دویمه برخه:
د باران د اوبو د راټولولو طریقې:
1. د ځمکې د سطحې د شکل ورکولو یا د سطحي د بدلون او سمون میتود:
په دې میتود کې، ساختماني، کیمیاوي او مصنوعي مواد نه کارول کیږي، او یوازې هڅه کیږي چی د ځمکي د خاوري په معمولي ټپک کولو سره د ځمکي لاندي قشر ته د اوبو د فلتر او جذب مخنیوی وشي او په دي ترتیب د باران اوبه د ځمکي په سطحه جریان پیدا کړي، دا طریقه اکثره وخت د زارعتي ځمکو د خړوبولو دپاره کارول کیږي په دي طریقه کي د تحت الارضي اوبو تغذیه یا د ځمکي لاندي تل ته د اوبو تذریق په پام کي نه نیول کیږي بلکه هڅه دا وي چي د باران اوبه د ځمکي لاندي قشر ته فلتر نشي او د باران راټول شوي اوبه مستقیما فصل یا نبات ته ورسول شي.د ځمکي د سطحي د بدلولو په طریقه کي د آبګیر د ساحی پورتنی برخه یعني Upstream ټپک کوي او د ټپک په وخت کي ځمکي سطحي ته میلان ورکوي تر څو د فلتریشن مخه ونیول شي او اوبه د آبګیر د ساحي ښکتني برخي ته یعني مطلوبي زراعتي ځمکی خواته جریان پیدا کړي دا میتود اکثرآ په هغو سیمو کي ښه کارنده ده چي د اورښت یا باران مقدار او اندازه پکي کم مګر شدد د باران زیاد وي.
2. د کوچني خندقونو (ډنډونو) د کیندلو طریقه:
د باران او واوري د اوبو د زخیره کولو لپاره د کوچنیو ډنډونو جوړول یا خندق کیندل یوه آسانه او ساده لاره ده افغانستان غوندي یو هیواد کي چي خلک يی لوړ اقتصاد نلري او حکومت اړین خدمات نه ارایه کوي د کوچني ډنډنو جوړولو د لاري کیداي شي چي د باران اوبه راټول او د ضرورت په وخت کي تري ګټه واخیستل شي خلک باید د خپلو کورونو حویلی، ښوونځیو دفترونو صحن باید داسي جوړي کړي چي هیڅ اوبه بهر او لښتیو ته ونه بهیږي بلکي ځای پر ځای باید جذب شي، د کلي په سطحه د یو خندق کیندل او د ټول کلي اوبه به هلته را جمع کول کولي شي د تحت الارضي اوبو په تغذیه او ریچارج کي د پام وړ تاثیر ولري همدا ډول د هوا د رطوبت په ساتلو کي او د حیواناتو د څښاک دپاره تري کار اخستل کیدلي شي زمونږ په هیواد کي له پخوا زمانو دا عرف وو چي خلکو به د باران او واوري د اوبو د زخیره کېدو لپاره کندي کښلي او په هغه کي به یې اوبه او واوره راټولولي، اوس هم کولای شو چي له همدې لارو کار واخلو. د خندق او کندي د کیندلو یو ښه والي دا دی چي د خندق کیدلو دپاره پیشرفته وسایط او ساختمانی صنعتي موادو ته اړتیا نه لیدل کیږي بلکه د ساده وسایطو په واسطه لکه بیلچه، کلنګ، کراچي او زنبیل په واسطه هم خندق کیندلی شو.د عرضي مقطع له نظره خندق یا کندي په لاندي شکلونو جوړیدلي شي
V شکله ډنډ
کنتوری ډنډ
نیمه دایروی ډنډ
ذونذنقهیی ډنډ

V ډوله کوچنی ډنډونه (کندي):
وي ډوله کندي د ساده سا ختمان لرونکی وی چی ابعاد یی 25-50 سانتی مترمربع په حدودوکی وی د پولو لوړوالی یی د ساحي په میلان پوری تړلی. د کندي ژور والی باید له 0.5 سانتی مترو پوري وي، V ډول ډنډونه هم د نیالګیو لپاره اوبه برابری وی او هم دخاوری د ویجاړتیا څخه هم مخنیوی کوی.په لویو دښتو کي دا ډول کوچنیو کندو جوړول ډیر موثر ثابت شوی دغه ډ‌ول کندي په صحرا او دښتو کي د ونو د ایښودو له لیاري د نباتي پوښښ د ایجاد دپاره ډیره کارنده طریقه ده په داسي ډول چي د هري کوچني کندي سره یوه ونه ایښودل کیږي اوس وخت کي د هندوستان په ډیرو سیمو کي دا چاره عامه شوي ده.

کنتوري ډنډونه (کندي):
کنټوري کوچنی ډنډ داډول ډنډونه ډیر ساده سا ختمان لری، د ا ډول ډنډونه د (وی) ډوله ډنډونو په نسبت اقتصادی تما میږی . د دی ډول ډنډو کو لپا ره لاندی ساحوي شرایط په پام کي نیول کیږي د ځمکي کر نیزه خاوره باید د ۱.۵-۲ متره ژوروالی په اندازه وی د سیمی میلان د ۵٪ څخه کم وی د ساحي توپوګرافی باید همواره وي، لوړوالی او جیګوالی ونه لری دا ډول ډندونه هغو سیمو کي چي د اورښت کلنی اند ازه د ۷۵۰-۲۰۰ ملی متره پوری وی حفر یا کیندل کیږي.
نیمه دایروی کندي یا ډنډ:
دا ډول کوچني کندي د نیمه دایروی شکل لری . د خاوری د تخریب او هم د علوفه یی نباتاتو د تولید لپاره استعما لیږی .دایروي کندي په لاند ی شرایطو کی تطبیق وړ دی .
کلنی اورښت یی با ید ۷۰۰-۲۰۰ ملی متره پوری وی. خا وره شوره زاره او ریګی نه وی . د سیمی میلان له ۵٪ څخه زیا ت ونه اوسي
ذوذنقه يي ډنډ:
‌ذوذنقه يي کوچني ډنډونه هم نیالګیو ته د اوبو ورکولو دپاره جوړیږي، د یوی ونی لپا ره ۱۵-۱۰ سانتی متره پوری ډنډوکی مناسب ګنل کیږی .ذوذنقه يي شکله کندو د پولو لوړوالی نظر میلان ته ۲۰-۴۰ سانتی متره پوری باید وی .د پولی دول باید ذونذنقی په شکل وی او لاندی برخه یی ۷۵ سانتی متر څخه کم نوی او هم باید وویل شی چی پولی له یوی بلی څخه ۲-۵ مترپوری واتن ولری. ذوذنقه يي شکله کندو کي د نیالګیو تر غټیدولو پوری د څارویو د خوراک دپآره د پولو ترمنځ د( الوفوی ) نبا تات وکرل شی.