منظور پښتین د خپل فقیرانه شخصیت او سوله ایزې مبارزې له امله د ځوان نسل په منځ کې بې ساری محبوبیت ګټلی دی. اوس چې له ټولو حقوقي او قانوني موازینو پرته د پاکستان د واکمنو له لوري نیول شوی دی، په وړاندې یې د همدردۍ څپه لا چټکه شوې او ځینې ځوانان دې نتیجې ته رسیدلي دي، چې د منظور سوله ایزه مبارزه د حل یوازنۍ لار نه ده، باید نظامي او چریکي بدیل ورسره مل شي. 

آیا دا وړاندیز عملي دی که احساساتي؟ پدې لیکنه به د نورو محکومو قومونو او اقلیتونو د حالت په پام کې نیولو سره د منظور پښتین او محکومو افغانانو د حالت او ممکنې مبارزې په باب خپل تحلیل او وړاندیزونه درسره شریک کړم.
متاسفانه بشریت لا د پرمختګ دې مرحلې ته نه رسېدلی چې په قام، ژبې، سمت، رنګ، نژاد، سیمې، مذهب او نور ټولنیزو ګرپونو پورې د پیوند له محدودیته راووځي. البته لا تر اوسه په سیاست او دولت جوړولو کې قام تر ټولو عناصرو پیاوړی دی او ځکه د اوسنۍ نړۍ زیاتره یا ټول دولتونه ملت ـ دولتونه دي، چې مربوط هیواد او نظام د هغه قام له نوم او هویت څخه منشه اخلي چې په دغه هېواد کې یا اکثریت دي او یې د دغه هیواد په جوړولو کې بنسټي رول تر سره کړی وي.

له جاپان او ایسلنډ پرته د نړۍ ټول هیوادونه د ګڼو قومونو جوړ شوي دي، چې په زیاترو کې اقلیتونه د یو ډول مظلومیت او محرومیت احساس کوي او په ځېنو کې له اقلیتونو سره ظلم هم کېږي. پښتانه او بلوڅان هم په پاکستان کې مظلوم او محکوم اقلیتونه دي. 

اقلیتونه د وخت او زمان د شرایطو سره سم د خپلې بقا او پرمختګ په فکر کې وي او په بېلابېلو حالاتو کې د مبارزې مناسبې ستراتیژۍ کاروي.

د سوله ایز او پیاوړي نظام په منځ کې:

کله چې په یو هېواد کې پوره یا نسبي سوله حاکمه وي او نظام یې پر ټول هیواد حاکم وي، اقلیت قامونه او د هغې وتلي اشخاص ځانونه د نظام برخه ګڼي، کار و کوښښ کوي او تر خپله وسه د نظام او هیواد په واک او منابعو کې خپله برخه اخلي. که په کوم هېواد کې ګوندي سیستمونه وي، دوی هغو ګوندونو ته ځي چې د اقلیتونو حقونو ته ځانګړي پام کوي. مثلاً په امریکا، کاناډا او ځینو نورو لویدیځو کې اقلیتونه معمولاً دموکرات او لبرال ګوندونو ته ترجیح ورکوي. (دا باید ومنو چې امریکا- اروپا پدې برخه کې له نورې نړۍ ډېره زیاته پرمخ تللې ده او خپلو خلکو ته یې د حقوقو او ازادي ګانو په ورکولو کې ډیرې بریاوې تر لاسه کړي دي). په دغسې هېوادونو کې اقلیتونه د کسب، هنر، علم او ادب په برخو کې ډېر ځلیږي. د سیاست او نظام په لوړو بستونو کې هم ورته د کار فرصتونه ورکول کېږي، خو د هېواد د هویت او نظام له لویو پرنسیپونو سره مخالفت نه کوي او نه یې کولای شي. په داسې سوله ایزو حالاتو کې د اقلیتونو د مبارزې ستراتیژي ګانې په لاندې ډول یا دې ته ورته وي:

د قانوني اصلاحاتو غوښتنه: د قانوني اصلاحاتو، تعدیلونو، بدلون او د قانون د حاکمیت له لارې داسې حق غوښتنه (اډوکسي) کوي چې اقلیتونه د هیواد د نورو اوسیدونکو په شان لا زیاتو حقوقو او منابعو ته ورسیږي، د خاصو ګروپونو لپاره قانوني برتري کمه یا محوه او تبعیض او تعصب غیر قانوني شي.

