د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

30.12.2015 12:50    |   محمد عارف رسولي د ټاپي ګټو ته یوه ژوره کتنه

د ټاپي پروژې د ګټو، ننګونو او تیاریو په اړه اړتیا ده چې د اړوندو کارپوهانو په مرسته باید د پروژې شرایطو او قرارد ته په کتو سره یوه دقیقه ارزونه وشي ترڅو مالومه شي چې په تخمیني ډول دا پروژه څومره فني او غیر فني مکمل او یا پارټ ټایم وظیفې رامنځته کولای شي. دا ځکه چې موږ باید ورته د یوه اړین پلان له مخې په وخت سره ټریننګ شوې بشري قوه تیاره کړو ترڅو ورڅخه سمه ګټه واخلو. همدارنګه، اړینه ده چې په علمي توګه اټکل شي چې زموږ ملي اقتصاد ته په مستقیمه، غیر مستقیمه او باالواسطه ډول څومره ګټه رسوي او څنګه دا ګټه زیاتولای شو.


28.12.2015 12:07    |   ډاکټر لمر د افغانستان پرلپسې غميزې ته لنډه کتنه

دا ټولو ته څرګنده ده، چې افغان ولس د خپلې غميزې د څلورمې لسيزې په درشل کې دی، مګر د هر افغان هيله دا ده، چې په څه ډول دغه غميزې ته د پای ټکی کېږدي او خپل ولس ته د سوکاله او خوشاله ژوند وږمې ورکړي، خو له بده مرغه افغان ولس داسې ستړی او ستومانه دی او يا په سليقوي اخوډب کې ښکېل دی، چې د دغه غميزې د حل لاره هم ترې ورکه ده، ځکه نه معتمد ليډر شته او نه هم متحد خلک، بس ټول د ماغزو د فعالولو پر ځای، منګولې پياوړې کړې او يا د خدای په هيله ناست دي او ښېرې کوي، مګر دا خبره يې له هېره ايستلې ده، چې خدای وايي: بنده ستا يې حرکت او زما يې برکت!


22.12.2015 21:25    |   نظرمحمد مطمئن حراست او ثبات؛ څېرې، کړنې او ژمنې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر متوکل صاحب ډیر وخت دا خبره کوي چې د مجاهدینو د ډیرو ګوندونو او اختلافونو له کبله وروسته هغوی اتحاد نه کاوو، ځکه هر ځل چې به ګوندونو اتحاد وکړ بیا به اتحاد مات او نوی ګوند به يې وزیږاوو. هر اتحاد به د یوه نوي نفاق لامل شو.


22.12.2015 21:23    |   استاد محمد ظریف امین یار سقوط داوطلبانه‌ مجاهدین !

شکل گیری منجسم گروهای مجاهدین در افغانستان که یک بخش بزرگ تاریخ معاصر افغانستان را تشکیل میدهد، از نهضت اخوان المسلمین ریشه میگیرد. حضور سیاسی مجاهدین در افغانستان از همان آغاز پر از طلاطم و کشمشکهای سیاسی توام با افتخارات ، بدبختی ها و شرمساری ها برای مردم افغانستان بود. زیر عنوان احزاب جهادی مردم افغانستان توانستند پر قدرت ترین کشور حوزه مشرق یعنی اتحاد جماهیر شوروی اسبق را شکست دهند، که بدون تردید ستودنی و قابل افتخار است. اما مجاهدین قادر نشدند تا از این افتخار عظیم ملت افغانستان حراست و حفاظت نمایند.


