ایا روغتیا او خوښي هغه څه ندي چې موږ ټول يې هیله لرو او غواړو یې؟
خو پوښتنه دا ده چې څرنګه یې ترلاسه کړو. ایا د ډیرو شتمنیو په لرلو سره؟ په مشهور کیدلو سره؟ یا د ټولنیزو رسنیو په کانالونو کې د ډیرو مینوالو په لرلو سره؟

څیړنې ښیي چې خوښۍ له دې ټولو سره هیڅ تړاو نلري او په بشپړ ډول له نورو عواملو سره اړیکې لري. د ښو اړیکو په درلودلو سربیره، ستاسو د بدن دننه ماشین یا موتور ته پاملرنه یو ډیر مهم فاکتور یا لامل گڼل کیږي.

راځئ چې دلته د همدغه داخلي ماشین د ښه جوړولو لپاره، دغو اوو عناصرو یا موضوعاتو ته پام وکړو:

1- خپل بدن وساتئ !
عمومي قاعده دا ده چې ستاسو بدن تر 40 کلنۍ پورې ستاسو پاملرنه کوي، خو له هغه وروسته باید بیا تاسو د خپل بدن ساتنه او پالنه پیل کړئ. دا چې څرنګه او څه ډول خپل بدن ته پام وکړئ، په دې هکله ډیر څه ویل شوي او لیکل شوي دي. باور دادې چې منظم خوځښت، صحي خواړه او څښاک، پوره خوب او سګرټ نه څکول ستاسو د بدني سالمتیا لپاره ګټور دي.

2- په خپل ژوند کې هدف ولرئ :
له هدفه پرته ژوند ، د خوښۍ احساس کموي. هرڅوک غواړي چې د ارزښت احساس وکړي او وستایل شي، ستاینه یوه بنسټیزه رواني اړتیا ده او هر څوک د ستایل کیدلو تمه لري.

3- د پوره ټولنیزو اړیکو د لرلو لپاره هڅه:
دا څرګنده شوی ده چې، هغه خلک چې ډیرې ټولنیزې اړیکې لري( لکه د کورنۍ له غړو سره، له دوستانو سره او یا په ټولنه کې)، د هغو وګړو په پرتله چې لږې ټولنیزې اړیکې لري، خوشحاله وي، جسمي روغ وي، او اوږد ژوند کوي. خو دا د دوستانو په کمیت یا څومره والي پورې دومره اړه نلري، ستاسو د اړیکو کیفیت او څرنګوالې مهم دی. هغه اړیکې او مناسبات پریږدئ چې ستاسو انرژي مصرفوي . بی کیفیته اړیکې ستاسو روغتیا ته زیان رسوي.

4. مثبت احساسات او ذهنیت وهڅوئ:
تاسو شاید پر یو څه د باور د اغیزې په هکله اوریدلي وي، د بېلګې په توګه ځینې خلک کله کله د ناسمو درملو په ترلاسه کولو سره هم له ناروغۍ ښه کیږي، ځکه چې زموږ بدن په څرګنده د دې توان لري چې په داسی مثبت فکر کولو او احساس لرلو سره، چې زه روغتیا مومم، ځان ورغوي. یوازې مثبت فکر کول بس نه دي، باید احساس ورسره هم ولرئ، کله چې مثبت فکر له ښه احساس سره یو ځای شي، بیا نو ستاسو دماغ ستاسو بدن ته مثبت کیمیاوي سیګنالونه لیږي، تاسو ښه احساس کوئ او د ورځې په اوږدو کې ډیر تمرکز هم ترلاسه کولای شئ.

5. پر منفي احساساتو تمرکز مه کوئ :
منفي احساسات ستاسو د بدن لپاره د بدمرغئ سرچینه ده. هغه مهال چې تاسو ښه احساس نه لرئ، له نا اشنا شکایتونو سره مخ کیږۍ، لکه دعضلو او هډوکو درد، د ویرې احساس، د انرژي نشتوالی، ډیره ستړیا، او داسې نور. که د منفي احساس موده اوږده شي، کیدای شي تاسي په جسمي او یا رواني ناروغۍ هم اخته شئ. له همدې امله دا مهمه ده چې بدن ته د منفي احساساتو د ننوتلو مخه ونیسئ او له ځانه یې لیرې کړئ. ښایې په پیل کې یې کنترولول اسانه نه وي او یو څه احساساتي واوسۍ، خو یو څه وروسته، فشار له منځه ځي او تاسو زده کوئ چې خپل احساسات په ښه ډول کنترول کړۍ.

6- په هوښیارۍ یا شعوري توګه ژوند وکړئ :
په شعوري توګه ژوند کول پدې مانا دي چې تاسو نه پریږدۍ د خپل تیر وخت فکرونه، احساسات او چلندونه مو د راتلونکي وخت پوښتنو او ستونزو ته ځواب ورکړي. د ځان پر پوهولو کار کول ګټور دي، د دې ترڅنګ ، تنفسي تمرینونو، ځان پالنه، ذهني ارامتیا، او چوپتیا هم بې اغیزې نه دي او که وخت ورته ورکړئ نو د پوهاوی په زباتوالي کې مو هم مرسته کوي. همدارنګه کوښښ وکړئ چې خپله ورځ د پوهاوي په ژورولو او زیاتولو سره پیل کړئ.

7. دا زده کړئ چې څرنګه خپل الهام تعقیب کړئ :
زیاتره وخت موږ داسی انګیرو یا موږ ته رازده شوی دي چې، هرڅه په خپله پوهه او ذهن حل کولای شو. داسی نه ده، ځکه زموږ پوهه محدوده ده. خو پر خپلو احساساتو او توانایی باور لرل ښه دي. تاسو کولی شئ په خپلو احساساتو باور وکړئ. لکه د یوه حالت په اړه د خپل زړه الهام او احساس ومنئ، په اړه یې فکر وکړئ، لنډمهاله پریکړه وکړئ، وخت ورکړئ او بیا خپل زړه او احساس ته وګورئ، که پریکړه مو درته سمه ښکاریده، نو ورباندې عمل وکړئ.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
۳-۴-۱۹۲۴/ هالنډ
سرچینه: Schaepkens