ژبه نه یوازې د پوهولو او پوهیدلو وسیله ده، بلکه ژبه د قومونو، ملتونو، امتونو، تمدنونو، اقتصادي قطبونو، سیاسي بلاکونو او امنیتي نظمونو د تعریف، وجود او رامنځته کېدلو بنسټیز ماهیت ده.

د ژبې دومره پراخ، هراړخیزه او څو اړخیزه ارزښت ته په پام سره او داچې افغانستان د تیر تاریخ تر دا نږدي پرون پورې د بهرنیو یرغلونو، تاړاکونو او نږدي درې پیړۍ مخامخ استخباراتي ټکرونو پر ویرجن او تراژیدیک انارشیزم کې د ماتېدو پر دریځ درولي وو، د ټولو ناخوالو او نادودو سره سره د افغانستان د فرهنګي بنسټونو د تحریف او د ملي هویت د تخریب دسیسې پکې تر ټولو بربنډې، دښمنانه، نهایت سپینسترګې او مسمومونکې وي.

ولي د پښتو، پښتنو، افغانانو او افغانستان د ښکاره دښمنانو د بدرنګي دښمنئ پرته پښتو د افغانستان، محکوم افغان خاورې، هند، عربي نړۍ او اروپا – امریکا کې د ۸۰ یا ۱۱۰ میلیونو پښتنو مورنۍ او ملي ژبه ده، هغه ژبه چې ویونکې یې د نړۍ د دوو ستراتیژیکو او مهمو سیمو ترمنځ او په منځ یاني د مرکزي او سویلي آسیا پر ستراتیژیکو وچو او اوبیزو لارو کې مېشت دي، هغه قوم چې پر پراخه سینه يې د ګندهاراه د تهذیب څلي لا هم ټومبلي پاتې دي، د بامیانو د بوداه مجسمه يې د لرغونتوب پر مخینې ګواهي ورکوي، پر لراو بر پښتون افغان خاوره د ساکاني، کوشاني او باختري مدنیتونو لرغوني آثار ښیي چې دغه وګړو پر لرغونې وريښمینې لارې سوداګري کړې، د بلخ تختبۍ د سوات، پيښور، ژوب او ګڼو نورو سیمو کې پر پراخه پیمانه شته شتمنۍ او آثار ښيې چې پښتو د امیرترینو میلتونو ژبه وه.


ولي کله چې موږ د خان عبدالغفار خان باچاخان بابا دا ویناه هیره کړې یا بابیزه مو وبلله، چې هغه وایي: کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، قام سپک شي، او کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي.

پښتنو نه یوازی خپله ژبه سپکه کړه بلکي پر خپله ژبه او پښتنې هویت یې د څوکۍ دپاره خپل تاریخي اقتدارهم وبایلود، ځکه هغه سیاستوال او قومونه چې څوکۍ ساتې نو اقتدار به بایلي او هغوي چې اقتدار له لاسه ورکوي، بیا نو د تاریخ له تکرار، د هویت له سبوتاژ او پر خپلو ارزښتونو د ماملي او له لاسه ورکولو لور ته هم ځي، او هغوي چې دا ټول نا سړیتوبونه ومني نو د هغوي ژبه به د زندان ژبه وي نه د ارګ او هغه ملتونه به د باچاخان بابا په خبره سپک او ورک شي.

او دا هرڅه مو په تیر نږدی څه کم پنځه لسیزو کې او یا په ځانګړي ډول پر تیر دوه لسیزی کې ولیدل، هغه پښتو چې د خوشال خان د توری د شرنګ او ننګ ژبه وه په تیر دوه لسیزی کې د ارګ پرځای د څرخي پله، بګرام او په نړیواله کچه د ګوانتانامو ژبه وه، د اکثریتو پښتنو پر وجود کې د اقلیت ژبه وه.

زه خوشال کفن په غاړه به راپاڅم

که خبر شوم چې پښتون د چا غلام دی

پښتون د پښتو ویلو پر ګناه مجرم بلل کیدل او تر زندان او داره تلل. داسي چې ددې ښه بېلګه تازه د امریکا غږ تلویزیون په کاکتوس له لشکری سره خپرونه کې د جمهوریت د مهال د حج اوقافو د وزیر او د جمعیت ګوند او استاد ربانی د مرستیال صدیق چکری هغه بوږنونکې اعترافات دې چې وايي: د تیر ولسمشر ډاکتر غنی مرستیال او د ولسمشر کرزی د ملي امنیت ریس امرالله صالح ۳۱ د هلمند، روزګان او کندهار پښتانه یوازی پر دې ګناه چې پښتو یې ویله، د همدې سیمي د خلګو غوندې څېره، لهجه او لباسونه یې پر تن کړې وو، پر وزیر اکبرخان کې یې لومړي د طالب په نوم ونیول، بیا یې زندان ته واچول، شکنجه یې کړل او پر پای کې یې ۱۲کسه ترې وژلي وو.