19.12.2015 16:00    |   ملاعبدالسلام ضعیف دټاپي پروژې اهميت اومخکې پراته خنډونه

دټاپي پروژه اویاپه بل عبارت د سرو زرو کرښه (ګولډن لاین ) دافغانستان اوسيمې له پاره خورا لوی اهمیت لري، ددې پروژې دپېل خبرې ۲۱ يو ويشت کاله وړاندي په ۱۹۹۴ ز کال کې پېل سوي دي چې تراوسه یې دعمل جامه نه ده اغوستي، هغه حساسیتونه او رقابتونه چې په سېمیېز او نړیواله توګه موجود وه ، اوس هم موجود دي د دې پروژې د خنډ اوځنډ سبب سوې وه، په ۱۹۹۶ ز کال کې ددې پروژې له پاره درې اړخیز مجلسونه پېل سوه، په ترکمنستان، پاکستان، ختيځ اولویديځ امریکاکې د دې پروژې داقتصادي اوتخنیکي کارله پاره پروګرامونه جوړسول، خو بیا هم کوم لیکلی قرارداد نوو سوی، یوازي په هغه وخت کې دارجنټاین یوې کمپني بريډاس په ترکمنستان کې دتفحصاتو او اوبوڅه داخلي صادراتوپېل کړی و، دسېمې دسټلايټ اوسیزميک سروي ښودلي وه چې دافغانستان په شمول داسېمه دطبيعي معادنو په ځانګړي توګه دنفتو اوګازوڅخه ډکه سېمه ده، همداوجه وه چې د لویوهیوادونو رقابتونه همدې سېمې ته راورسیدل او د همدې موخي لاس ته راوړني په خاطر يې د خپل برخلیک له پاره ګړندۍ هڅې پېل سوې


19.12.2015 15:59    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د زړونو او دماغـونو مایـنـونه ۲ برخـه

ما ځیـرکیار ته یـو بې نومه چا له جرمني نه یو کتاب رالـيـږلی دی او هیله یې رانه کړې ده چې یـو څه پرې ولیکـم. خو په کـتاب او په اِیـنټـر نیټ کې چا د دغه منلي ژورنالـیسټ او تاریخپـوه د ژوندلیک په اړه څه نه دي لیکلي. اټکل کوم چې افغان ملتی تمایل به یې لاره، یا به یې په افغان ملت ګونـد کې دوستان لـرل؟ زه له دغه کتاب («د زړونو او فکرونو ماینونه») نه دوه برخې غـوره کـوم او هره برخه د عبدالجلیل وجدي په خپله وینا کې پریـږدم کـتاب د ۱۹۹۹د اپریـل په ۴(۱۵ وری ۱۳۷۸) بشپـړ شـوی و او په کال۲۰۰۰کې خپور شوی و، او ۲۴۰+ مخونه لـري .خپـرنـدوی یې په جـرمني کې «د پښـتني فـرهـنګ د ودې او پراختیـا ټـولـنه» ده، او کتاب د دغې ټولنې د مشر محّمـد اصـف وردګ په «ځاني مالي پانګـه خپـور شوی» دی. چـاپنځـی یې «ملت پـریس لاهـور» دی. که څوک د ښوواند وجدي د ژوند لیک په اړه معلومات لري. هیله ده چې زما سره یې شریک کړي. او س به راشم د وجدي خپلې وینا ته


16.12.2015 10:50    |   نورمحمد غفوري د ګوندونو د مالي چارو تنظیم

په افغانستان کې داسې سازمانونه او سیاسی ګوندونه هم شته چې د هغو مشران پخپله نه پوهیږی چې د هغو د ګوند عایداتی منابع کوم دی او مصرفونه یې څنګه او له کومه ځایه کیږي؟ د ګوند کوم غړي او یا کوم بل څوک چې د ګوند د دفتر او سفر مصارف یې په غاړه اخیستی، د ګوند مشرانو ته راپور نه ورکوي او د تمویل اصلی سرچینې نه ښکاروي. معلومه خبره ده چې که تمویلوونکی هر وخت وغواړی خپلې مرستې درولای شی چې په پایله کې یې د ګوند فعالیت هم له سترو ستونزو سره مخامخ کیدای شي.


15.12.2015 10:18    |   استاد م. ظریف امین یار ما نیاز به مهندسی مجدد در بانک مرکزی داریم !