په سیاسي چارو کې فعالېدل: په داسې ډول چې په سیاسي پریکړو او باصلاحیته بستونو کې د اقلیتونو نماینده ګي زیاته شي او وهڅیږي چې په ټولو سیاسي پروسو لکه ټاکنو او مناسبو مقامونو ته په کاندیدو کې فعاله برخه واخلي.

سیاسي اګاهي او تعلیم: د اقلیتونو د حقوقو په باب د معلوماتو او خبرتیاوو د خپرولو لپاره د رسنیو، ټولنیزو سټیژونو او سیاسي بنسټونو له لارې هڅې کوي، همدا راز کوښښ کوي چې په تعلیمي نصابونو کې د مساوي ښاروندۍ، برابرو حقوقو او انساني کرامت د مساوي والي د شمول لپاره مبارزه وکړي چې متقابل پوهاوی بهتر او جلا والی کم شي.

نړیواله حق غوښتنه: له هغو نړیوالو بنسټونو سره ګډ کار کوي چې د اقلیتونو د حقوقو د دفاع او پدې برخه کې د معلوماتو او خبرتیاوو له زیاتولو سره مرسته کوي. همدا راز له دپلوماتیکو چینلونو سره د همکارۍ، اړیکو او بحث له لارې د خپلو حقوقو لپاره کار کوي.

ټولنې جوړول: بېلابیلې ټولنې جوړوي او د اقلیتي ټولنو تر منځ د پیوستون راوستلو کوښښ کوي، چې غږ یې پیاوړی شي، همدا راز د ملاتړ لپاره شبکه سازي کوي چې د مربوطو ملي او نړیوالو بنسټونو سره یې اړیکي زیاتې، مثمرې او دوامدارې شي او د اشخاصو او ډلو لپاره ترې ملاتړ تر لاسه کړي. 

له رسنیو سره کار: د رسنیو له لارې د مناسبې نماینده ګۍ، او د خپلو ستونزو او کیسو د شریکولو له لارې هم دولتي مقامونه، هم ولس او هم بهرنۍ مربوطه ادارې خبروي او ملاتړ او همدردي یې تر لاسه کوي.

پوهاوی، خبرې اترې او تعاون: د اقلیتونو د حقوقو مدافعین د بېلابېلو مدهبي، قومي او ټولنیېو ګروپونو تر منځ ازاد بحث ته زمینه برابروي چې څو اړخیز تعاون زیات شي، باور تقویه شي، او د ملي یووالي او لویو هیوادنیو لومړیتوبونو ساتنه وشي. دوی د حق غوښتنې لپاره له نورو ګروپونو سره ایتلافونه جوړوي او په ګډه کار کوي.

اقتصادي ځان بسیاینه: دا ګروپونه تشبث، تجارت، نوښتونو او همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي تر څو د دې سبب شي چې د دوی اقتصادي وضعیت ښه شي او د ټولنې له تحرک سره مرسته وکړي. پدې صورت کې ورته کاري فرصتونه هم ایجادیږي. 

کلتوري میراثونه ساتل: د اقلیتي ګروپونو په شمول د یوه هیواد د ټولو تاریخي، کلتوري میراثونو ساتنه د ټولو ګروپونو د هویت او تاریخ له ساتنې او د دوی په منځ کې د باور په ایجاد کې مرسته کوي. د ټولو ژبو او ادبیاتو ساتنه او وده هم د اقلیتونو د کار په ساحه کې مهمه ساحه ده.

سوله ایز مخالفت او مدني نافرماني: سوله ایزې مظاهرې، اعتصاب، له ځینو خدماتو یا اجرآتو سره بایکاټ، په سوله ایز ډول د ناعادلانه قوانینو له منلو ډډه کول، د بې عدالیتو بربنډول او ورته د حل قانوني لارې وړاندیزول او د عملي کولو لپاره یې ټولنیز خوزښتونه جوړول هم د حقوقو اخیستلو او مثبت بدلون راوستلو مدني او قانوني لارې دي.

دا هڅې له یو بل سره تړلې دي، او که په مداومت او ټینګ عزم په قانوني چوکاټ کې په ښه نیت وشي، حتماً د نورو همکاري جلبوي، حکومتونه هم مجبوروي چې په قوانینو او کړنو کې اصلاحات راولي او د مساوي ښاروندۍ حقوقو تحقق ته لار هواره کړي.

