(۲)
د تیر په دوام:
غوره ده چې د طبیعي سرچېنو، ځمکنیو خامو موادو او کاني زیرمو  د نړیوال ارزښت ځنې نورې برخې هم را وسپړو.
کیدای شي، په تیره لیکنه کې مو د راتلونکي شنه او تکنالوجیکي انقلاب لپاره د ځنو کم موندونکو فلزاتو په هکله لوستلي وي. چې څرنګه ورته زبرځواکونه په کمین کې ناست دي. دوی هغو سیمو او هیوادونو ته سترګې برندې نیولي دي چې دا کاني مواد په کې موندل کیږي. په دوه زره اتلسم کال کې یې د نړیوالو صادراتو او وارداتو ارزښت شاو خوا لس ملیارده ډالرو ته رسیده.
له نیکه مرغه د افغانستان د غرونو او غونډیو خیټې هم له ډیرو رنګارنګ فلزاتو، منرالونو، لعلونو او سروزرو ډکې دي.
که د ښکیلاک او صنایعو د تاریخ پاڼې راواړوو نو په کې کتلای او پوهیدلای شو چې، له ډبرو سکرو پرته به هیڅکله هم صنعتي انقلاب نه و پیښ شوی، له اوسپنې پرته به د اوسپنې پټلۍ، له لرګیو پرته به د استعماري کشفیاتو  هیڅ سمندري بیړۍ او د نفتو او ګازو پرته به هیڅ نړیوال پرمختګ نه و رامنځ ته شوی.
د نړیوالو اړیکو او ستراتیژیکو مطالعاتو  یو هالنډی استاد ( راب دی ویک)وایې چې " مثال تکراریږي، 
  یوازی ماده تغییر مومي یا بدلیږي او اوس د شنه انقلاب لپاره د نادرو یا لږ موندونکو فلزاتو د ښکار او لټون وخت دی".
پخوانیو استعمارچیانو او ښکیلاکګرو چې په خپلو مستعمره هیوادونو کې، د خامو موادو د ترلاسه کولو لپاره  کومه چټله لوبه پر مخ وړه په هغې کې اوس هم ډیر زیات بدلون نه دې راغلې.
پخوانیو ښکیلاک ګرو په خپلو مستعمرو کې داسی مصنوعي سیاسي ټیکاو رامنځ ته کړی و چې ، غټ حکومتي چارواکي یې فساد او د خپلو ځانونو پړسولو ته پریښي و. د ولسي بیوزلو وګړو پر کار او زیار به یو څو تنه ګمارل شویو او پلورل شويو فاسد چارواکو او د هغوی بهرنیو استعماري هیوادونو ځانونه  مړول، خو بیوزلي عام وګړي په کې د کومې دوام لرونکي او بنسټیزي پرمختیا سره مخ شوی نه دي. له همدی امله په هیڅ یوه مستعمره هیواد کې د ولسي عادي وګړو ژوند نه دی ښه شوی او د وګړو تر منځ یې خپل منځي تاوتریخوالي، بی عدالتۍ او ناراضي حالت دوام موندلی دی.
استعمارګرو  طبیعي سرچینې لکه نفت، اوسپنه، سره زر، کلک لرګي او نورې مالي منابع  په خپلو منګولو کې نیولی وی. د دی موادو د وړلو لپاره یې یوازې لاری او سمندري بندرونه جوړول، له دې پرته یې هیڅکله هم نه غوښتل چې پر خپلو مستعمره هیوادونو کې د صنایعو پر مختګ او بنسټیزو کارونو ته لاره هواره کړي.
په منځنیو پیړیو کې اروپايې استعمارګرو د نړیوالې سوداګرۍ یوه داسې کړۍ رامنځ ته کړی وه چې، د افریقې له لویې وچې به یې افریقایې مریان په سمندري بیړیو کې نوی موندل شوی د امریکې لویې وچې ته وړل،  هلته به یې ورباندې په ځنکلونو او کروندو کې کارنه کول، له امریکې به یې خام توکي اروپایی فابریکو او کارخانو ته راوړل او بیا به یې پاخه او صنعتي شوي قیمتي توکې د اسیا او افریقې بازارونه ته وړل او هلته به یې پلورل.
