دولتي ځواکونو د افغانستان ختیځ کې داعش ته درانه تلفات اړولي
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې رسمي سرچینو ویلي چې د داعش پروړاندې د دولتي ځواکونو عملیاتو کې دې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت له رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ددې ډلې یو لوی مرکز په کوټ ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو نیولی دی.
ددې خبرپاڼې له مخې، په دې مرکز کې پوځي هډه، د ترهګریزو فعالیتونو روزنیز مرکز، محکمه او نورې بېلابېلې اداري شعبې شاملې دي. د ننګرهار رسنیو دفتر ویلي، په دې مرکز کې ماشومان د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ګومارل کېدل او روزل کېدل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، داعش ددغو تاسیساتو سربېره، یو مجهز درملنځی جوړ کړی و چې په هغې کې له پرمختللو وسایلو ګټه اخستل کېده.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر راپور ورکړی چې د داعش ډلې قومندان سعد امارتی چې په کوټ ولسوالۍ کې یې ددې ډلې د فعالیتونو مشری کوله، هم په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.
دولتي سرچینو ویلی، امارتی په لوګر کې د طالبانو له فعالو قومندانانو و چې تر ډېره یې له بهرنیو اورپکو سره یې سر او کار درلود او ددې ډلې د پخواني مشر ملا عمر تر مړینې وروسته داعش ډلې سره یوځای شو او ننګرهار ته لاړ.
د یوه بل خبر له مخې، په نورو ورته عملیاتو کې د ننګرهار په بلې ولسوالۍ اچین کې لږ ترلږه د داعش ۱۲۲ غړي وژل شوي دي. د ننګرهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا کسان د دولتي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې تېره شپه وژل شوي او لږ ترلږه ۲۰ نور یې نیول شوي دي.
ددې خبرپاڼې پر بنسټ، دا لومړی ځل دی چې په دې شمېر د داعش غړي نیول کېږي.
د ننګرهار پولیسو ویلي، په دغو عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د داعش ډلې اصلي مرکز د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې دی او ددې ولایت ځینې سیمې یې په کنټرول کې دي، ځو د ځینو کتونکو په باور کوم کسان چې د داعش په نوم دلته فعالیت کوي، په اصل کې د طالبانو غړي دي چې خپل نوم یې بدل کړی.