د سوله ایزې مبارزې څو بریالۍ بېلګې:

په امریکا کې د مارتین لوترکینګ هڅې د هند په ازادۍ کې د ګاندي د عدم تشدد ستراتیژي، په جنوبي افریقا کې اپارتاید ضد مبارزه، د چکوسلواکیا د بخملي انقلاب او په فلیپین کې د خلکو د ځواک انقلاب یې بریالۍ بېلګې دي. 

البته دا باید ومنو چې سوله ایزه مبارزه تر جګړه ایزې ستونزمنه، حوصله غوښتونکې او دوامداره وي، خو ګټې یې زیاتې دي، ځکه د انساني تلفاتو مخه پکې نیول کېږي، د انسانانو تر منځ کینې او کرکې نه ایجادیږي، د نظامونو، سیستمونو، بنسټونو او منابعو د زیان مخه نیول کېږي او د یوې دوامدارې سولې او نیکمرغۍ پر لور دروازې خلاصیږي.

کله کله دا ډول مبارزې ناکامېږي او یا ډېرې اوږدمهاله کېږي، لکه د کوزې پښتونخوا د خدایي خدمتګارو نهضت او نور چې وروسته تشریح شوي دي.

 

نظامي لارې چارې

کله چې یو نظام له حده زیات ظالم یا کمزوری شي او یا هم کوم بهرنی هیواد پر یو هېواد یرغل وکړي، نو اقلیتونه خپلې د مبارزې ستراتیژي ګانې بدلوي.

کودتا کول او یا پکې برخه اخیستل: د کمزوري نظام پر ضد د کودتا امکان هم شته چې د هیواد اقلیتونه هم پکې د ټولې یا لویې برخې د لاس ته راوړو په تمه برخه اخلي. اقلیتونه دې ته په تمه وي چې که د نظام د داخلي اختلاف په نتیجه کې دوی مستقیماً او یا د یو ناراض داخلي لوري سره ملګري شي او د بدلون په نتیجه کې د دوی په حقوقو او مقام کې ښه والی راشي. کله کله د اقلیتونو کادرونه د پوځي لیډرشپ داسې لوړو مقامونو ته ځان رسوي، چې د فرصت په وخت کې د خپل قوم د انحصاري واک لپاره د نظام خلاف کودتا کوي. بېلګه یې حافظ الاسد دی چې په ۱۹۷۰ کې یې د یوې کودتا له لارې واک نیولی او تر اوسه پر سروبه د ده د کورنۍ واک حاکم دی.

ګوریلایي او چریکي جګړې: چې په بېلابېلو ستراتیژیو مخکې ځي، پدې کې د خرپ او ترپ تکتیکونه، غیر متعارف جنګونه، د ملي پروژو تخریب، د پیاوړي مخالف لوري (معمولاً حکومت) په کمزورو ځایونو برید، زیربناوې تخریبول او بېرته شاته تلل، د تدارکاتو او سپلای په سیستمونو، دولتي بنسټونو او محاصره ټولګیو برید او ضرر وررسول پکې شامل دي.

پارتیزاني ګروپونه جوړول: جګړه بیلابیلو سیمو ته خپرول، ناڅاپي غلچکي بریدونه، کارشکني، غیر منظم جنګونه؛ لارې، د برښنا او تلیفون تاسیسات او نور تخریبول، او ماینونه ایښودل هغه تکتیکونه دي، چې مقابل لوري ته یې انساني، اقتصادي او سیاسي تاوان زیات او چریکانو ته کم دی.

له بهرینو یرغلګرو سره یو ځای کېدل: د خپل هیواد د نظام پر ضد د بهرینو لښکرو سره ملګرتوب او له فرصت څخه د خپلو داخلي حریفانو ځپل او کمزوري کول هم د دې تکتیکونو یوه برخه ده.

مذاکره، خبرې اترې او اوربند: کله چې حاکم نظام درک کړي، چې سوله او مخالفینو ته د حقوقو ورکول د جنګ تر بیې ارزان دي، نو هغوی ته امتیاز ورکوي او مخالف اورپکي له دغې لارې خپل حقوق تر لاسه کوي.

ریفرنډم او عامه نظرغوښتنه: کله کله د ځېنو سترو مسلو د حل لپاره عامه نظر پوښتنه هم یوه د حل لاره وي.