د افغانستان بانک (بانک مرکزی افغانستان) در سال 1318 هجری شمسی (1939 میلادی) به سرمایه ابتدائی مبلغ یکصد و بیست ملیون افغانی در پایتخت کشور شهر کابل افتتاح شد. بینانگذار بانک مرکزی افغانستان آقای عبدالمجید خان زابلی ملقب به پدر بانکداری افغانستان بود. او بعد از سالها تلاش مداوم توانست اولین بانک افغانستان را بنام بانک ملی افغان تاسیس کند. بعد از دو سال فعالیت بانک ملی افغان آقای زابلی توانست دولت افغانستان را قناعت دهد که داشتن بانک مرکزی نیاز مبرم برای تحقق اهداف اقتصادی است. بر اساس قانون د افغانستان بانک، ثبات قیمتها هدف بنیانی و اساسی د افغانستان بانک میباشد. به این منظور طرح، تطبیق و اتخاذ سیاست های پولی، سیاست اسعار و ترتیبات اسعار، چاپ و نشر بانکنوت(Banknotes) و ضرب مسکوکات از وظایف بانک مرکزی تعیین گردیده است. در کنار آن بانک مرکزی طبق قانون به حیث بانکدار و نماینده مالی دولت، نهاد صدور و ثبت جواز فعالیت بانکها، صرافان و عرضه کنندگان خدمات پولی و اسناد بهادار و سیستم پرداخت مصون و سالم نیز فعالیت می نماید. بدبختانه از همان آغاز تا کنون بانک مرکزی کشور هیچگاه نتوانست بعنوان یک بانک مرکزی فعال و موثر که بتواند اقتصادی کشور را به چرخش در آورد و نوسانات اقتصادی را بصورت مدیریت کند که اقتصاد را متحرک و پویا بسازد؛ عمل کند. هرچند از تشکیل حکومت دموکراتیک(Democratic) افغانستان بعد از سقوط طالبان بانک مرکزی بیشتر به یک نهاد منفعل عمل کرده بانهم توانسته بود نرخ افغانی را با استفاده از سیاست لیلام دالر کنترول کند. اما از آغاز فعالیت حکومت وحدت ملی تا کنون با گذشت هر روز نرخ افغانی سقوط میکند که موجب نگرانی مردم و مسوولین شده. در این مقاله سعی شده تا بزرگترین عوامل ناکارآمدی بانک مرکزی بیان شود و یک راه حل دایمی جهت رهایی از مشکلات سیستم مالی و بانکداری کشور مطرح گردد.


15.12.2015 10:15    |   ثناءالله صالحي د افغانستان تاریخ له شاه محمود څخه تر امیر عبدالرحمن خان

شاه محمود په خپله هم ځان ډېر خوش نصيب ګڼه، چې د هغه وزير دا شان سړي ؤ، چې د هغه ټولې ضمه وارۍ يې پوره کولې، خو بعضې کسانو د وزير فتح محمد خان سره کېنه درلوده او په دې هڅه کې ؤ، چې د کمزوري پاچا په زړه کې ورته څّه فرضي وېره پيدا کړي، چې په دې کسانو کې په خپله د پاچا زوي شهزاده کامران هم شامل ؤ.


15.12.2015 10:15    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د نفتو ټيټه بېه او نړېوال اقتصاد

په تېر يوه کال کې د نفتو بېه په نړېوالو بازارونو کې زياته اندازه ټيټه شوې ده. تېر کال د يوه بېرل (۱۵۹ ليتر) نفتو بېه په نړېوالو بازارونو کې ۱۰۰ ډالره وه او اوس مهال د نفتو د يوه بېرل بېه د څلوېښتو او پنځه څلوېښتو ډالرو تر منځ ده. اقتصادي کارپوهان په دې آند دي چې په راتلونکې کې به د نفتو بېه لا نوره هم ټيټه شي او آن د دې شونتيا موجوده ده چې د يوه بېرل نفتو بېه شلو ډالرو ته ورسېږي. په نړېوالو بازارونو کې د نفتو ټيټه بېه بېلابېل اقتصادي لاملونه لري او په لنډ مهاله او منځمهاله توګه د نړۍ د بېلابېلو سيمو پراقتصادونو بېلابېلې مثبتې او يا منفي اغېزې رامنځته کوي. خو د نفتو ټيټه بېه به په اوږد مهاله توګه په ټوله نړۍ کې ناوړه اقتصادي اغېزې رامنځته کړي. زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې د نفتو د ټيټې بېې لاملونه روښانه کړم او د هغې ناوړه اغېزې پر ځانګړو هېوادونو، اقتصادي سيمو او پر نړېوال اقتصاد په لنډ ډول روښانې کړم.


