شاته

ډیموکراتانو هیلري‌ رسمآ د امریکا جمهوري‌ ریاست ته کاندیده کړه

هیلري کلنټن باید د ډیموکرات ګوند د ۴۷۶۹ استازو له ډلې یې د ۲۳۸۲ استازو ملاتړ او رایې ګټلې وای،‌چې د امریکا د ۲۰۱۶ کل د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکرات ګوند کاندیده شي، هیلري‌ دا کار وکړی شوه بلکې تر دې یې د ډېرو استازو رایې وګټلې.

د امریکا په فلادلفیا ښار کې د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون د دویمې ورځ‌ مهم کار د هیلري‌ کلنټن نومول وو.

هغه د متحدو ایالتونو په تاریخ کې لومړنۍ میرمن شوه،‌ چې د جمهوري‌ ریاست انتخاباتو ته رسمآ کاندیدیږي.

میرمن کلنټن به اوس د نومبر په میاشت کې د دونلډ ترمپ په وړاندې سیالي‌کوي.

سره له دې چې، برني‌ سندرز د میرمن کلنټن په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ نه لاس په سر شوی و،‌ خو د ډیموکرات ګوند د کاندیدانو په لست کې یې نوم و.

برني‌سندرز،‌چې په مقدماتي‌انتخاباتو کې د میرمن کلنټن سیال و، ۱۶۳۳ رایې وکټلې.

د سه شنبې په شپه ناوخته به بل کلنټن،‌ چې د هیلري‌ کلنټن میړه دی هم په کنوانسیون کې وینا وکړي. ټاکل شوې چې پنجشنبه د کنوانسیون په وروستۍ ورځ‌ هیلري‌ کلنټن د خپل ګوند له لوري‌ د هغې کاندیدول ومني.