د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

14.05.2016 08:19    |   داکتر میرویس آقچه وال د شیعه ګانو ښکرونه ماتېدل غواړي

دافغانستان شیعه اقلیت چې د مزاري او تنظیمي جګړو په وخت کې یي لکۍ کړې وې اوس یي ښکرونه هم راشنه شوي او بشپړ په څلورو روان دي،دغه اقلیت چې د فیصدي په لحاظ یي شمیر د افغانستان د سني اتباعو په نسبت په اوړو کې د مالګې په اندازه دی، مګر شرارت،جسارت اومدعا یي تر پنځوس فیصده هم اوښتې ده.


14.05.2016 08:16    |   نعیم الدین نعیم فاشیزم څه ته وایي؟

فاشېزم د ایټالوي Fascisma او لاتيني Fasces له كلیمو څخه اخيستل شوې هغه عامه کرکجنه ترکیبي اصطلاح ده کومه چې په ټولنه کې د قومي، توکمیز او مذهبي تعصب د خپرېدو اصلي عنصر بللی شو یا په بل عبارت ویلی شو چې فاشیزم د پانګوالۍ نظام څخه د راپاتې بحرانونو زېږنده ایډیالوژي ده.


26.04.2016 09:06    |   حکمت الله رښتین دولتونه څنګه ځواکمن کیدلای شي

د دولتونو په ځواکمنتیا کی شپږ فکتورونه ډیر زیات رول لري چی افغانستان هم د همدغو فکتورو په سم استعمال کولی شی د بریا تر څوکو ځان هسک کړي. همدغه فکتورونه په لاندی ډول دي.


16.04.2016 10:08    |   محمدعارف رسولي د معاصر افغانستان ستونزې او فرصتونه

دا لیکنه د افغانستان د ستونزو، د هغو د ریښه اي لاملونو، شته فرصتونو او حل لارو د لړۍ لسمه برخه ده. په دې لنډه مقاله کې د بدلون، په څرنګوالي، اړینتوب، باریکیو، احتمالي ستونزو او نورو باندې خبرې کیږي. موخه داده چې که ممکنه وي په هیواد کې د بدلون په هکله زموږ په ټولنه کې پوهاوی زیات شي. اړونده ملي او سترې مسئلې موږ د ښو معیارونو په تله ښه و ارزوو او بیا په سړه سینه او په هوښیارۍ او عقلانیت پریکړې وکړو.


11.04.2016 10:33    |   استاد محمد ظریف امین یار لعلزاد در پاسپورت انگلیسی اش چه نوشته است؟ تاجک یا انگلیس

در حالیکه افغانستان در آستانه گذار از آسیب های بحرانها و جنگهای داخلی 35 سال اخیر قرار دارد و تا اکنون نیز زخم های این سرزمین تازه هست و نیاز به مرهم و ترحم دارد، بعضی عناصر ضد ملی و تخریب گر هم در داخل کشور و هم از خارج سعی دارند افغانها هیچگاه ملت نشوند. یکی از این چهره های ضد ملی ، خاین و جاسوس آقای لعلزاد هست. ایشان در مقاله اخیر خود زیر عنوان چرا روشنفکران پشتون خاموش اند؟ سعی کرده افغانها را به تفرقه دعوت کنند و ملت بزرگ پشتون را حامی یکه تازی، انحصار طلبی، بیسوادی، فقر ، جهل مرکب ، تحمیل هویت قومی در شناسنامه و ناکارآمدی در امور حکومتداری متهم نموده است. او استدالال دارد که درج کلمه افغان در تذکره های هویت امر تحمیلی بالای دیگر ملیت های افغانستان است. خواستم در این مقاله کوتاه در مورد عناصر ضد ملی نظیر لعلزاد و مانند آن دیگرانی که تولید سازمانهای سیاه دیگر کشورها هستند و یگانه هدف شان ایجاد تفرقه و فاصله بین ملیت های شریف و جدا ناشدنی افغانستان عزیز است چند نکته ای برای هموطنان غیورم توضیح دهم تا باشد که اذهان عامه در این مورد بیشتر روشن گردد.