12.12.2015 12:58    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د زړونو او دماغـونو مایـنـونه

ما ځیـرکیار ته یـو بې نومه چا له جرمني نه یو کتاب رالـيـږلی دی او هیله یې رانه کړې ده چې یـو څه پرې ولیکـم. خو په کـتاب او په اِیـنټـر نیټ کې چا د دغه منلي ژورنالـیسټ او تاریخپـوه د ژوندلیک په اړه څه نه دي لیکلي. اټکل کوم چې افغان ملتی تمایل به یې لاره، یا به یې په افغان ملت ګونـد کې دوستان لـرل؟ زه له دغه کتاب («د زړونو او فکرونو ماینونه») نه دوه برخې غـوره کـوم او هره برخه د عبدالجلیل وجدي په خپله وینا کې پریـږدم


09.12.2015 10:56    |   استاد محمد ظریف "امین یار" آیا داکتر غنی در پرونده شهرک هوشمند دست داشت؟

کابل بانک بزرگترین و موفقترین بانک خصوصی کشور بشمار میرفت. رشد بی پشینه و سریع سکتور بانکداری در افغانستان یک دست آورد فوق العاده حکومت کرزی پنداشته میشود. لیکن دیری نشد که این بانک از اثر عوامل مختلف سیاسی و اقتصادی به سقوط مواجه شد. کابل بانک سقوط کرد و نه تنها اعتماد ملت بلکه اعتماد جامعه جهانی را نیز در مورد سیستم بانکداری و مالی افغانستان خدشه دار کرد. سقوط این بانک پس لرزه های زیادی نیز با خود داشت و تا کنون بررسی کامل معضل این بانک به پایان نرسیده. صندوق وجهی بین الملل(International Monetary Fund) از همان آغاز سقوط کابل بانک تا کنون بالای حکومت افغانستان فشار شدید جهت حل این معضله وارد نموده. وقتی حکومت وحدت ملی روی کار آمد اولین اقدامش بازگشایی دوسیه کابل بانک بود. امروز بعد از گذشت یکسال از عمر حکومت وحدت ملی دوسیه کابل بیشتر پیچیده و غیر قابل حل بنظر میخورد. آزاد کردن آقای فروزی با استفاداه از تکت اقتصادی توسط اعضای ارشد حکومت توام با واکنشهای شدید مردم وجامعه بین الملل همراه بود.بالاخره داکتر غنی ناگزیر قرارداد شهرک هوشمند را لغو اعلام میکند و همچنان وظیفه مشاور حقوقی خود را به تعلیق قرار در می آورد. در این مقاله سعی شده تا در قدم نخست قضیه قرارداد شهرک هوشمند توضیح گردد و بعداً چگونگی حقایق در مورد دست داشتن داکتر غنی در این قضیه بررسی شود.


08.12.2015 10:08    |   امین خاطر ولې بنسټونه؟ (اقتصادي اړخ)

دا چې له تيرو څوارلسو کلونو راپديخوا زمونږ د هېواد مشرتابه، د هيوادني پرمختګ لپاره اړينو بنسټونو ته کارنده ستراتيژي او منظم سيستمونه نه وو خپل کړي او ستر ستر فرصتونه يې لنډ مهالو ګټو لپاره قرباني کړې، په خپل ځای بوږنوونکي دي چې له هيواد او ملت سره يې له تلپاتې ناځوانۍ پرته بل څه نشو ګڼلای.


