غزني کې د ښځو چارو پر مشرې برید یو کس وژلی
د غزني د ښځو چارو په مشرې شکریه ولي وسله وال برید شوی، چې نوموړې روغه رمټه ترې وتلې خو د مستوفیت مرستیال محمد شفیق برید پکې وژل شوی دی.
د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل وایي، نن (سې شنبه) سهار د اتو بجو پرمهال دوو وسله والو د غزني ښار اړوند (خاک غریبا) سیمه کې کله له کوره دفتر ته پر لاره د ښځو چارو پر مشرې برید وکړ.
د ښځو چارو مشره او د مستوفیت مرستیال په موټر کې وو، چې ډزې ورباندې وشوې. محمد شفیق په ګولیو ولګېد او ځای پرځای ومړ.
وسله وال تښتېدلي. د ښځو چارو مشره شکریه ولي او د مستوفیت مرستیال شفیق په یوه موټر کې سپاره ول.
ښاغلي امرخیل ویلي، ''د ښځو چارو مشرې شکریه ولي ته مې وویل چې ساتونکی ولري، هغې د برید پرمهال هېڅ ساتونکی یې نه درلود''.
تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.
محمد شفیق ولي زاده د غزني د مستوفیت مرستیال و چې له اغلې ولي سره یې خپلوي لرله او کورونه یې سره نژدې وو او په یوه موټر کې دفتر ته راتلل.
شکریه ولي له نژدې لسو کالو راهیسې د غزني ولایت د ښځو چارو مشره ده. نوموړې یوازېنۍ مېرمنه ده چې تر اوسه یې وکولای شول په غزني غوندې ناامنه ولایت کې د ښځو په برخه کې کار وکړي.
شکریه ولي ته له مخکې هم امنیتي ځواکونو خبرداری ورکړی و چې ژوند یې په خطر کې دی.