د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

19.09.2015 12:01    |   شاه ولی ارین د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت

پنځمه برخه:

تیره برخه کې څرګنده شوه چې شوروی استخباراتو د خپلو جاسوسی شبکو او هیواد پلورونکو افغانی لاسپوسو اجنټانو سره یو ځای د یو ګډ رزیلانه پلان سره سم د خلقی حاکمیت او نظام پر ضد جوړی شوی دسیسی او توطئی یو پر بل پسی عملی کولی، چې ددی دسیسو عاملین او سلاکاران د شوروی اتحاد سفیر پوزانوف،د سفارت مستشار ولیری ستار استین،د سفارت دریم سکرتراوسادچې د سفارت بل استخباراتی مامورایوانوف او بوګدانوف د کې جې بې خاص استازی اود ببرک کارمل د ډلی تښتیدلو سفیرانو، او په هیواد کې وکیل ،نبی عظیمی، سلطان علی کشمند، جنرال عبد القادر،حشمت


12.09.2015 11:27    |   عاشق الله رحیمي شمسزی د قرار قضاوت ولې ناسم و؟

د ۱۳۹۴ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په ۱۷ مه نېټه تاند ویب پاڼې د "لاریون ولې ضروري نه و؟" تر سرلیک لاندې د لیکوال او شاعر مجید قرار یوه لېکنه خپره کړې. په ټوله کې، دغه ليکنه په دریو برخو څرخي. په لومړۍ برخه کې یې د افغان کلمې د اهمیت او ارزښت او نورو مسایلو په اړوند څو کرښې کاږل شوي. په دویمه برخه کې لیکوال هڅه کوي څو د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړوند د ولسمشر منډې ترړې توجیه کړي او په دریمه برخه کې لیکوال د ځینو کړیو په فرمایش په پلازمینې کابل کې د افغانیت او اسلامیت د داعیې د ملاتړ کوونکو پراخ لاریون تر نیوکې لاندې نیسي.


11.09.2015 09:51    |   پروفیسور کابلي والا یوځل بیا د مرګ او ژوند پرپوله

افغانستان نور د نړۍ د نقشې پرمخ د داسې یوه سره ټکي په څیره کې ځان ښیي چې هرڅوک پوهیږي دا د سخت خطر علامه ده ، خوڅومره یوکال ، لس کاله ، شل کاله ، او څلویښت کاله ؟ ځکه نودغې سرې خطري علامي نور دهرلیدونکي په وړاندې خپل خطري اهمیت له لاسه ورکړي او چې سترګې یې پرې ولګیږی ، بیا یې هم دافسوس احساس نه پاریږی اونه ځوریږی ، مانا داچې نورنوانسانی احساسات ددغه سره ټکي په وړاندې له حسه لویدلي او ستړي شوي دي.


08.09.2015 09:30    |   عبدالغني (هاشمي) ملي مسایل په ملي اجماع هوارېږي

په برښنايي پېزند پاڼو کې د (اسلام) او (افغان) کلمو لیکلو او نه لیکلو په اړه له اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو رسنیو، ډلو او ټولنو کې بېلابېل اختلافي بحثونه راوان دي، خو په دې وروستیو کې دې مسئلې دومره زور واخست، چې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زموږ زرګونه هېوادوال واټونو ته راووتل او په کابل کې خو تېره ورځ زرګونه اعتراض کوونکي ان د و لسمشرۍ ماڼې دروازو ته هم ورنږدې شول، چې چغې او شعارونه به یې ښايي ولسمشر او اجرائیه رییس هم اورېدلي وي.


07.09.2015 09:46    |   نظرمحمد مطمئن مجاهدین غواړي بایللې جګړه اوس وګټي!

