مصری فلمي تولیدوونکی محمد خان ومړ
د مصري سینما وتلی فلمي تولیدوونکی محمد خان د ۷۴ کلونو په عمر د قاهرې سوېل 'حي المعادي' په یوه روغتون کې ومړ. محمد خان د ۱۹۴۲ کال اکتوبر میاشت کې زیږېدلی، چې پلار یې پاکستانی او مور یې مصرۍ وه.
کابل کې د افغانستان، پاکستان او قاطع ملاتړ جنرالانو ګډه غونډه
نن کابل کې د افغانستان،پاکستان او قاطع ملاتړ لوړپوړو جنرالانو په یوه غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په لارو چارو خبرې کړي دي.
د نړۍ تاریخي الوتنه
په ابوظبۍ کې په لمرينه انرژۍ د چلېدونکې الوتکې په کېناستو سره هغه الوت (پرواز) بشپړ شو چې له ټولې نړۍ څخه د لمر په انرژۍ راتاو شوه.
د فرانسې یوه کلیسا کې ځینې کسان 'یرغمل شوي'
له فرانسې نه رپوټونه وايي، دوو وسله والو کسانو د فرانسې شمال کې روین ته څېرمه په یوه کلیسا کې ځینې کسان یرغمل کړي دي. رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوې سرچینې له خولې ویلي، په سېنټ اسټین یو رورې کلیسا کې وسله والو څلور یا شپږ کسان یرغمل کړي.
غزني کې د ښځو چارو پر مشرې برید یو کس وژلی
د افغانستان جنوب غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت د ښځو چارو پر مشرې وسله وال برید شوی، چې دا روغه رمټه ترې وتلې، خو د مستوفیت مرستیال پکې وژل شوی دی.
دولتي ځواکونو د افغانستان ختیځ کې داعش ته درانه تلفات اړولي
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، په کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش پروړاندې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د یوه قومندان سعد امارتي په ګډون ددې ډلې له سلو ډېر غړي وژل شوي او یو لوی مرکز یې دولتي ځواکونو نیولی دی.
د بنګله دېش پولیسو د اسلامپالو پر پټنځای برید کې ۹ کسان وژلي
د بنګله دېش پولیسو د یوې اسلامپالې ډلې پر یوه پټنځای برید کې ددې ډلې نهه غړي وژلي دي. دولتي سرچینو ویلي، دا کسان په همغې ډلې پورې تړلي و چې په جون میاشت کې یې په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه رسټورانټ برید وکړ او ځینې کسان تر یرغمل کولو وروسته ووژل.
سنډرز: کلنټن بايد د امریکا ولسمشره وي
د امریکا فلادلفیا ایالت کې برېني سنډرز د ډيموکراټ ګوند کنوانسيون ته په وينا کې له ډیموکراټانو وغوښتل چې هېلري کلنټن سپینې ماڼۍ ته ورسوي.
د بالیووډ ستوری د ناقانونه ښکار قضیه کې سپین وخوت
په هند کې یوې محکمې د باليووډ سينما ستوری سلمان خان دوه لسیزې وړاندې د څاریو ویشتلو او وژلو قضیه کې سپین خېژولی دی.
افغان ځواکونو ننګرهار کې داعش ته د سر دروند زیان اړولی
چارواکي وایي، تیره ورځ یې په ننګرهار کې د داعش وسله والو پر وړاندې په جګړو کې ډیر پرمختګ کړی او د دغې ډلې د یو سیمه ایز قوماندان په ګډون یې ۱۲۰ وسله وال وژلي دي.
'تورخم کې نوې دروازه؛ افغان حکومت جریان کې دی'
د پاکستان 'ډان' ورځپاڼې پر ډیورنډ کرښې د تورخم د نوې لانجمنې جوړې شوې دروازې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی. د پاکستان د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، را روانه دوشنبه به دغه نوي تاسیسات رسماً پرانیستل شي چې په وینا یې افغان حکومت په جریا
جاپان کې ۱۹ معلولین په چړو وژل شوي
د جاپان چارواکي وايي، توکیو ته څېرمه د معلولینو په یوه پالنځي کې په چړو ۱۹ کسان وژل شوي دي. د جاپان رسنۍ وايي ۲۶ کلن برید کوونکي پولیسو ته ځان سپارلی دی.
میشل اوباما او برنيسندرز: هیلري کلنټن باید ولسمشره شي
د ډیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون د لومړۍ ورځې وروستي ویناوال د ولسمشر اوباما میرمن میشل اوباما او سناتور برنيسندرز وو.
افغانستان اوعراق لپاره د زیاتې بودیجې غوښتنه
د امریکا د کانګریس یو غړي د جمهور رئیس اوباما د حکومت نه غوښتي چې په افغانستان او عراق لپاره دې پوځ ته بودیجه زیاته کړه.
د ډیموکرات ګوند ملي کنوانسیون رسمآ پيل شو
د امریکا په فلادلفیا ښار کې د ډیموکرات ګوند ملي کنوانسیون داسې مهال پیل شو، چې د برنيسندرز پلویان قهریدليدي.