یاني دا سمه ده چې پښتو امرالله صالح هم زدکړې وه خو د پښتون وژنې ثبت کیسي یې باید له صدیق چکری او د تیر جمهوری نظام د ټاکنو د شکایتونو کمیسون له مشر ښاغلي ستار سعادت څخه باید واوریدل شی، همدارنګه پښتو د صالح پر خلاف د جنرال حمیدګل، نصیرالله بابر، اسد درانی او مولانا فضل رحمن مورني ژبې هم وي، ولي دې ټولو تل پر پښتو، پښتانه او د پښتنو پر هویت سیاست وکړل، د پنجاب د کرایي او ډالري جګړو اشرباڼي وو او همدا دوي وو چې د پنجاب د راج دپاره یې لکوونه پښتانه ووژل، د پښتنو کربلاه بابړه د دوي پر وجود کې جوړه شوه او تر نن پورې د پښتنو د هر درد او تراژیدۍ عاملین هم دوی دې.

بلخوا پښتو ژبه تش خبرې نه دي، بلکې د سلګوونو کلونو په تاریخي یون کې یې لکه د نړۍ له نورو هغو سره په همځولي عمر کې له ګرامري پلوه یو معیاري جوړښت اخیستي. تاریخی څيړنې ښیې سانسکریت هغه ژبه چې د پښتو ژبې خور بلل کېده، خو د ویونکو د کمېدو او د منظم کار د نه کولو له امله، پښتو دا خور له لاسه ورکړه.

پښتو ژبه زموږ د سیاسي هویت اصلیت ده، زموږ د فرهنګي پیژاندې دریځ ده، زموږ د اقتصادي، ټولنیز، مذهبي کړه وړه، دودونو، پښتني خوی، افغاني خصلتونو، ناستي پاستي، جرګو، مرکو، دیرو، حجرو، ادبي هلو ځلو او په ټوله کې زموږ د هست او نیست خبره ورپورې تړلي او بي پښتو پښتانه هېڅ هم نه دې، د افغانستان او زموږ د هویت د دښمنانو د سترګو خار هم د پښتو ژبې شتون ده.

نو کله چې ژبه دومره ارزښتمنه ده، له خوږوالي سره یې د مور سپیڅلي کلمه تړلي، دښمنان یې دومره ډیراو بقاه یې د پښتانه او افغانستان او زموږ د ملي ګټو او ملي امنیت تر کچې حساس ده، بیا نو ولي ورته کار نه ده شوي، ولي محکومه او مظلومه ده، ولي زموږ د لاپو شاپو او غټو غټو شملو پر شتون کې د زندان او دار ژبه او ولي پر ارګ کې د اقلیت ژبه ده، ولي له دفتر، سیاست، پوهنتون، ښوونځی او د علم او قدرت له دریځونو غورځول شوي او ولي پښتانه چې بي پښتو هېڅ هم نه ې، بلکي بي پښتو سپک او ورک دې، د خپل قوت او اقتدار دا دریځ او مورچل خالي کړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟.

دې ټولو ولي او پښتو ته د نه خدمت کولو لاملونه او په عیني حال کې وړاندیزونه په څو کرښو کې درته رانغاړم.

د پښتو د بدي ورځي لاملونه:

زما په باوراو هغه لاملونه چې د پښتو ژبې د محکومیت او په لویه کې د ځوړ لامل شوي دې په لاندې توګه دې:

۱. د پښتو ژبې د تاریخ او لږ تر لږه زموږ د معاصر تاریخ په عمر کې تر نن پورې پښتو ژبې ته هېڅ اقتدار او حاکمیت منظم او هدف محوره کار نه ده کړي.

۲. پښتون حاکمیتونه د داسي خلکو او ډلو په واک کې وو، چې هغوي یا د ژبې پر ارزښت نه پوهیدل، یا یې پښتو ته کار کول خپل مهم لومړیتوب نه بلل، یا یې د خدمت وخت نه ده پیداکړې او یا د خدمت او پام پرځای یې د پښتو، پښتنو او افغانستان له دښمنانو سره پر پښتو او پښتنو سازشونه او مامله ګرۍ کړي.

