طلاتپه د افغانستان په شمال کې د شبرغان ښار په پنځه کیلو متری کې موقیعت لري. د طلا تپه اثار چې د (2) زره کالو راپدې خوا د خاورې لاندې و، د شپږو قبرونو څخه چې (یویې نارینه او پنځه ښځینه و) لاسته رغلل. د دغه سیمې په اړه څيړنې چې د کاوش په نوم عالم لخوا پیل شوي وې، په پایله کې د (20) زرو څخه زیات تاریخي اثار لاسته راغلل.
په دغه پخواني اثارو کې سیکې، د غاړې امیلونه، قیمتي ډبرې، کمر بندونه، او تاجونه شامل دي. د څیړونکو په باور دغه اثار د کوشانیانو او یوناني باختري دولت پورې اړه لري. د دې قبرونو تاریخ د هغې سیکو په واسطه چې د قبرونو څخه ترلاسه شوي بیانوي چې د رومي امپراتور (تیبریوس) زمانې پورې اړوند دي.
ځینې څیړونکي طلا تپه د نړۍ تاریخي لویې خزانې (طوتان خامون) سره مقایسه کوي.
د طلا تپه ټول اثار په 1989م کال کې د دې لپاره چې محفوظ ساتل شوي وي، د افغانستان مرکزي بانک ته انتقال شول چې خوشبختانه اوس د افغانستان د خلکو په واک کې دي.