مجاهدین غواړي بایللې جګړه اوس وګټي! مجاهدینو د وروستي ځل له پاره جګړه او لوبه هغه وخت وبایلله چې خپل لوری يې په یو مخیز ډول بدل کړ، سمه ده چې د جهاد پر مهال د سي آی اې پیسې او امکانات د هغوی د مجبوریت له کبله د مجاهدینو لاسته ورتلل، ځکه امریکا د روسانو څخه د ویټنام د جګړې غچ اخیست، او مجاهدینو اړتیا لرله چې روسان له خپل هیواده وشړي، ولي کله چې د ۹/۱۱ وروسته د مجاهدینو ځینو مشرانو د سي آی اې پیسې او مرستې مخامخ ترلاسه کړي، او هغه عرب مجاهدین يې هم ځينې ووژل او ځينې يې پسې واخستل کوم چې د روسانو سره د جهاد پر مهال د دوی مرستې ته راغلي و، همدا ډول د سي آې اې پیسې يې د خپلو مسلمانو افغان وروڼو په وژلو او غټ غټ بمونو په راغوښتلو باندي لګول غوښتل، بناء عملا په فتنه کې واقع شول، همدوی و چې له سي آی اې څخه


29.08.2015 13:10    |   حضرت خان منګل دهویت بې هویته تذکرې

دتابعیت مفهوم په لرغوني یوناني سیاست کې ریښې لري. تبعه دیو ملت هغه غړي ته ویل کیږي، چې یولړ مسوولیتونه او حقونه لري. تابعیت د وګړي(فرد) او دولت ترمینځ اړیکې جوړوي. ، تبعه هغه څوک دی، چې په ټولنه کې یولړ ځاګړي حقونه او تکلیفونه لري، نو د یو هېواد تبعه(Citizen) له بهرني او یا هم له دایمي اوسېدونکي(Permanent Residents) څخه توپیر لري، چې بیا د اوسېدونکي او تعبه د حق او تکلیف تر منځ هم یو شمیر غټ او واړه توپیرونه موجود دي. تر ټولو اساسي حق، چې تبعه يې لري هغه دکار او ژوند کولو حق دی ، چې په څینو وختونو کې هغه بهرنیان، چې یو هېواد ته د سیلانیانو په توګه تللي وي د کار کولو حق نه لري، خو که د قانون په چوکاټ کې له میزبان هېواد څخه د کار اجازه لیک تر لاسه کړی وي، د یوې ټاکلې مودې لپاره د کار حق لري. تبعه کولی شي، چې رایه وکاروي ، ټاکنو ته ځان ونوموي ، پوځي او نظامي څانګو کې دنده ترسره کړي، چې ډېری وختونه یی بهرنیان نه لري. د سیاسي علومو، له نظره: تابعیت یوازې حقوقي نه، بلکې روحي او رواني اړخ هم لري، یانې هر تبعه باید هیواد ته دوفاداری او خدمت روحیه ولري او دفاع ته یی حاضر وي.


27.08.2015 09:22    |   نظرمحمد مطمئن د موسی کلا نيونه د طالبانو د وحدت او قوت نښه کيدای شي

موسی کلا ولسوالي چې د شمالي هلمند مرکزیت دی، طالبانو لاس ته ورغلي ده، ډیره مهمه ولسوالي ده، د جهاد په وخت کې موسی کلا د ملا محمد نسیم آخند، تر هغه وروسته دهغه د ورور ملامحمد رسول آخند او ملا غفارآخند قوي مرکز و.


26.08.2015 09:52    |   شاه ولی ارین دنمارک د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکې د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت

په تیره برخه کې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د دریځ په هکله چې د سردار محمد داؤد جمهوری نظام یې تائید او په رسمی توګه یې پلوی تری اعلان کړه په لنډه توګه څرګندونی و شوی.
دا یو حقیقت دی چې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په هیواد کې تر نورو ټولو سیاسی ګوندونو پراخ او هیواد شموله ګوند و، چې د ټولو قومونو او میلیتونو استازیتوب یې کولی شو، خو دا هم باید وویل شې چې جوړښت یې د څوفرکسیونو مجموعه وه، چې د پیل نه د سلیقوی او ځینو نورو توپیرونو له امله د رهبری په کچه ستونزی او د نظر اختلاف موجود و. په ګوند کې د سلیقوی، ښاری او کلیوالی، سیمه ایزو او یو څه هم د ټولنیزو توپیرونو د موجودیت له امله له یوی خوا او هم د شوروی اتحاد او کمونست ګوند سره د ډیر نږدیوالی او یا یوازی د نیکو او متقابلو اړیکو د ساتلو نظرونو او عقایدو ګوند په دوه مهمو فرکسیونونو خلق او پرچم ویشلی وو.
د پرچم په فرکسیون کې ببرک کارمل او د هغه خاصی ډلی شوروی اتحاد او د هغوی کمونست حزب سره په نږدیوالی او استخباراتی همکاریو او د کی