د هیواد تجزیه: که څه هم د زبرځواکونو د رامنځ ته کېدو وروسته د هیوادونو جوړول، تجزیه کول او پولې یې ټاکل زیاتره د لویو قدرتونو له لوري کېږي، خو اقلیتونه دې ته تل متوجه وي، چې که هیوادونه زنګیږي او د تجزیې امکان یې رامنځ ته کیږي، دوی باید تیار وي چې تر خپل حق پکې زیاته برخه واخلي، او په نتیجه کې یا خپل حکومت ټینګ کړي او یا په ګاونډ کې له خپلو قومي ګروپونو سره یو شي.

د نظامي لارو ځینې بدې بېلګې:

له هند څخه د پاکستان او له پاکستان څخه د بنګله دیش په تجزیه کېدو کې په میلیونو انسانان ووژل شول، ناموسونه پکې لوټ شول، زیربناوې له مځه ولاړې، ژورې کرکې او نفرتونه ایجاد او تعصب او تبعیض شدید شو. پاکستان پخپله د یو غاصب هیواد په توګه د پښتنو، بلوڅو، بنګله دیشیانو او تر یوه بریده له سندیانو سره د ظلم او ستم لاره ونیوله او همدا پالیسي د بنګله دیش د تجزیې او نورود نارضایتۍ سبب شوه. پاکستان د هند په نسبت ډېر شاته پاتې شو، اقتصاد یې کمزوری، ټولنیز انسجام یې لړزاند او ملکي نظام یې تل د کودتاګانو ښکار کېږي.

د یوګوسلاویا تجزیې هم د بشري فاجعې بدترینې نمونې وښودلې چې مرګونه او، د عزتونو او شتمنیو او بنسټونو تباهي ورسره ملګرې وه.

د افغانستان د نویمو کلونو په جګړو کې چې ځینې یې د حق خواهۍ جګړې بولي، دومره تباهي او افتراق رامنځ ته شو، چې د شوروي اتحاد تر یرغل یې هم بدې اغیزې زیاتې وې او تر اوسه دوام لري.

د کردانو د پیش مرګه ځواکونو جګړې څو ځل چې د بهرنیو یرغلونو له فرصتونو څخه یې د استفادې هڅې وکړي، بریالۍ نه شوې، شدید تلفات یې لرل، او نتیجه یې ورنکړه.

البته د خپلواکۍ لپاره د یو ملت جګړې تر دې ډول جګړو توپیر لري، او سره له دې چې په لویو بیو تر لاسه کېږي، خو هغه یو مجبوریت وي او قرباني د ازادۍ په بیه ارزي. د دغه ډول ازادي بخښونکو مبارزو ښې بېلګې د ویتنام د ازادۍ جګړه، د بریتانیا، شوروي او نورو یرغلونو په وړاندې د افغانستان د خلکو جهاد او په الجزایر کې د ولس ازادي بخښونکې مبارزه یې ځینې مهمې بېلګېدي.

البته په دې مهمو مبارزو کې مربوطو ملتونو ډېرې زیاتې قربانۍ ورکړې، خو دا چې د هیوادونو او ملتونو په پوره ازادۍ او نیکمرغۍ کې د زبرځواکونو رول ډېر مهم دي، په ځینو مواردو کې تر مبارزو او ظاهري بري وروسته په مربوطو هیوادونو د فقر، داخلي اختلاف سبب شوې، نورو هیوادونو ته د مداخلې لارې چارې یې برابرې کړې او لا زیات مشکلات یې رامنځ ته کړل.

د فلسطین د خلکو مبارزې، چې یوه پېړۍ یې نږدې شوه او د سوله ایزو او نظامي ټولو لارو استفاده کوي، تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې، چې دا ناکامي ډېر عوامل لري.

نه سوله ایزې او نه وسله والې مبارزې تل بریالۍ کېږي. په ۱۹۸۴ کال کې د چین د زده کوونکو د تیانمین څلور لارې پروټست ، د چکوسلواکیا د ۱۹۶۸ د پراګ پسرلي خوزښت، د ایران د ۲۰۰۹ کال شین جریان، د یونان د ۲۰۱۱ پاچون. د امریکا د ۲۰۱۱ د وال سټریټ د نیولو کوښښ، د برما د ۲۰۰۷ کال پاڅون او د ازبکستان د ۲۰۰۵ کال پاڅون ټول ناکام شول.