06.12.2015 10:56    |   نظرمحمد مطمئن خبر مجروحيت و مرگ ملا اختر محمد منصور و اهداف پشت پرده

خبر مجروحيت و مرگ ملا اختر محمد منصور و اهداف پشت پرده دشمنان صلح هر بار به خاطر جلوگيري از روند گفتگوهاي صلح برنامه هاي جديد و جداگانه يي را عملي مي كنند؛ در شهر پاريس بعد از ديدار اشرف غني و نوازشريف كه در آن گفته شده بود، چين، پاكستان و حكومت افغانستان به خاطر آغاز گفتگوهاي صلح تلاش هاي مجدد شان را به راه مي اندازند؛ دقيقا يك روز بعد از اين ديد و بازديد روزنامه هاي دولتي كابل خبر حمله يك قوماندان طالبان را بر رهبر اين گروه، جراحت و به تعقيب آن خبر مرگ وي را منتشر كرد كه به زودي تيتر اول بسياري از رسانه هاي داخلي و بين المللي گرديد.


05.12.2015 10:41    |   نظرمحمد مطمئن د ملا اختر محمد منصور د زخمي کیدو او مرګ خبر؛ تر شا يې اهداف

د سولې دښمنان هر ځل د سولې د خبرو د مخنیوي له پاره نوي نوي پلانونه عملي کوي، په پاریس کې د اشرف غني او نوازشریف ناسته چې د چین، پاکستان او افغان حکومت به د سولې د خبرو د بیا پېل له پاره په ګډه هڅې کوي، له هغه یوه ورځ وروسته په کابل کې د دولتي ورځپاڼې له خوا د طالبانو پر مشر په پاکستان کې د هغه د یو قومندان له خو ډزې، دهغه زخمي کېدل او وروسته یې د مرګ خبرونه د کورنیو او بهرنیو رسنیو سرلیکونه جوړ کړل.


01.12.2015 10:29    |   نظرمحمد مطمئن افغانان؛ د ازادۍ جګړه او د اتلولۍ داستانونه!

جوهر دوداییف چې د چیچن د مسلمانانو لومړنی مشر او د چیچن د ازادۍ سرلاری او ددغه هیواد لومړی مسلمان ولسمشر دی، پر افغانستان د شوروي اتحادي جمهوریتونو د حملې په وخت کې په افغانستان کې جنګیدلی او دلته يې له مجاهدینو سره په جګړه کې مډال هم اخستی دی. هغه د شوروي اتحادي جمهوریتونو د پوځیانو څخه یوه تکړه او تجربه لرونکی جنرال وو.


30.11.2015 10:24    |   افغان تحرک د "افغانی هنر" تاریخ

"افغانی هنر" د تاریخ په اوږدو کی څه رنګه صنف بندی وکړو؟


29.11.2015 11:12    |   استاد م. ظریف امین یار د ډاکتر غني ناوړسالاري

کله چې په افغانستان کې سیاسي انتقال بحران سره مخامخ شو بلاخره د افغانستان راتلونکي حکومت لپاره د جان کیري(John Kerry) موډل د آمریکې حکومت له خوا غوره شو. دغه موډل د ملي یووالي حکومت(National Unity Government) په نوم یادیږي چې میکانیزم یې د دوه متناقضو او متخاصمو سیاسي ډلو د یو حکومت چتر لاندې یوځائ کول وو. که څه هم آن د لومړئ ورځې ښکاریده چې د ګډ حکومت بریالیتوب به آسانه نه وي بیاهم خلکو دغه حکومت د داخلي جګړو ته د بیا تګ نه ترجیح ورکړه. دغه تحمیل شوئ حکومت خپل کار ډیر په ښه سیاسي حرکاتو پیل کړو اما ډیره موده نه وه تیره شوې چې ګډ حکومت د ناوړسالاري او د نامشروع کړنو شکار شو او د ملت ټولې هیلې یې صفر سره ضرب کړې. د دغه دوه سره حکومت مشري ډاکتر غنی کوي چې د نړئ دوهم متفکر دئ او افغانانو ترینه کافي تمه درلوده لیکن نن سیاسی شخصیت یې سخت تضعیف شوئ او د سقوط ګواښ سره مخامخ شوئ ده. یو کال تیر شو د ملي یووالي حکومت په هیڅ بخش کې کومه ملموسه لاسته راوړنه نلري.د یو اړخه هیواد کې امنیتی ستونزو تشدید موندلئ د بل اړخه اقتصادي ستونزو د خلکو د دسترخوان څخه ډوډئ لادرکه کړې. که د ملي یووالي کړنې او سیاستونه همدغسې مصحلتي، نامشروع او ناوړسالاري باندې ولاړې وي دا شونې ده چې د ملي یووالي د حکومت موډل مخکې د مودې څخه سقوط وکړي. که د ملي یووالي حکومت سقوط وکړي د افغانستان د ۱۴ کالو لاسته راوړنې به شدید تهدید سره مخامخ شي.