23.08.2015 13:36    |   محمد عارف رسولي د خپلواکۍ مفهوم، ګټل، نمانځل او ساتل – لمړۍ برخه

د اسد د میاشتې ۲۸ مه نیټه د ګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو شپږ نویمه کلیزه خپلو درنو دوستانو، د هغوی درنو کورنیو او ټول پتمن افغان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وایم. د هغې پتمنې سوبې او معرکې د شهیدانو، غازیانو او مجاهدینو پاک روح ته خوشالي او د سپیڅلو ارمانونو یې پوره کیدل غواړم. همدارنګه، له الله تعالی څخه غواړم چې موږ افغانان د خپلواکۍ په پوره مفهوم، دهغې د ګټلو او ساتلو په ټولو اړینو لارو چارو او رازونو پوره پوه شو ترڅو د خپل هیواد مکمله سیاسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکي خوندي او تلپاتې کړو. آمین


20.08.2015 18:31    |   محمدآصف خواتی دولسمشرپه ځای ماوژړل

نن مې دنوروورځو په څیرخپل کمپیوتر ولګاوه اودځینوویب پاڼولوستل مې پیل کړل۰ په یوه پاڼه کې دالیکنه ترسترګوشوه چې دولسمشراقتصادي سلاکارښاغلی زاخیلوال په پلازمیینه کابل کې د خپلواکۍ د ۹۶ کالیزې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې ویلي « موږدآزادۍ ورځ نمانځو، آزادي نه نمانځو، ځکه موږآزادي نلرو۰۰۰ » دنوموړي وینا هک پک کړم چې داښاغلي چې پدې وروستیو څوارلسو کلوکې لوړدولتي مقامونه لري داخبره کوي ښایي کوم شربت یې څښلي وي اویایې څه شی دودکړي وي۰


19.08.2015 10:19    |   استاد محمد ظریف "امین یار" کسی که یوم استرداد استقلال افغانستان را تجلیل نمی کند خاین است

غازی امان خان رهبر فرمند(Charismatic) ، پویا،متحرک، ملی گرا و روشن فکر افغانستان بعد از مبارزه تاریخی توانست با کمال افتخار؛ افغانستان عزیز را از چنگال اشغال انگلیس آزاد کند. امان الله خان یکبار دیگر به جهانیان ثابت ساخت که افغانها همواره ملتی آزاد منش و آزاد پرور اند و استقلالیت خود را بیشتر از هر چیز اولویت میدهند. اما امروزه بعد از ۹۵ سال در این سرزمین مقدس شاهد بعضی از اشخاصی خاین هستیم که از هویت و از افتخارات خود منکر و بیزار اند . آنها با کمال بیشرمی برای نابودی هویت ملی و ارزشهای ملی افغانستان در تلاش اند. آنها قهرمانان کاذب را که از سوی اجنبیان فربه میشدند و دست شان به خون ملت مظلوم آغشته است و یگانه دست آورد ملموس شان نابودی دارایها و ارزشهای ملی و نظام مقتدر افغانسان است ؛ را تجلیل میکنند.اما وقتی روزی تجلیل کارنامه های غازی و بزرگ مرد افغانستان میرسد در عالم سکوت خود را زیر اجندا بیگانگان پنهان میکنند. این گونه اشخاص را در روشنایی تعریف منافع ملی خاینین ملی عنوان میتوان کرد. بلی خاین ملی افرادی را گویند که هویت و افتخارات کشور خود را انکار کنند و اجندا اجنبیان را اولویت و ارجیحت دهند.