همدا راز د اروپا د ۱۸۴۸ انقلاب، د هنګري د ۱۹۵۶ انقلاب، د تیبت د ۱۹۵۹ کال پاڅون د کردانو بېلابېل پاڅونونه، او د جبوني سوډان پاڅونونه هم په ناکامۍ سره پای ته ورسېدل.

د ۱۹۴۸ کال راپدې خوا د پاکستان له خوا د پښتنو د حقوقو غصبول او ځان د انګریز میراث خور ګڼل د دې سبب شوي دي چې پښتانه ناراضه اوسي، خو تر اوسه یې زیاتره کوښښونه ظاهراً ناکام شوي دي، ځکه چې:

- پاکستان، د امریکا او انګلیس له خوا د کمونیستي مفکوري او شوروي پراختیا غوښتنې د مخنیوي لپاره د یوې مذهبي اجنډا تر عنوان لاندې جوړ کړی دی. 
- پیاوړې اردو یې ورته جوړه کړې ده.
- د پښتنو د محکومیت دعوه یې د نړۍ په هیڅ یوه محکمه کې نه ده ثبت کړې.
- د ملایانو د جذب له لارې یې د پښتنو ازادي غوښتنې ته د اسلامي هیواد د ماتولو د هڅو نوم ورکړی دی.
- نړیوال لوی قوتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سې د پاکستان په خوا کې ودرولی دی.
- پاکستان د پښتنو مبارزه د شوروي د کمونستي او هندي مشرک فکر تر اثر لاندې بدنامه کړې ده.
- د پښتنو په منځ کې یې ورته مخالفین منظم کړي او پیاوړي کړي دي.
که اقلیتونه د یو ملک هویت او د وجود فلسفه ومني، د دوی له منځه هم د مربوطو هیوادو حکومتي مشران راپورته کېدای شي. 

د پاکستان په دې لنډ تاریخ کې څو پښتانه لکه اسلم خټک، مارشال یحیی خان ـ چې ځینو ماخذونو پښتون او ځینو قزلباش ښودلی دی ـ، مارشال ایوب خان، او غلام اسحق خان جمهور رییسان شوي،عمران خان او کاکړ صدراعظمان شوي او څو تنه د پوځ او آی اس ای مشرۍ ته رسیدلي دي. د نورو قومونو مشرانو هم د دغه هیواد په لارښوونکو بستونو کې کار کړی دی، لکه له سند څخهذوالفقار علي بوټو، بی نظیر بوټو، او اصف زرداري د صدراعظم په دنده، او له بلوچو څخه فاروقلغاري د صدراعظم په بست کې ټاکی شوي وو.

په ۲۰۱۷ کې د نیوزلنډ صدراعظم،  له ۲۰۱۵ راپدې خوا د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو، ، په ۲۰۱۸ کې د ایتوپیا صدراعظم ابی احمد، د فرانسې جمهور رییسان سرکوزي او ایمانویل مکرون، د سنګاپور مشره حلیمه یاکوب، د جنوي افریقا مشر سیریل رامافوسا، د عراق مشر برهام صالح، د ایران مشر خامنه یی او د افغانستان پخوانی مشران ببرک کارمل، صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني په اقلیت قومونو پورې تړلو افرادو له منځه وو.

په سوریه کې یو مذهبي اقلیت چې یوازې اووه فیصده دي، له ۵۳ کلونو راپدې خوا د ټول هیواد عام و تامه مشري کوي. په لبنان کې مارونیتان یو عیسوي وو. د بحرین، سعودي او یمن مشران هم د نورو سترو ټولنیزو او مذهبي ډلو په منځ کې د اقلیت ډلو څخه دي. د اسراییلو مشري هم د فوق العاده ارتودوکس یهودانو په لاس کې ده، چې د عام یهودانو په نسبت اقلیت دي.

خینې مفکرین لا وایي چې په نړۍ (هوښیار، زړور یا چالاک) ښاغلي اقلیتونه حاکمیت چلوي او دوی د کوم اکثریت ګروپ غړي هم وي، ګټه یې ټول قام ته نه رسیږي. 

