BBC
 شاته

مصری فلمي تولیدوونکی محمد خان ومړ

Image copyright Getty
Image caption محمد خان د ۱۹۴۲ کال اکتوبر میاشت کې زیږېدلی، چې پلار یې پاکستانی او مور یې مصرۍ وه.

د مصري سینما وتلی فلمي تولیدوونکی محمد خان د ۷۴ کلونو په عمر د قاهرې سوېل 'حي المعادي' په یوه روغتون کې ومړ.

سینمايي منتقد او د اسکندریې د سینما نړیوال فسټیوال مشر امیر اباظه بي بي سي ته وویل، د ښاغلي خان جنازه به د سې شنبې ورځې له ماسپښین لمانځه وروسته وشي.

محمد خان په مصر کې د سینما له وتلو ستورو څخه و، چې په هنري کارونو کې یې د مصر سیاسي او ټولنیز ژوند ډېر انځور کړی و.

'د مهم سړي مېرمن'، د سادات ورځې' او 'د لمر ګوزار' د نوموړي د هنري کارونو د بېلګو په توګه یادېږي.

محمد خان په ۱۹۷۹ کال د قاهرې سینمايي نندارتون لومړۍ جایزه وګټله.

Image copyright AFP
Image caption دا چې نوموړی په مصري سینما کې ښه وځلېده، ایله دوه کاله وړاندې د مصر د ولسمشرۍ له خوا د دغه هېواد تابعیت ورکړل شو.
Image copyright AFP

نوموړي ته د 'کارخونې نجلۍ' فلم له برکته هم نړیواله او د عربي نړۍ په کچه جایزه ورکړل شوه.

محمد خان د ۱۹۴۲ کال اکتوبر میاشت کې زیږېدلی، چې پلار یې پاکستانی او مور یې مصرۍ وه.

دا چې نوموړی په مصري سینما کې ښه وځلېده، ایله دوه کاله وړاندې د مصر د ولسمشرۍ له خوا د دغه هېواد تابعیت ورکړل شو.