۳. له واکمنو او اقتدارونو پرته هغه سیاستوال او بنسټونه چې باید پښتو ته یې کار کړې وای، یا یې د پښتو له ادرسه د ډوډۍ او څوکۍ خاوندان ګرزیدلي هغوي هم د پورتنیو واکمنو پر ناعلاجه رنځ روږدي ولو او یا دومره کم ظرفه، کم زوری او لټ وو چې تر پایه یې هم له موجوده فرصتونو سمه ګټه وانخیستله.

۴. پښتو ژبې او پښتانه ته د یوه قام په توګه تر ټولو غټه ستونزه چې نږدی یوه پیړۍ یې دا قام او ژبه محکومه او د پرمختګ او بدلون پر وړاندې خنډ شول او د ډیرو نورو ستونزو او بدمرغیو سبب هم شول هغه د ایډیالوژیکو او سیاسي باورنو اختلاف او د هغوي تپل پر قوم او پښتو ژبه وو.

۵. د پښتو ژبې پر وړاندې بل تر ټولو غمونکی او ګواښمن چلینج یرغلونه، ښکېلاکونه او بهرني تاړاکونه وو، په خواشینۍ سره د سترو ځواکونو مضره او ورانکارو لښکرکښیو نه یوازی زموږ د ملت وحدت، د افغانستان تاریخي وجود اود یوې جغرافیي او تاریخ ټولو بنسټونو ته چلینج وو بلکي د دې ترڅنګ یې پښتو د اکثریت د غږ او غبرګون په توګه تر ټول ډیر زیاته محکومه او وټکوله، د انګریزانو، روسانو د یرغل او د امریکا او د هغوي د تیر دوه لسیزو شتون پرمهال موږ ولیدل چې د اکثریت، دربار، اقتدار او افغاني هویت د ثبات دا دریځ څنګه لومړی منزوي او بیا وټکول شو او خبره تر دې ځایه ورسېدله چې د وخت په اصطلاح ولسي جرګي داسي لایحه تصویب کړه چې ملي مصطلاحات سبوتاژ او بهرني فرهنګي یوغ او یرغل رواه او مقدس وبولي.

۶. د پورتنیو ټولو لاملونو ترڅنګ د پښتون قام له پوهی او د وخت پر اړینو علومو او فنونو د یوه قام په توګ ناخبرتیا یا د داسي لاملونو او دښمنانه روایتونو رامنځته کېدل چې پښتنې ټولنه نه یوازی د زمانې پر اړینو زدکړو او فنونو سمبال نه شي بلکي اکثریت پښتانه لږ تر لږه لیک او لوست هم ونشي کولای، د دې لامل په سپیناوي کې ۴ لاملونه د پام وړ دې، چې لومړی د حکومتونو ظلم، دویم د پښتنو د مسوولو بنسټونو او افرادو لټي چې قام ته یې ویښتیا ورنه کړله ترڅو روښانتیا او بیا بدلون رامنځته شي، درېیم د د زدکړو پر وړاندې د یو شمیر ډلو حساسیت چې کلي د خان، ملک او ملا له حاکمیت او فکری لید څخه بهر نه شي او څلورم د پښتنې ښځېنه پاړکۍ له لیک لوست او زدکړو څخه محرومیت چې د قام بنسټونه یاني بشپړي کورنۍ او خیلونه په تاریکۍ او تورتم کې حتا تر نن پورې پاتې دې.

څه کولای شو چې د پښتو د ژغورولو له لارې پښتو، پښتانه، افغانان او افغانستان وژغورو؟

په دې برخه کې هم زه د پورتنیو اندېښنو او لاملونو د نه تکرار ترڅنګ څو کار او ګامونه اخېستل مهم ګڼم:

۱. پښتو ژبه باید د افغانستان یوازنۍ رسمي ملي ژبه شي، یاني داچې ټولي قامي ژبې دې ملي وي، ولي رسمي ژبه باید یوه وي او هغه باید پښتو شي، ترڅو په دې سره موږ د یرغلونو او تاړاکونو مخه ونیسو، قوميتي او قبیلوي انګیزي صفر کړو، واحد ملي فرهنګي سیاست ته کار وکړو، د ملت کېدو ريښتوني بنسټ کیږدو، د افغانستان د ملي هویت د سبوتاژ او انکار تکفیر ختم کړو او تر ټولو مهمه داچې پر ملي کچه د پوهیدو او پوهولو لپاره یو ادرس او دریځ وي، ټول افغانان اړ نه وي چې ټولي ملی ژبې زده کړي او ټول افغانان پر ملي سیاست کې د یوه دریځ او یوې ژبې خاوندان وي.

