍ سپمول شوې دي.

Image copyright president.gov.af
Image caption د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په وينا د روان لمريز کال په اوږدو کې په ورته تړونونو کې د څېړنو او پرېکړو له امله دوه مېلیارده افغانۍ سپمول شوې دي.

تر دې وړاندې د ملي تدارکاتو کميسیون ته د اوبو او برېښنا وزارت په تفصيلي راپور کې ویل شوي و چې دا تړونونه له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې هغو شرکتونو ته ورکړل شوي چې له بهرنيو شرکتونو سره يې مشارکت یا جاینت وېنچر درلود خو بهرني شرکتونه يا حضور نلري او يا يې هم له خپل افغان شريک سره په ګډه له کاره ډډه کړې.

په دې سربېره په یادو پروژو او ورته سترو تړونونو کې پر دویم او درېیم لاس پلورل کېدل، د قرارداد په شرطونو او د پروژې په ډیزاین او تخنيکي برخو کې هم د ستونزو خبر ورکړل شوی و.