21.11.2015 11:43    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د افغانستان د ملي اقتصاد د صادراتي کېدو شونتياوې

افغانستان او س مهال يو وارداتي هېواد دی او د سوداګرۍ بيلانس يې زياته اندازه کسر لري. په دې معنی چې د وارداتو کچه د صادراتو د کچې په پرتله ډېره زياته ده. د وروسته پاتې هېوادونو ملي اقتصاد په داسې يوه حالت کې يا د اقتصادي چټکې ودې او پرمختګ له لارې او يا هم د زياته اندازه معدني زېرمو د استخراج له لارې (لکه نفتي مواد) د صادراتي کېدو په لور وده کولای شي. د افغانستان ملي اقتصاد ډېر وروسته پاتې دی، د صنعتي توليداتو ونډه په ملي محصولاتو کې ډېره کمه ده، د کورنيو ناخالصو محصولاتو زياته برخه د کرهني له سکتور څخه ترلاسه کېږي چې کمه وده لري او د دوديز توليد کچه په کې لوړه ده. همدا رنګه د افغانستان د صادراتو لويه برخه هم اوليه محصولات دي، چې په نړېوالو بازارونو کې د سيالۍ زياته وړتيا نلري او بېه يې په نسبي توګه مخ پر کمېدو ده. له دې پلوه به د هېواد د صادراتي کېدو موخې ته رسېدل ډېره ګرانه او اوږده مهاله دنده وي. د هېواد د اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو (زيېربنا) د ودې کچې ته په پاملرنې وېلای شو چې که افغانستان زياته اندازه معدني زېرمې لري نو د دې زېرمو يوه زياته اندازه لا تر اوسه تر خاورو لاندې ده، استخراج يې له يوې خوا د اقتصادي بنسټونو ودې او له بلې خوا په هېواد کې د سولې تامينولو ته اړتيا لري. د اقتصادي بنسټونو له ودې سره يو ځای باېد صنعت هم وده وکړي. د دې تر څنګه باېد د افغانستان ملي اقتصاد د وارداتي توکو لپاره د تعويضي محصولاتو د توليد وړتيا تر لاسه کړي. دا محصولات به بيا هم د ورته توکو د وارداتو ځای ونيسي او هم به په نړېوالو بازارونو کې له نورو ورته محصولاتو سره سيالي وکړای شي.


18.11.2015 10:12    |   نورمحمد غفوري قانوني آزادۍ او د هغو عملي امکانات

په دې کې شک نشته چې نن په افغانستان کې د پخوا په نسبت ښه قوانین جوړ شوی چې د هیواد د اوسیدونکو له پاره یې د آزاد فعالیت حق او د بشري حقوقو د ساتلو وعدې ورکړی دی. خو په قانون کې د حق تسجيل د هغو د عملی کولو پر معنا نه دی. د قانون د عملي کولو له پاره کلتوري شرایطو، له قانونه د خلکو خبرتیا، قانون ته ژمنو دولتي ادارو، او نورو دولتی او غیر دولتی دموکراتیکو موسسو او د قانوني نظم د پلویانو کلکې او دوامدارې مبارزې ته اړتیاشته.