دا ډیره موده کیږي چې وطنپال افغانان په انټرنیټي ګروپونو کې سره راټولیږی او غواړي چې له کړکیچن حالت څخه د د ګران هیواد په خلاصون او د ولس د ژوند په سمون کې برخه واخلي، خو په تأسف سره چې ډیر لا په دې چاره کې بریالی نه دي. د مختلفو ګروپونو جوړول افغانان تر واحد چتر لاندې راوړو پر ځای په وړو وړو ګروپونو ویشي. ددې اړتیا ده چې عملاً د سراسری واحد آدرس او د هیواد په کچه د ملی سترې اجماع د جوړولو کار له یوه ځایه پیل شي.   

زموږ جنګ ځپلی او وروسته ساتل شوی هېواد- ګران افغانستان، د تاریخ په اوږدو او په تیره بیا په وروستیو پنځوسو کلونو کې د نړۍ د زبرځواکونو د سیالیو او نیابتي جګړو قرباني شوی چې افغانان د خپل هیواد او ملت د برخلیک له ټاکلو، د بشر د اساسي حقوقو د تأمین او د خلکو د ژوندانه د شرایطو د ښېګڼې له پاره د آزاد تصمیم له نیولو څخه محروم دي.

په دې سختو او نه زغمیدونکو شرايطو کې د هر افغان او د هر افغاني انجمن، سياسي او فرهنګي ډلې اخلاقي ملي، ديني او بشري حق او دنده ده چې د ګران افغانستان د خلکو خدمت او د وطن د آبادۍ له پاره کار وکړي. په ټولو افغانانو دا فرض ده چې له تاريخي ننګونو څخه د خپل هېواد د خلاصون لاره ومومي او د حالاتو د ښه والي، د ملت د ژغورلو او وطن د آبادۍ لپاره چټک عملي ګامونه واخلي.

 موږ ټول پوهیږو چې په اوسني وضعیت کې د هېواد په عملي سیاسي صحنه کې داسې قوي سازمان او جوړښت نشته چې په یوازې سر د وطن سترې او تاریخي ستونزې هوارې کړای شي. د دې حقیقت په درک کولو سره ډیر سیاسي، ټولنیز او کلتوري بنسټونه او د مستقبل غمخواره قومي شوراګانې د ځواکمن اتحاد او ایتلاف او یا د ټول شموله ملي خوځښت او سراسري جنبش د جوړولو لپاره کار کوي. له نېکه مرغه د دوی د فعالیت په پایله کې یو شمیر اغیزمن ائتلافونه هم رامنځته شوي دي. اوس ددې ضرورت دی چې د سترو ملی ستونځو د حل له پاره ستره ملی اجماع جوړه شي. داسې ملی اجماع چې په هغو کې هر وطنپال اجتماعي- سیاسي جوړښت او اغیزمن ملی شخصیتونو ځپل ځانونه او ارمانونه ووینی. ټول د خپل استقلالیت له ساتلو سره سره یو له بله د متساوی الحقوقه غړو په څیر کار وکړي.

 زموږ د ملت په وړاندې داسې لویې ستونځې شته چې حل یې د ټولو وطنوالو په ګډون ملی مبارزې ته اړتیا لري. د مثال په توګه هغه بنسټیز اهداف چې زموږ د ټول ملت تر مخ پراته او په وړاندې یې د ټولو افغانانو ملي مبارزې ته ضرورت دی- د سیاسي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتل او د ولس په اراده د باثباته اسلامي ملي دولت جوړول دی. په هېواد کې د پایداره سیاسي جوړښت له پاره د مدون اساسي قانون شتون ضرور دی چې په سیوري کې یې د حکومت بهرنۍ تګلاره معلومه او ولس ته په اقتصادی فعالیتونو کې آزادي ورکړي.

د داسې لوی جنبش او د سترې ملي اجماع د جوړولو له پاره باید له یوه ځایه په عملی کار لاس پورې شي. د نظرونو د وړاندې کولو او په ګروپونو کې د مقالو د لیکلو تر څنګ باید د سترې ملی اجماع د جوړولو له پاره عملی اقدام ته لاس واچول شي. د همدې هدف د تر سره کولوپه خاطر د یو شمیر ټولنیزو- سیاسي جوړښتونو لخوا د (سترې ملي اجماع)  د جوړولو د کار د پیل له پاره یو کمیسیون جوړ دی. هغه سیاسي ټولنیز ائتلافونه، جوړښتونه او مستقل شخصیتونه چې غواړي د افغانستان د سترې ملي اجماع په جوړولو کې عملاً برخه واخلي، په مهربانۍ سره کولای شي چې د سترې ملی اجماع د چارو د سمون له کمیسیون سره مستقیمې اړیکې ونیسي تر څو د ائتلافونو، جبهو، سازمانونو، ګوندونو او مستقلو متنفذو شخصیتونو تر منځ  ډیالوګ او مذاکره پیل شي.

دا ډیر خو واړه واړه ګروپونه زموږ انرژی سره ویشي. ښه داده چې د وېن د خدمت او د وېنوالو د ژوند د سمون له پاره زر تر زره یو بل ته د اتحاد او اتفاق لاسونه ورکړو.   

 د کار د پیل او آسانتیا له پاره د افغانستان د سترې ملي اجماع د چارو د په خاطر په لاندې پته اړیکې نیولای شو:

د اړيکې شمېره: 0031685227780

بریښنالیک  gnuafghanistan@gmail.com

د سیاسي ټولنیزو فعالینو د تماس او مذاکراتو د پیل په هیله!