ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان د برېښنا سترو بندونو جوړولو تړونونه فسخه کړل

د افغانستان دولت وايي له خصوصي شرکتونو سره يې د برېښنا د درو سترو بندونو د پروژو تړونونه فسخه کړي دي. د دغه اقدام دليل د شرکتونو د کار په کیفيت او پرمختګ کې ستونزې او ځنډ بلل شوی.

27.07.2016 BBC

د سوریې قامشلي ښار کې د داعش ځانمرګي ۴۴ کسان وژلي

د سوریې رسمي تلوېزیون وايي، د هېواد په شمال ختیځه ګردي مېشت قامشلي ښار کې د "اسلامي دولت" ډلې ځانمرګي برید لږترلږه څلور څلوېښت کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

27.07.2016 BBC

پاکستان څخه افغانستان ته د داعشیانود ورتګ مخنیوي غوښتنه

د د فاع وزارت وايي، چې د پاکستان له پوځ یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د ننوتلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

27.07.2016 امریکا غږ

د تخار چارواکي: اشکمش ولسوالي مو له طالبانو بېرته ونیوه

د تخار د والي ویاند وايي، دولتي ځواکونو د پوځي عملیاتو پایله کې اشکمش ولسوالي بېرته له طالب اورپکو نیولې ده. سرچینه وايي، عملیاتو کې د طالبانو اتلس کسان وژل شوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

27.07.2016 BBC

ډېرو ساعتونو لپاره دوامداره ټلویزیون ته کېناستل د مرګ خطر ډېروي

یوې نوې څېړنې ښوولې چې له حده ډېر ټلویزیون کتل کولی شي له وخته مخکې د مرګ لامل شي. جاپاني پوهان وایي، د ډېرو ساعتونو لپاره ټلویزیون ته کېناستو سره سږو کې وینه پرڼ کېږي چې د مرګ خطر ورسره ډ‌‌ېرېږي. دوی وايي، کتونکی باید هرساعت یوځل پورته شي او حرکت وکړي.

27.07.2016 BBC

'پخوانی ولسمشر د مېرمنې ولسمشرې کولو هڅه کوي'

د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن وینا د خپل مېرمنې هېلاري کلنټن په ملاتړ چې ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده ده، ډېره مهمه ده.

27.07.2016 BBC

د دیموکراټ ګوند هیلري کلنټن ولسمشرۍ ته نومانده شوه

د امریکا د ډيموکراټ ګوند استازو هیلري کلنټن د دغه هېواد د نومبر مياشتې ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نومانده کړه او په دې توګه به هغه لومړنۍ ښځینه نومانده وي چې د امریکا په عمومي ټاکنو کې سيالۍ ته ځي.

27.07.2016 BBC

هالنډي سړي "د نړۍ تر ټولو جګې ونې لرونکي"

په یوې نوې څېړنې کې ویل شوي، چې د هالنډ نارینه او د لاتویا ښځې د نړۍ په ګردو انسانانو کې د جګې ونې لرونکي انسانان دي. په هالنډ کې د نارینه وو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۸۳ سانتيمترو ته رسېږي، خو په لاتویا کې بیا د ښځو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۷۰ سانتي متره دی.

27.07.2016 BBC

بل کلنټن: هیلري‌ کلنټن زړه وره او تغیر راوستونکې ښځه ده

د ډیموکراتانو د ملي کنوانسیون په دویمه ورځ بل کلنټن وینا وکړه او خپله میرمن هیلري‌ یې جمهوري‌ریاست ته مناسبه کاندیده وبلله.

27.07.2016 امریکا غږ

ډیموکراتانو هیلري‌ رسمآ د امریکا جمهوري‌ ریاست ته کاندیده کړه

د امریکا په فلادلفیا کې د ډیموکرات ملي‌ کنوانسیون د جمهوري‌ ریاست لپاره هیلري‌ کلنټن خپله رسمي‌کاندیدنه اعلان کړه.

27.07.2016 امریکا غږ

امریکایي مسلمانان په انتخاباتو کې گډون ته هڅول شوي

مسلمان مشران وایی چې په مشیگن، ورجینیا، مني سوټا او د کیلي فورنیا په ایالتونو کې د مسلمانانو رایي مهم نقش لرلې شي.

27.07.2016 امریکا غږ

د عکسونو البوم: د کمبودیا ساحلونو کې د کب نیونکو ټولنه

اته کاله مخکې د کمبودیا کامپوت ایالت د ساحلي کليو خلکو ټولنې له کمبودیا حکومت نه د کب نیولو حق بېرته تر لاسه کړ اوس د ټولنې هر غړی کب نیونکی کولای شي تر شپږو ډالرو پورې عاید هره ورځ ومومي.

26.07.2016 BBC

افغانستان د معلولینو کرېکټ سیالۍ اتلولي وګټله

د افغانستان د معلولینو کرېکټ ملي لوبډلې له خپلې سیالې هندۍ لوبډلې سره د دریو ۲۰ اوریزو لوبو اتلولي خپله کړه. افغان لوبډلې له هندي ځواکمنې لوبډلې سره سختې سیالۍ وکړې او ګټل یې دومره اسانه هم نه وو.

26.07.2016 BBC

نړۍ په ٦٠ ثانیو کې

نړۍ په ٦٠ ثانیو کې

26.07.2016 امریکا غږ

د ماشومانو پر روغتیا د زیات تلویزیون کتلو اغیز

هغه ماشومان چې زیات وخت د تلویزیوني خپرونو په لیدلو تیروي، ښایي د هډوکو کوچنۍ کتله ولري او په زړښت کې تر ډیره د هډوکو د پوچوالي له درکه له خطر سره مخامخ شي.

26.07.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more