ایران د دې بیلګه ده هلته ۲۵ سلنه اقلیت فارسیان د فارسي ژبې د رسمیت پر بنسټ پر لوی ایران حاکمیت چلوي، مګر زما ۷۰ الي ۷۵ سلنه اکثریت د واحدي رسمي ملي ژبې په توګه لا هم پر ناچارۍ او بي هویتي کې هره ورځ د یوه هېواد او ملت د یوه ارزښت د سپکولو، محکومیت او سبوتاژ لیدونکې دې.

۲. د پښتو ژبې د ودې لپاره باید تر ټولو بنسټیز سیاست او ژغورونکې ګام پر نارینه او ښځېنه افغان او افغاني لږ تر لږه تر ۱۲ ټولګي پورې د زدکړو جبري یا اجبارې کول وي. له دې لارې به موږ له یوې خواه د ناپوهۍ ټغر د تل لپاره ټول کړو، ولي له بل اړخه به مو افغانستان د یوه تاریخي بدلون په لور چې یو پوهه او د وخت پر ټولو علمي او پوهنیزو وړتیاوو سمبال ملت به مو روزلي او لرونکې به یې یوو.

یاني که تاسو غواړۍ هر ډول مثبت او زموږ د ملي ګټو او افغاني ارزښتونو پر بنسټ تغیر او بدلون راولۍ، مګر که مو د ټولني نیم اکثریت یاني ښځي مل نه وي، یا د هغوي ځای تش او هغوي د دغه ملي تغیر پر برخه کې روزل شوي نه وي، نو دا بدلون به نیمګړې او کم اغیزي وي. د افغان لور او ښځي نه یوازی پر زدکړو سمبالیدل زموږ دینې فرض، د ملي ګټو سره کرښه او د یوه ملت د راپورته کېدو لومړیتوب ده، بلکي د افغان ښځو پر ټولنه کې ماناداره او ارزښتمنده ونډه د وخت اړتیا، زموږ د ملي ګټو عقلانیت او د افغانستان د ملت رواه حق ده.

موږ باید د افغان ښځي تمدن سازه اوانسان سازه رول ته درناوي ولرو او دا د پښتو ژبې د ژغورولو بنسټیزه او عملي لاره چاره ده، ځکه یو لوستي نارینه یوازی یو نسل ژغورلاي شي مګر یوه لوستي ښځه نږدی پنځه نسلونه ژغورلاي او د هویت، ملي ګټو او پوهي پر لاره مزل ته برابرولاي شي.

۳. د پښتو ژبې د ودې په پار فرهنګي او بنسټیز محوره کار باید د واکمنو دولتونو او پښتو او پښنتو بنسټونو، جوړښتونو او سیاسي – کلتوري دریځونو کار وي او په دې برخه کې باید منظم سیاست رامنځته او اختیار کړای شي، یاني پښتو ته کار کول باید د ملي فرهنګي دولتي سیاست لومړیتوب وي.

۴. پر ښووونیزو، روزنیزو او پوهنیزو بنسټونو کې باید پښتو ته پراخ کاروشي، پښتو باید نه یوازی پښتانه ووايي، ویې لولي بلکي نور یې هم باید ووايي او پرې وپوهیږی او په دې برخه کې د واحدی رسمي ملي ژبې د سیاست فرهنګي دوکتورین تصویب او پرې کار وشي.

۵. پر پښتنو سیمو او پښتنې پلازمینو کې باید ادبي او فرهنګي هڅې هېوادشموله، پراخې او په دې برخه کې د تولید ترڅنګ باید غښتلي ملي او ولسي پښتو بهیرونه، ادبې بنډارونه، د کتابونو پرانېستغونډي، ادبي او فرهنګي ماښامونه، یادونه او یادونې باید پکې زیاتې او د خپراوي شرایط باید ورته برابر شي.

۶. د پښتو ژبې، پښتنو او افغانانو په ۴ یا ۵ مهمو فرهنګي – سیاسي پلازمینو یانی کابل، پیښور، کویټه، کندهار او ترڅنګ یې ننګرهار  او پکتیا کې باید، د پښتو ژبې د خپراوی او ورته د منظم، هدف محوره او پر لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژیو ولاړ کاري مرکزونه جوړ شي، ددې مرکزونو د تشکیل کچه باید لږ تر لږه د علومو اکاډمۍ پر څېر وي، دوي باید د خپلواکو ادارو په توګه فعالیت وکړي، منظم او غوښن لګښت باید ورته په اختیار کې ورکړل شي او دغه مرکزونه باید د تولید، ژباړې او پراخ ادبي، فرهنګي او تولیدی اکاډمیک کار په برخه کې باید کار وکړي، د دوي لومړی کار باید د افغانستان د لوړو زدکړو د بهیر په پار، پر پښتو ژبه پریمانه محتوی چمتو او بازار ته یې وړاندې کړي.