د دې ټولو بېلګو په رڼا کې کوزو پښتنو او نورو قومونو ته ښه لاره دا ده چې په ورته حال کې دي، سوله ایزه او له تشدد پرته مبارزه وکړي. تعلیم، اګاهي، انسجام، حق غوښتنې، اړیکي، شبکې، انسجام او سازماندهي دې پیاوړې کړي. په موجود هېواد کې له نورو ولسونو سره دې د همغږۍ او تعاون لارې پیدا کړي، او که چېرې دغه هېواد هغه چا بېرته ورانوه چې جوړ کړی یې دی یا د نورو عواملو له امله نړیده، نو بیا به د هغه وخت سره سمه پریکړه وکړي. ټول لر و بر افغانان دې د لوی افغانستان د جوړولو داعیه ژوندۍ وساتي، خو تر څو چې د نړیوال سیاست په ډاینامیک کې بنسټیز بدلون نه وي راغلی، د ځان جوړولو او روښانتیا لارې ته دې دوام ورکړي او بې وخته اقدام دې نه کوي.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ او منظور پښتین ته څو وړاندیزونه:

زه ډاډه یم چې غورځنګ به منظم پلان او ستراتیژي لري، خو څو لنډ وړاندیزونه ورته د لا تاکید لپاره کوم:

1. پاکستان د انګلستان او امریکا له خوا د یو مصنوعي هیواد په توګه د یو ځانګړي ضرورت لپاره جوړ شوی دی، تر څو یې دغه دوه لوی هېوادونه ونه غواړي ماتیدل یې که ناممکن نه وي، مشکل خو بیشکه چې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ دې د دې لیکنې د لومړۍ برخې تشریح ته ورته مدني مبارزپر مخ بوزي او له داسې ټکر دې ځان وساتي چې نهضت ته یې زیان نه جبرانېدونکی وي.
2. دا چې پاکستان د افغانستان د طبیعي جغرافیې په مهمه برخه جوړ شوی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ دې د لوی افغانستان داعیه هیڅکله نه هېروي او په نسلونو کې دې له امو تر مارګلې پورې د لوی افغانستان د جوړیرو انګېزه او داعیه ژوندۍ وساتي. که هر کله شرایط برابر شول، ذهنونه به ورته تیار وي.
3. د پښتون ژغورنې غورځنګ  دې د خپل تنظیم انسجام ټینګ او د مبارزې اوږدمهال ستراتیژی دې جوړه کړي.
4. د کادرونو او نوو رهبرانو په روزلو باید کار وشي، خو په یو تحریک کې د څو سرونو د موجودیت مخنیوي ته متوجه اوسي.
5. د غورځنک د واک د انحصار او د واک پر سر د داخلي سیالۍ د مخنیوي لپاره دې د کار داسې تقسیمات وکړي چې منظور دې هیڅکله د چوکۍ غوښتنه نه کوي، خو که په راتلونکي کې فرصتونه برابریدل، نور ملګري دې ورته اماده کړي.
6. پښتو ژبه د لرو او برو افغانانو د یووالي تر ټوله پیاوړې وسیله ده. د دې ژبې ویلو، لیکلو او په تعلیم، کار، لوړو زده کړو، ادارو او عامه چارو کې یې حقوق غوښتل باید د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه اساسي اجندا وي.
7. چاپي او الکترونیکي نشراتو، فرهنګي اثارو او د خپلو مبارزو د ستونزو، بریاوو او قربانیو تاریخ لیکلو ته دې هم په منظم شکل توجه وشي. 
8. د پښتنو د تعلیم، فرهنګ او نړیوالې پیژندنې لپاره باید پروګرامونه جوړ او پلي شي. خدایي خدمتګار نهضت پدې برخه کې لوی کار کړی دی، دوام یې باید د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په لا زیات قوت روان واوسي.
9. که نظامي مبارزې ته اړتیا شي او فرصت ورته برابر شي، باید ذهني اماده ګي ورته ولري. البته په دې برخه کې باید دقیق تحلیل وشي، تر څو پښتانه په داسې جګړه کې ښکېل نه شي، چې د نورو په نیابت قرباني ورکړي خو ګټه یې بل او تاون یې دوی ته ورسېږي.  
10. د پاکستان تر موجودیته باید د پښتنو (او بلوچو) د داخلي خودمختارۍ غوښتنې ته کلک پام وشي.
11. پر خپلو منابعو د خپل واک غوښتلو داعیه باید تل ژوندۍ وساتل شي.
12. د پښتنو په سیمه د نیابتي او پروژه یي جنګونو د مخنیوي مبارزه دې جاري وساتل شي.