18.08.2015 10:30    |   حامد شینواری د قیامت علامه، ننګرهار ته له ډبورۍ اسلام را روان دی

د قیامت علامه، ننګرهار ته له ډبورۍ  اسلام را روان دی د قیامت د رانږدې کیدو یوه لویه علامه داده چې ټولې معادلې به سرچپه شي،لمر به له مغرب څخه راخیږي، کار به بې کارو او ناهلو ته وسپارل شي ، مور به خپل بادار زیږوي او تر ټولو لویدلي او پښې لوڅي خلک به د بنګلو او ماڼیو خاوندان شي. خو له دې یادو انعکاساتو څخه معلومیږي چې په آخره زمانه کې به ټول کارونه سرچپه روان وي،لکه همدا اوس چې دهمداسې عمومي پړمخیتوب ډیرې علامې د ژوند په بیلابیلو ډګرونو کې ترسترګو کیږي .


18.08.2015 10:19    |   محمدآصف خواتی دتاریخ بیرحمانه قضاوت اوومه برخه

ددې لیکنې په لومړۍ برخه کې یادونه شوې وه چې دسردارمحمدداود دشخصیت او کارنامو په هکله لیکنوکې دپام وړمعلومات اونا ویل شوې خبرې ترسترګوکیږي۰ دانوي معلومات اوناویل شوې خبرې تاریخ پوهانوته ښه مواددي چې دهغوپربنسټ خپلوڅیړنوته دوام ورکړي، ویې ارزوي، دقضاوت په تله کې وتلي ، اود هیوادددې تاریخي خودډراماتیکواوخونړیوپیښوډک پړاوپه هکله آفاقي آثار راتلونکو نسلونوته ډالۍ کړي ۰ ددغو ناویل شووکیسوڅخه یوه دمحمدهاشم میوندوال اوبله د محمدداود


18.08.2015 10:18    |   پوهندوی آصف بهاند «د الفت سل خبرې» او یوه خاطره

کله چې پر وطن باندې د تیارې د لښکرو خونړۍ او مرګونې څپې په وحشانه ډول را برابرې کړای شوې، نو د ټوپک شپیلۍ داسې سُر او په غږیدو شوه چې په میلیونونه غوږونه یې کاڼه کړل. دا شپیلۍ څه ساده شپیلۍ نه وه، له وحشتناک غږ سره یې اورونه هم بادول. له همدې غږ او اور نه ګڼ شمیر خلک په تیښته شول. هر لوري ته یې چې مخه شوه، ولاړل. نه یې اوبه لیدې نه وچه، نه غر نه ځنګل، نه آشنا وطن او نه هم نا آشنا دیار؛ یوازې په دې نیامت چې له وحشتناکې شپیلۍ او د هغې له اور نه ځان او کورنۍ خلاصه کړي.


17.08.2015 09:42    |   استاد محمد ظریف "امین یار" جنرال حمید گل پدر معنوی مجاهدین افغانستان مرُد !

ایجاد پاکستان با رهبری محمد علی جناح وقتی در اجلاس بریتانیا مطرح و مورد پذیرش قرار گرفت که بریتانیا دیگر توانایی رهبری و مدیریت مناطق جنوب آسیا را از دست داده بود و ضمناْ خیزشهای آزادی خواهی موجود در منطقه ؛ بریتانیا را کاملاً با شکست مواجه کرده بود. بریتانیا توسط ایجاد پاکستان تیرش را حد اقل به سه هدف کوبید: هدف اول: خنجر زدن بر افغانستان یعنی دشمن دیرینه انگلیس بود. با ایجاد پاکستان موضوع دیورند با گذشت هر روز داغ تر شد و پاکستان بخاطر دوام قبضه غیر قانونی خود بالای آنسوی مرز همواره سعی کرد تا مردم افغانستان با همدیگر متفق، یکپارچه و متحد نشوند. پاکستان کوشید تا حکومتهای افغانستان به پایداری و ثبات سیاسی تحقق نیابند، که به این هدف نیز رسید. هدف دوم: تضعیف هندوستان بزرگ ونیرومند بود. بریتانیا با ایجاد پاکستان توانست هندوستان بزرگ را به چندین کشور تقسیم کند یعنی هندوستان را که نیمه قاره میگفتند به چندین کشورتبدیل شد. گفته میشود تا اکنون بریتانیا برای تحقق بسیاری از اهداف خود توانسته است پاکستان را بعنوان یک قدرت سیاسی فوق العاده مخالف و تاثیر گذارعلیه مخالفت های هند با بریتانیا استفاده کنند. هدف سوم: تحقق اهداف ستراتیژیک بریتانیا توسط پاکستان در منطقه بود. این اهداف حیطه خیلی بزرگ دارد و بریتانیا توانسته است هر زمانی که لزوم باشد از پاکستان برای تحقق اهداف ستراتیژیک خود استفاده کند.