07.04.2016 09:22    |   محمد عارف رسولي د معاصر افغانستان ستونزې، فرصتونه او ځینې حل لارې

د دې مقالې موخه داده چې که ممکنه وي زموږ په ملي ژوند کې له خپل تاریخ څخه د نه زده کړې ستونزې او دهغو پایلو ته ګوته ونیول شي او که ممکنه وي د یوه رغنده بحث لاره اواره شي. له تاریخ څخه درس نه اخیستل زموږ ستونزه له بشري او په تیره د خپلې تولنې او ملت له تاریخه زده کړه ملتونو او ټولنو ته موکه ورکوي چې د خپل ملت له تیرو تیروتنو خبر، په لاملونو یې پوه او بیا یې تر وسه وسه تکرار نکړي. همدارنګه، له خپلو تیرو ښو لاسته راوړنو، بریاوو او اړوندو تدبیرونو هم خبر شي، او ورڅخه ګټه واخلي.


03.04.2016 10:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار د پـرانیستو تـڼیـو خوب

زه ځیرکیار واګپوه(پولیټیکل ساینټیسټ) یم او هرچا او هرې پیښې ته د خپل مسلک له ګوټ نه کسم. ما د باچاخان فخر افغان ځوي ارواښاد خان عبدالولي خان د یو تکړه افغان واګیالي (سیاستمدار) په څیر پیژانده. خو اوس چې مې (د خان عبدالولي خان خطونه: د جهانزېب نیاز سوغات. لاهور: ملت پرینټینګ پرېس، جولای ۲۰۰۶) ولوست، د هغه د سړیتوب په نورو څڼډو هم پوه شوم. ولیخان نه یواځې یو غټ واګیالی و، بلکې سترګه ور نیوکـګر(نقاد) ، د زده کړې پتنګ او د پښتو ادبیاتو د ګل بڼ یو ځانګړی ملیار و. دغه ګل بڼ د هغې ژورې سمڅې په خوله کې جوړشوی و چې تل ته یې د ولیخان په شان حساس لیکوال ورکوزیدلی شو. په دغه تکه تیاره سمڅه کې د ولی خان ارمانونه غلي شوي وو او د هغه د ادبي ګلـبڼ چاپـیریال یې جوړ کړی و. دغه توره او ژوره سمڅه د ولي خان د پلار کور و. په همدغه بوګنوونکې سمڅه کې ولی خان د پښتنو د مشر نیکه خوشال خان خټک بابا کړیکه هم واورېدله


03.04.2016 09:39    |   محمد عارف رسولي د معاصر افغانستان ننګونې او فرصتونه (اوومه برخه )

له سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو سره په اړیکو کې زموږ ننګونې تر یو څو مشرانو د تاریخ په ځینو محدودو وختونو کې وراخوا زموږ معاصرې سیاسي څیرې په سترو جیوپولیټیکي، او جیو ستراتيژیکو نړیوالو اړیکو او مسئلو ښه نه پوهیدل. زموږ د ملت ډېری خلک بلکه زیاتې سیاسي څیرې اوس هم سم نه پوهیږي او ځان تیرباسي چې زموږ ستراتیژیک موقعیت، زموږ طبیعي او د اوبو زیرمې د ګټو ترڅنګ موږ ته په تیر تاریخ او په اوس وخت کې څه ننګونې او د چا لخوا پیښولای شي، او د کومو بهرنیانو د کومو لاس وهنو لاملونه شوي او تر دې وروسته هم کیدای شي. دا زموږ په تیر تاریخ او ټولنیز او سیاسي ژوند کې ډېرو ښکیلو خواووته دومره نه وه مالومه چې زموږ حریص ګاونډیان به څنګه په خپلو اړیکو کې دې ته ګوري او خپلې ګټې به خوندي کوي او موږ ته څه کول پکار دي.


25.03.2016 21:49    |   احمدجان تڼی د پښتنو سراسري جرګې جوړولو اړتيا

د پښتنو د سراسري جرګې ته اړتيا او راتلونکی مشرتوب


18.03.2016 20:01    |   محمد عارف رسولي بیوزلي (فقر ) څه شی دی او څنګه یې کمولای شو؟

په دې لنډه لیکنه کې هڅه شوې چې دننۍ پرمختیایی او انکشافی پوهې په رڼا کې د قومونو، ټولنو، سیمو او ان ملتونو په بیوزلۍ اوورپورې تړلو مهموستونزو یو څه رڼا واچول شوې. همدارنګه دبیوزلۍ په پیژندنه، ډولونو، اړونده لاملونو او ورڅخه د خلاصون په لارو هم بحث شوی دی. په مقاله کې هڅه شوې چې د بیوزلۍ سره د مبارزې لپاره په خپله دټولنې او دهغې دکسانواو سازمانونود وړتیا، په ټولنه کې دمشرۍ ، کلتور، ګډ سوچ، ګډ کارته لیوالتیا، انسانی پانګه، ټولنیزه پانګه، دتغیر او بدلون تنده اونورو په ونډه او ارزښت باندې خبرې وشي.


