د عکسونو البوم: د کمبودیا ساحلونو کې د کب نیونکو ټولنه
-
CHARLES FOX
اته کاله مخکې د کمبودیا کامپوت ایالت د ساحلي سیمې کليوالو خلکو یوې ټولنې له کمبودیا حکومت نه د کب نیولو حق بېرته تر لاسه کړ
-
CHARLES FOX
د ټولنې دغه کب نیونکي اوس کولای شي د نیمې ورځې کار پایله کې تر ۶ امریکايي ډالرو پر عاید ومومي.
-
CHARLES FOX
د کب نیونکو دغې ټولنې ته یوې خیریه موسسې د کبانو وچولو لپاره د لمر رڼا کارونکي الات ورکړي، چې پر مټ یې په خوندي چاپیریال کې کبان وچیږي او په بیه لوړه پلورل کېږي.
-
CHARLES FOX
د ټولنې غړي په اوبو کې د غیرقانوني کب نیونکو مخنیوي لپاره د ګزمې مسوولیت لري.
-
CHARLES FOX
سیلانیانو ته له سیمې د لیدو اجازه ورکوله کېږي، چې ځايي خلک له پردیو ژبو سره بلد شي او د سیلانیانو ورتګ له لارې اضافي عاید تر لاسه کړي.
-
CHARLES FOX
د لوېدېځوالو سیلانیانو تر څنګ خپله د کمبودیا زده کونکو ته هم سیمې ته په تعلیمي او څېړنیزو سفرونو د ورتګ لپاره زمینه برابره شوې، چې د سیمې اوسېدونکو نوی کول له بهرنۍ نړۍ سره پيژندګلوي ومومي.
-
CHARLES FOX
زده کونکي د شنیلي ډېرېدو لپاره ساحلي ونې بوټي کري.
-
CHARLES FOX
یو کب نیونکی د شپې مهال کبانو ښکار لپاره چمتووالی کوي.
-
CHARLES FOX
مشتریانو له اوبو نه د کب نیونکو کښتیو ستنېدو انتظار کوي. کب نیونکي اوس د دریم ګړي پر ځای خپل پېر او پلور کوي، چې دې سره تر ډېره بریده بیې په خپله خوښه ټاکل کېږي.
-
CHARLES FOX
د کب نیونکو د ښکار سیمه. دغه ټول تصویرونه چارلس فوکس اخیستي.