15.08.2015 11:16    |   محمدآصف خواتی دتاریخ بیرحمانه قضاوت ۶

دلیکنې په پنځمه برخه کې یادونه شوې وه چې دسرطان د پوځي کودتا بری دافغان ولس لپاره مصیبت جوړونکی بری شو۰ دنوموړې کودتا وروسته ترنن مهاله وینوچې یوپه بل پسې پردې مصیبت ځپلی ولس ډول ډول مصیبتونه راغلل اولا راځي۰ یوځل دقطبي خرس مصیبت په دې خاوره کې مصیبت راووست ، بیا دتنظیمونو دشراوفساد مصیبت داولس دلیونتوب کچې ته ورساوه ، وروسته دطالب د متروکې مصیبت خلک په خپلو کورونوکې ایسارکړل اوداپوره څوارلس کاله کیږي چې داولس د انګلوساکسوني بافرهنګه وحشیانود مصیبت سره لاس اوګریوان دۍ۰ دانقلاب ، جهاد اومقاومت په نامه دجګړو، ملیشو ، د مخدره توکو ، پاټکونو، جنسي تیریو، دځمکو اوجایدادونوغضب، پردۍ پالنې ، اربکیانو ، مهاجرتونو ، دمړونڅاوو، دانسانانوپه سرونوکې دمیخونودټکولو، دغوږونواوژبو دپرې کولو، په کانتینرونوکې دانسانانودخفه کولو، دقومي اومذهبي دښمنیو درا


15.08.2015 11:16    |   نظرمحمد مطمئن د ولسمشر غني سوله؛ لس میاشتې شاتګ

امریکا، ناټو، آیساف ، افغان حکومت او په افغان حکومت کې دننه پخواني مجاهدین او پخواني کمونسټان هڅه کوي چې د طالبانو د ۱۴ کلنې جګړې ټوله لاسته راوړنه په پاکستان پورې وتړي، او پاکستان د همدې امتیاز په تمه دی.


15.08.2015 11:11    |   محمد داود نیازی د افغانستان او پاکستان اقتصادي ناندرۍ

سوداګري زموږ په لرغوني هيواد کې اوږد تاريخ لري په ډيرو لرغونو زمانو کې افغانستان د وريښمو لويې لارې په اوږدو کې پروت و چې ختيز او لويديز يې سره تړلي ول . له 1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادنو ته صادرول


15.08.2015 11:06    |   پوهندوی آصف بهاند د امپراتور نوې جامې

کلونه پخوا یو امپراتور ژوند کاوه چې نوې او ښکلې جامې یې ډیرې خوښیدې او خپلې ټولې پیسې به یې د ځان په سمبالولو او جوړولو لګولې. هغه خپلو سرتیرو ته هم پام نه کاوه، کومې نندارې ته نه ته، د آس په سورلۍ د ځنګله په سیل هم نه ووت؛ خو د خپلو نویو جامو د ښودلو له پاره یې ښه ډیر وخت او ښې ډیرې جامې درلودې، داسې چې د ورځې د هر ساعت له پاره یې یو جوړه کالي درلودل او پر له پسې به یې بدلول. دی دومره مصروفه و چې فکر کیده چې«امپراتور د مشاورې یا مصلحتونو په کوټه کې دی»، خو په اصل کې داسې و چې:«امپراتور د کالیو په المارۍ کې لګیا و»


13.08.2015 10:58    |   محمد عارف رسولي مدني فعالیتونو او څرنګوالی یې

په دې لیکنه کې موخه داده چې په هیوادکې په مدني ټولنو او مدني فعالیتونو یوڅه رڼا واچول شي ترڅو که ممکنه وي زموږ د ځوان نسل او مدني فعالانو پوهه په دې هکله زیاته شي او له خپلو فعالیتونو څخه د خپلو ټولنو او د ټول هیواد په کچه سمه ګټه پورته کړي. په هیواد کې د مدني فعالیتونو حالت