۷. په اوس کې پښتانه لیکوالان، فعالان او بنسټونه باید د بډایه علومو او فنونو ژباړې او پښتو کولو ته کار وکړي.

۸. د هر مسلک، فن او علم خاوندان باید پر خپله برخه کې هم خپله څه ولیکي اوهم یې له نورو ژبو څخه پښتو ته راوژباړي لکه ډاکتران، انجنیران، حقوق پوهان، خبریالان، لیکوالان، ادیبان، شاعران، هنرمندان، سوداګر او نور...

۹. پښتو ژبې ته باید د ټیکنالوژۍ پر نړۍ کې هم کار وشي، پر انټرنیټ کې باید پښتو محتوی ډېره شي، ګڼ او مهم سافټویرونو کې باید پښتو شامله اوترڅنګ یې د پښتو، پښتنو او افغانستان اړوند پراخ مالومات په دغه نړیوال دریځ کې شریک کړای شي.

۱۰. پښتانه باید خپل هویت او پیژانده هم پښتو کړي، یاني پر اولادونو پښتو نومونه کیږدی، پښتو تخلصونه یا لقبونو اختیار کړی او د روانې او کره پښتو پر زدکړه کې هڅه او زیار وباسي.

ځکه هغوی چې پر خپلو ژبو نه غږیږی هغوی د هویتی افلاس ترڅنګ د فکر، فهم، زدکړې او شعور پر افلاس هم اخته دې، محکوم پښتانه د دغه افلاس او محکومیت ښه بېلګه ده.

پر همدې پارحتا د لوی افغانستان د برحقی، ممکني او رواه داعیی یوشمیر ته د خیال او مهال ګرزیدلو او له پښتون څخه د ګلخان د جوړیدو یو بنسټیز علت هم دا ده چې پر کابل واکمنو حاکمیتونو د پښتو او پښتنو پاللو او لوی افغانستان ګټلو لاره یوازی کابل ته د بی انرژۍ پښتنو سیاستوالو رابلل بللی – ولی دا لاره د ترکستان لاره ده، د لوی افغانستان د ګټلو اصلي لاره پر محکوم افغان خاوره او پښتنې ولس کې لږ تر لږه له ۲۰ تر ۴۰ کلونو فرهنګي او هویتي کار، هڅې او مبارزه ده، هغه چې ښکاره اصطلاح ورته فرهنګی مداخله وایی – کوم کار چې لویو او تر غاښونو پر وسلو بار لښکرو او ډیرو ډالرو ته اړتیا نه لری، بلکي په ډېره نرمه، آسانه او ارزانه توګه موږ لویو موخو ته رسولي شي او هغه د پښتو ژبې له لارې فرهنګي کار ده. ایرانیان، تورکان، روسان او ګڼ هېوادونه د دغې ستراتیژۍ څخه په ګټي اخېستلو سره، نن د ملي اقتدار، ملي ثبات او سیمه اییز دریځ خاوندان دې.

یاني موږ داسي یوه بدلون ته باید کار وکړو او کار له دې ځایه پیل کړو چې حتا زموږ د جومات ملا باید پر جومات یا مسجد کې د بوستان، ګلستان او پنج ګنج پرځای د پښتون لوی صوفي او زاهد عبدالرحمن بابا کلیات ووایی، ترڅو قام مو پر پښتو ژبه او د پښتو ادب او شعر پر مټ د خدای تعالی قدرت او سترتیا په اسانه او ښه ډول درک کړی.

پر همدې هیله چې پښتو نه یوازی موږ پښتانه ووایو او پرې وپوهیږو بلکي نور هم پرې اړ وي چې پرې وپوهیږي، یوازنۍ رسمي او ملي ژبه شي او تر ټولو مهم داچې پښتو د آسیا پر تپنده زړه کې د احمدشاهۍ برم، هوتکي هویتابه، روښانیه خوځون او ساکي ولولو غرور او افغاني راج را ژوندی کړي.

مګر بي پښتو به دا هرڅه هېڅ وي.