اوس مریتوب او استعماري حالت په پخوانۍ حالت  نشته خو د 
زبرځواکو په نوی استعماري  سلوک اوچلند کې هم ناوړه موخي له ورایه ښکاري او په ظلم او بی عدالتۍ کې یې  دومره تغییر نه دی راغلی.
هغه هیوادونه چې طبیعي منابع لري، په زیاترو کې د زبرځواکو او دهغوی د فاسدو چارواکو  فساد او خیانت دوام لري.
د بیلګې په توګه اوس هم د افریقي د مالي او نایجر په هیوادونو کې د فرانسی نظامي حضور ډیرې پوښتنې رامنځ ته کوي، چې آیا فرانسویان او امریکایان د هغوی د هیوادونو په دښتو او بیدیاوو کې په اصطلاح د تندلارو، اسلامي تروریستي ډلو پسی ګرځي او که د کاني سرچینو د موندلو او لوټلو په لټه کې دي.
د نایجر بیوزلی هیواد، له یورانیمو ډک دی او فرانسه خپله زیاتره بریښنا له همدې یورانیمو ترلاسه کوي.
که چېري هلته اسلامي بنسټګر د یورانیمو زیرمې په خپل کنترول کې راولي نو د پاریس د ایفل برج او دهغه ښار ټول څراغونه به مړه شي.
تر اوسه هم د کانې زیرمو پر سر بیشماره جګړی شوی دي. عراق د نفتو پر سر د پارس خلیج په لومړۍ جګړه کې پر کویت برید وکړ، په تیره پیړۍ کې د سیرالیون او لایبریا جکړه د الماسو پر سر رامنځ ته شوه.
داعش په دی وروستیو کې په عراق، سوریه او لیبیا کې هڅه وکړه چې د خپل خلافت لګښت د نفتو له لیاري ډاډمن او پوره کړي. په بورکینا فاسو کې اسلامي بنسټپال کوښښ کوي چې هلته د سروزرو پر ولکې سره همدا کار ترسره کړي.
د مدیترانې په سمندرګي کې د ګازو نوی تازه موندل شوی سرچینې،  د ترکیې او یونان هیوادونه له یوی بلې جکړې او ترینګلي حالت سره مخ کړی دي.
ویلای شو چې اقتصادي قدرت بالاخره د سیاسي ځواک او توانایی په معنا دی، نو ځکه همدا لوبه په هر ډګر کې روانه او توده ده.
پر نفتو او ګازو، پر لږ موندونکو فلزاتو،  آن په واښو او غلو دانو هم همدا ډول لوبه ترسره کیږي، اوبه هم ورځ تر بلې د سون له توکو زیاتې ارزښت مومي او په ډیرو سیمو او هیوادونو کې یې کړکیچ رامنځ ته کړی دی.
روسيې پر لویدیځه اروپا د ګازو د نل لیکې پر بندولو سیاسي زور ازمایې وکړه،  همدارنګه د خپلو غلو دانو په وسیله هم  په منځني ختیځ او افریقا کې د سیاسي نفوذ د ټینګښت په هڅه کې ده او د سیاسي وسلې په توګه یې کاروي.
کوم هیوادونه چې د نړۍ مهم کاني مواد او نورې طبیعي سرچينې او زیرمې لري، پر نړیوال سیاست کې یې هم رول مهم او  غښتلی دي.
دمګړۍ چې  د چاپیریال ساتنې، شنه انقلاب او پاکې انرژۍ د ترلاسه کړلو په دې پړاو کې ځنو نادرو او لږ موندونکو فلزاتو لکه کوبالت، لیتیم او نورو ته اړتیا ده، نو هغه هیوادونه  چې دا کاني مواد لري هرومرو به د دې تکنالوژیکي پړاو او شنه انقلاب فعال رول لوبوونکې وي.
په دی هکله به بله وروستۍ لیکنه د لعلونو پر خزاني یا د اسیا پر زړه افغانستان ولرو.
نور بیا
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۴-۹-۲۰۲۳