10.03.2016 09:52    |   استاد محمد ظریف امین یار تیوکراتیک‬ ټولني او د ښځو حقونه

زموږ په افراطي قبیلوي او مذهبي ټولنې کې ښځو تل قرباني ورکړې ده.زموږ په ټولنې کې د ښځو حقونه نه ورکول ژورې مذهبي، ټولنیز او فرهنګي لاملونه لري. په هغه ټولنې کې چې ټول ارزښتونه او هرڅه د ښځو خلاف وي د ښځو حقوق ترلاسه کول دوامداره مبارزه ، لوی عظم او ټینګه اراده غواړي. افغانستان او داسې ټول اسلامي هیوادونه چې مذهبي تفکر یې څوارلس سوه کاله مخکې پاتې ده او اجماع، قیاس او عقل ته یې اهمیت نه دئ ورکړئ ،د ښځې انساني او فطري حقونه تر لاسه کول په کې پرته له اوږدې مبارزې شونې نه ده.


09.03.2016 10:14    |   نظرمحمد مطمئن ښه ده چې دري ژبه مې زده ده

کله چې مسجد ته د سبق ویلو له پاره د تګ شوم، له بغدادي قاعدې ، قران کریم، شروط الصلوت او قدوري زده کولو وروسته راته د کلي‌ د مسجد مولوي صاحب وویل چې پنج کتاب به وایې، له هغه وروسته ګلستان او بوستان پریړ پریړ کتابونه مې زده کړل، درې سره په دري ژبه لیکل شوې دي، ‌ په ښوونځي کې هم موږ د دري مضمون درلود،‌ زموږ په سېمه (د پنجپایې د مهاجرو کیمپ چې د کوټې ښار څخه نږدې ۷۵ کیلو مټره لیري‌ پروت وو) کې دري ژبې وروڼه نه وو مګر موږ په دري خبرې کولای شوای.


09.03.2016 10:11    |   ډاکټر نبي مصداق د سردار محمد داؤد خان د درنښت مقبره

د مارچ په لومړۍ نېټه د قندهار ځینو مشرانو د فقید داؤد خان د وراره د لمسي سردار نادر نعیم په ګډون له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه درلوده او د دې مشرانو په غوښتنه، ولسمشر نه یواځې د افغانستان د لومړي جمهور رئیس شهید داؤد خان د مقبرې جوړول ومنل؛ خو د خپل شخصي ۲۰.۰۰۰ ډالرو د اهدا ژمنه یې هم وکړه، چې د حکومت ۴۰۰.۰۰۰ زره افغانیو سره په ګډه دا مقبره جوړه شي.


08.03.2016 10:26    |   عبدالرحمن فرقانی اسلام و زن

اکنون درشرق بالعموم ودرعالم اسلامی بالخصوص وقتاً فوقتاً مطالبه مساوات زن با مرد و شورش وهیجان در مورد حقوق زن برپا می شود . ودر لابلای این شورش وهیجان کسان بنام دفاع از اسلام مرتکب این خطا می شوند وقتی می گویند که اسلام در هر چیزمیآن این دو جنس فرق نمی کند ، وهر دو را بطور مطلق برابر یک دیگر قرار می دهد . وکسان دیگر از باب جهالت وغفلت مانند


06.03.2016 12:20    |   ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار «لـوَړبـابـا»:د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار

لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته جګ کړي، د خپل مشرتابه په غوره کولو کې یې سترګه ور کړي او د سیالانو په لـړ کې یې ودروي! مخکې له دې چې لوړبابا په شلمه پیـړۍ کې د پښتون روڼ آنـدتـیا او پښتـو ژورنالیـزم د مخکښ په څیر دروپـیـژنم ، روغه به وي چې د نولسمې پـیـړۍ په دوهمه نیمایي کې په لـر افغانستان کې په ژورنَـلیزم نوکې رڼا واچوم.


06.03.2016 12:12    |   نظرمحمد مطمئن یو سیاست؛ جنګ یا سوله د طالب دروند سیاسي ګوزار

یو سیاست؛ جنګ یا سوله د طالب دروند سیاسي ګوزار د رسنیو د ځینو کارکوونکو او سیاسي کارپوهانو خپل تحلیل به و چې د لسو طالبانو د نومونو یادونه یې کوله او یا به د حکومت لخوا ځينې نومونه افشاء شوي وو، داخبره نوره ډیرو ته په یقین بدله شوې وه چې د مارچ میاشت په لومړیو دوو اونیو کې به د طالبانو استازي په اسلام اباد کې په څلوراړخیزه د سولې اړوند ناسته کې ګډون کوي.


03.03.2016 10:32    |   نورمحمد غفوری ګوند او انتخابات (دوهمه برخه)

دولتي واک د ګوند موخو ته د رسیدو او د ټولنې د خدمت له پاره تر ټولو اغیزمنه وسیله ده چې ټول سیاستوال د هغو د لاسته راوړو لیوال دي. هر سیاسی ګوند د سیاسی ځواک د ترلاسه کولو او په هغو کې د ګډون له پاره مبارزه کوي. په دموکراتیکو نظامونو کې دولتي واک د وسلو د استعمال او زور له لارې نه، بلکې د هغه تر لاسه کول او ساتل د انتخاباتو او په انتخاباتي بهیر کې د سنجول شوو تدبیرونو، ستراتیژیو او تکتیکونو له لارې عملی کیدلای شي. په انتخاباتو کې ګوند یوازې د خلکو د رایو په زور او د ولس په ملاتړ بریالی کیدای شی. نو ګوند هغه وخت د خلکو ملاتړ د ځان په لوري راجلبولای شي چې د برنامو د جوړولو، د پریکړو د نیولو او د خپلو کاندیدانو د وړاندې کولو په وخت کې له عمومي افکارو او د ولسونو له پراخه کتلو سره


02.03.2016 11:20    |   قاضی نجیب الله جامع بی خونده بیعت

بی خونده بیعت لا په کلونو ورځی پاتی وې، چي د ایران ځواکمن مذهبي لارښود، آیت الله علی خامنه ای به نه یوازې په بهرنی کچه د امریکا او انګلیس له احتمالی لاسوهنو اندیښنه ښودله او ورسره یی تکرارًا د مبارزې خبر ورکولو، بلکی د دې ترڅنګ یې په کورنی کچه هم د یوشمیر سرو کرښو په پام کې نیول له لسګونو ملاحظاتوسره د انقلاب د ښیرازی او بقا په موخه اړین ګڼل او حتّا تردی چی دده د خوښې او د انقلاب د بقا د ټیم ځانګړتیاوې یې هم روښانه کړلی، لکه داچی باید با هویته، مومنو، انقلابی او د استکبار ضد څیرو ته رایه ورکړل شی، او څوک چی د دې مواصفاتو په نښه شوی اشخاصو ته رایه ورنه کړی هغوی عینی فرض پریښي او د حرام فعل مرتکب شوي دی، هغه چي موخه یې اصلاح طلبان او اعتدالیون د اکبر هاشمی رفسنجانی او خاتمی پر مشری ډله دی.


26.02.2016 10:34    |   نورمحمد غفوري ګوند او انتخابات (لومړۍ برخه)

نن په نړۍ او زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لږ تر لږه په ظاهره بڼه د دموکراسۍ او د هغې په لور د تلو خبرې روانې دي. زموږ په هیواد کې د دموکراسۍ سرسختو دښمنانو هم نن د بازار په نرخ د دموکراسۍ حجابونه اغوستي او د نړۍ دکتاتوران او دکتاتور نظامونه هم ځانونه دموکرات بولی او زیار باسي چې د دموکراسۍ نښې د خلکو په وړاندې ښکاره کړي. نو ځکه مې لازمه وبلله چې په دموکراتیکو نظامونو او ولسواکو پروسو په لړ کې په انتخاباتو کې د سیاسی ګوندونو په رول رڼا واچوم.


24.02.2016 11:18    |   قاضی نجیب الله ” جامع “ روسیه او ترکیه تاریخی تقابل او معاصر هویت

پر یو لویه کچه هغه څه چی نن مونږ د ترکیه او روسیه ترمنځ د تقابلی او هویتی سیاست پر بڼه د نړیوالو معاصرو پیښو څخه پر اغیزی ګورو، په حقیقت کښی دیو داسی اوږده تاریخی پړاو ټکر څخه سرچینه اخلی، هغه چی د اتلسمی پیړي پر اوایلو کښی د پانګوالي نظام پر ځواک موندني سره د اقتصادی او سیاسی ګټو د تامین پر موخه د وخت لویو ځواکونو ترمنځ د خپلو ګټو څخه پر پالنی به یې د وروسته پاتی او پراختیا پر حال کښی ملتونه پر یو او بل عنوان لوټول او دهغوی ټول شته به یې پر استثمار او استعمار وړل.